0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

پنځه ویشتم فصل

د سلیمان پورې تړلي نور متلونه

۱ دا هم د سلیمان هغه متلونه دي چې د یهودا د پاچا حزقیا کاتبانو راټول کړي دي.

د نېکانو او بدکارانو ترمنځ دعوه

۲ دا د خدای لویي ده چې رازونه پټ ساتي

د یوې موضوع څېړل د پاچا لویي ښکاره کوي.

۳ لکه څنګه چې اسمان لوړ او ځمکه ژوره ده

همداسې د پاچاهانو د زړونو رازونه هم پټ دي.

۴ د سپینو زرو نه ناپاکي لېرې کړه

چې زرګر ترې ښایسته لوښی جوړ کړي.

۵ د پاچا له حضور نه بدکاران لېرې کړه

چې تخت یې د عدالت په بنیاد ټینګ پاتې شي.

۶ د پاچا په حضور کې ځان لوړ مه ګڼه

او د لویو خلکو په ځای مه کښېنه

۷ نو دا به ښه وي چې هغه تاته ووایي:

«راشه او زما په خوا کې کښېنه»

له دې نه چې د مشرانو په مخکې دې سپک کړي

او په لاندې ځای کې دې کښېنوي.

څه چې تا په خپلو سترګو لیدلي دي

۸ نو په محکمه کې په ویلو بیړه مه کوه

هسې نه چې تا ملامته او بیا دې رسوا کړي.

که داسې وشي نو په اخر کې به ته څه کوې؟

۹ په یوه دعوه کې د هرچا سره مخامخ بحث کوه

او د بل چا راز ورته مه ښکاره کوه

۱۰ هسې نه چې څوک یې واوري او تا وشرموي

او بدنامي به دې هېڅکله ختمه نه شي.

۱۱ په ځای خبره داسې ده

لکه د سپینو زرو په ګاڼه کې چې د سرو زرو مرۍ وي.

۱۲ د حکمت د خاوند نصیحت، اورېدونکي ته داسې دی

لکه په غوږ کې د خالصو سرو زرو غوږوالۍ او یا ګاڼه وي.

۱۳ صادق استازی د خپل لېږونکي دپاره داسې دی

لکه د لو په وخت کې چې د غرونو د واورې یخوالی وي

چې د خپل بادار روح تازه کوي.

۱۴ څوک چې د تحفې ورکولو لافې وهي او نه یې ورکوي

لکه د هغې ورېځې او باد په شان دی چې باران نه وروي.

۱۵ د صبر په وسیله یو حکمران هم رضا کیږي

او نرمه ژبه هډوکي ټوټې ټوټې کوي.

۱۶ که شات پیدا کړې نو د اړتیا نه ډېر مه خوره

هسې نه چې زیات وخورې او زړه دې بد شي.

۱۷ د خپل ګاونډي کور ته ډېر مه ورځه

هسې نه چې زړه یې بد شي او ستا نه کرکه وکړي.

۱۸ څوک چې د بل په خلاف د دروغو تور لګوي

لکه د لور یا تورې او یا تېره غشي په څېر زیان رسوي.

۱۹ د سختۍ په وخت کې په بې‌اعتباره سړي باور کول داسې دي

لکه په خوځېدلي غاښ خوړل او یا په ګوډه پښه ګرځېدل.

۲۰ د مات زړه خاوند ته د خوشحالۍ سندرې ویل داسې دي

لکه د یخنۍ په ورځ د چا نه څادر اخیستل

او یا یې په زخمونو باندې مالګه شیندل.

۲۱ که ستا دښمن وږی وي

نو هغه ته خواړه ورکړه چې ویې خوري

او که چېرې تږی وي

نو هغه ته اوبه ورکړه چې ویې څښي

۲۲ په دې کار به ته د هغه په سر باندې اور بل کړې

او څښتن به تاته اجر درکړي.

۲۳ لکه څنګه چې د شمال باد باران راولي

همداسې غیبت د سړي په مخکې غوسه پیدا کوي.

۲۴ د کوټې د سر دپاسه په یو کنج کې اوسېدل

د جګړه‌مارې ښځې سره په کور کې د اوسېدلو نه ښه دی.

۲۵ د لېرې ځای نه د خوشحالۍ زېري اورېدل داسې دي

لکه تږي سړي ته یخې اوبه ورکول.

۲۶ د یو نېک انسان بدکارانو ته تسلیمېدل

لکه د خټو نه ډکه چینه او د څاه چټلېدل.

۲۷ لکه څنګه چې د ډېرو شاتو خوړل ښه کار نه دی

همداسې د ځان دپاره عزت او درناوی غوښتل ښه کار نه دی.

اووه ډوله بد خلک

۲۸ څوک چې د خپل نفس مخنیوی نه شي کولای داسې دی

لکه یو ښار چې دېوالونه یې سوري او وران شوي وي.