0:00 / 0:00

د متلونو کِتاب

دولسم باب

۱ څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے. ۲ مالِک خُدائ د ښۀ سړى نه خوشحاله وى، خو مالِک خُدائ هغه کسان رد کوى چې د بدو منصوبې جوړوى. ۳ انسان د بدعملۍ په ذريعه قائم نۀ شى جوړېدے، خو د صادقانو جرړه به کله هم نۀ ختميږى. ۴ يوه پاک لمنه ښځه د خپل خاوند د سر تاج وى، خو يوه بې‌حيا ښځه د هغۀ په هډوکو کښې لکه د ناسور په شان وى. ۵ د صادقانو منصوبې د اِنصاف وى، خو د بدعملو په نصيحت کښې هم دوکه وى. ۶ د بدعمله خلقو خبرې د وينو توېدلو په طمع وى، خو د صادقانو خبرې د هغوئ ژوند بچ کوى. ۷ بدعمله خلق مړۀ شى او فنا شى، خو د صادقانو خاندان کلک ولاړ وى. ۸ د سړى د خپل حِکمت په مطابق صِفت کيږى، خو د خراب ذهن لرونکى سپک کيږى. ۹ دا ښۀ خبره ده چې انسان عام کس وى او نوکر يې وى، په ځائ د دې چې ځان ته څۀ وائى او د لوږې مرى. ۱۰ صادق انسان د خپلو ځناورو د ضرورتونو خيال ساتى، خو د شرير ښۀ عمل هم د ظلم نه ډک وى. ۱۱ څوک چې په خپله زمکه کښې محنت کوى نو هغۀ سره به ډېر خوراک وى، خو څوک چې بې‌کاره منصوبو پسې ګرځى کم عقل دى. ۱۲ بدعمله د بې‌دينه خلقو د لوټ شوى مال خواهش کوى، خو د صادقانو جرړې خوريږى. ۱۳ بد کاره سړے په خپلو خبرو کښې راګېر شى، خو صادق انسان د مصيبت نه بچ کيږى. ۱۴ انسان د خپلو شونډو په مېوه په ښۀ څيزونو مړيږى، لکه څنګه چې د هغۀ د لاسونو محنت دۀ له اجر ورکوى. ۱۵ کم عقلو ته خپل چال چلن ښۀ ښکارى، خو هوښيار سړے نصيحت ته غوږ نيسى. ۱۶ کم عقل انسان خپله غصه زر ښکاره کوى، خو هوښيار سړے بې‌عزتى هم نظر انداز کوى. ۱۷ رښتينے ګواه په صداقت سره ګواهى کوى، خو دروغژن ګواه دروغ وائى. ۱۸ د بې‌پرواهۍ خبرې د تُورې په شان غوڅول کوى، خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى. ۱۹ رښتينې خبرې د تل دپاره قائمې وى، خو د دروغو مزے لنډ وى. ۲۰ څوک چې د بدو منصوبې جوړوى نو د هغوئ په زړونو کښې دوکه وى، خو خوشحالى د هغه چا دپاره ده څوک چې امن راولى. ۲۱ صادقانو ته به هيڅ نقصان نۀ رسيږى، خو بدکاران به د مصيبت نه ډک وى. ۲۲ مالِک خُدائ د دروغژونو شونډو نه نفرت کوى، خو هغه د هر هغه چا نه خوشحاله وى څوک چې رښتينى وى. ۲۳ هوښيار خپل عِلم نۀ څرګندوى، خو کم عقل خلق خپل جهالت ښکاره کوى. ۲۴ محنتى لاسونه به حکومت کوى، خو ناراستى به دې غلام کړى. ۲۵ اندېښمن زړۀ انسان لاندې کوى، خو نرمې او د ډاډ خبرې به هغه خوشحاله کړى. ۲۶ صادق انسان په دوستانه کښې احتياط کوى، خو د بدعمله چال چلن يې په غلطه لار بوځى. ۲۷ ناراسته انسان خپل ښکار هم نۀ پخوى، خو محنتى انسان خپل مال دولت اضافه کوى. ۲۸ د صداقت په لاره کښې ژوندون دے، په دغه لار کښې مرګ نشته.