0:00 / 0:00

د متلونو کِتاب

نولسم باب

۱ دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى. ۲ د عِلم نه بغېر جذبات څرګندول ښۀ نۀ دى، او بې‌صبرى لار خطا کوى. ۳ د انسان کم عقلتوب د هغۀ ژوند تباه کوى، او بيا د هغۀ تريخوالے د مالِک خُدائ خلاف وى. ۴ دولت ډېر دوستان پېدا کوى، خو غربت ټول دوستان د هغۀ نه شړى. ۵ دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به بچ پاتې نۀ شى. ۶ ډېر خلق د حاکِم خوشامندى کوى، او هر څوک د هغه چا دوست وى څوک چې تُحفې ورکوى. ۷ کۀ د غريب سړى نه د هغۀ رشته‌دار ډډه کوى، نو بيا به د هغۀ دوستان د هغۀ نه څومره نور هم ډډه کوى. کۀ څۀ هم چې هغه د هغوئ سره د خبرو کولو کوشش کوى، خو هغوئ ترې نه لاړ شى. ۸ څوک چې حِکمت حاصلوى نو د خپل ځان سره مينه کوى، څوک چې پوهه خوښوى هغۀ ته برکت ملاويږى. ۹ دروغژن ګواه به د سزا نه نۀ بچ کيږى، او څوک چې دروغ وائى هغه به تباه شى. ۱۰ کم عقل سره عېش عشرت ښۀ نۀ ښکارى، او دا به لا څومره نامناسبه وى کۀ چرې يو غلام په شهزادګانو حکومت کوى. ۱۱ د انسان حِکمت د هغۀ غصه قابو کوى، او د بل بد ځان ته نۀ ودرول هغۀ ته عزت ورکوى. ۱۲ د بادشاه غصه د ازمرى د غړمبېدو په شان وى، خو د هغۀ احسان لکه په کبل د پرخې په شان وى. ۱۳ بې‌وقوفه زوئ د پلار د تباهۍ باعث وى، او جګړماره ښځه داسې وى لکه کوټه چې هر وخت راڅاڅى. ۱۴ انسان ته په وراثت کښې کورونه او دولت د پلار نيکۀ نه ملاويږى، خو هوښياره ښځه صرف هغۀ ته د مالِک خُدائ د طرفه ملاويږى. ۱۵ ناراستى ښۀ خوب راولى، او لټ سړے اوږے پاتې کيږى. ۱۶ څوک چې د خُدائ حُکمونه منى نو هغه د خپل ژوند حفاظت کوى، خو هغه څوک چې د هغۀ د لارو لا پرواهى کوى هغه به مړ شى. ۱۷ څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى. ۱۸ د خپل زوئ تربيت د اول نه په ماشوموالى کښې کوه هسې نه چې وروستو تۀ د هغۀ ژوند برباد کړې. ۱۹ غصه ناک سړے به ضرور د خپلې غصې اَنجام ته ورسيږى، کۀ تاسو چرې هغه يو ځل بچ کړئ نو تاسو به هغه هر وخت بچ کوئ. ۲۰ نصيحت ته غوږ ونيسه او هدايت قبول کړه، نو په آخر کښې به تۀ هم هوښيار شې. ۲۱ د انسان په زړۀ کښې ډيرې منصوبې وى، خو کيږى هغه څۀ چې د مالِک خُدائ رضا وى. ۲۲ وفادارى د انسان ښائست دے. يو غريب د دروغژن نه بهتر دے. ۲۳ د مالِک خُدائ يره د ژوندون سرچينه ده، کومه چې انسان ته سکون ورکوى او د مصيبتونو نه يې بچ ساتى. ۲۴ ناراسته خو خپل لاس تالى ته رسوى خو تر دې چې هغه بيا واپس خپلې خولې ته هم نۀ وړى. ۲۵ کۀ څوک پېغور کوونکے ووهى نو د دې نه به ساده ګان سبق زده کړى، کۀ چرې پوهه سړے ورټلے شى نو هغه به د دې نه نور عِلم زده کړى. ۲۶ هر هغه څوک چې په خپل پلار باندې ظلم کوى او خپله مور وشړى نو دے هغه زوئ دے څوک چې د شرم باعث دے. ۲۷ زما زويه هرکله چې تۀ نصيحت اورېدل بند کړې، نو تۀ به د عِلم د خبرو نه بې‌لارې شې. ۲۸ بدکاره ګواه اِنصاف پورې خندا کوى، او بدکاران د شرارت نه خوند اخلى. ۲۹ سزا د پېغور کوونکى دپاره تياره شوې وى، او وهل د کم عقلو د ملاګانو دپاره تيار وى.