0:00 / 0:00

د سلیمان د متلونو کتاب

اته ویشتم فصل

شتمني او واک

۱ بدکاران تښتي که څوک ورپسې روان هم نه وي

خو نېکان د زمري په شان زړور وي.

۲ په کوم وطن کې چې ګډوډي وي نو واکداران یې ډېر وي

خو پوه او هوښیار مشران د دولت نظام ټینګ ساتي.

۳ کوم غریب واکدار چې په خوارانو ظلم کوي

د هغه تېز باران په شان دی چې ټول فصل تباه کوي.

۴ څوک چې له قانون نه سرغړونه کوي نو د بدکارانو ستاینه کوي

خو څوک چې د قانون تابعداري کوي نو د بدکارانو مخالفت کوي.

۵ بدکاران په انصاف او عدالت نه پوهیږي

خو څوک چې د څښتن لټون کوي هغوی په هرڅه ښه پوهیږي.

۶ هغه غریب چې خپل ژوند په صداقت تېروي

له هغه شتمن نه ښه دی چې د منافقت په لار روان وي.

۷ هوښیار زوی په قانون باندې عمل کوي

خو د بد‌اخلاقانو ملګری خپل پلار سپکوي.

۸ څوک چې له غریبانو نه سود اخلي او خپله شتمني زیاتوي

نو اخر به د هغوی مال د هغه چا شي چې په مسکینانو رحم کوي.

۹ څوک چې له قانون نه سرغړونه کوي

نو څښتن د هغه له دعا نه کرکه کوي.

۱۰ څوک چې صادقان بې‌لارې کوي او هغوی ته کنده کیندي

نو په خپله به په کې راوغورځیږي

خو د پاک زړه خاوندان به ښه میراث تر‌لاسه کړي.

۱۱ شتمن سړی خپل ځان د حکمت خاوند ګڼي

خو غریب عقلمن د هغه د زړه د تل نه خبر وي.

په څښتن باور او شتمني ګټل

۱۲ کله چې نېکان بریالي کیږي نو ټول خلک خوشحالیږي

خو کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک ترې پټیږي.

۱۳ څوک چې خپله ګناه پټوي او په هغې پرده اچوي

نو بریالی به نه شي

خو څوک چې په خپلو ګناهونو اقرار کوي او لاس ترې اخلي

نو په هغه به رحم وشي.

۱۴ بختور دی هغه څوک چې هر وخت له څښتن څخه وېریږي

خو څوک چې خپل زړه سخت کړي په بلا اخته کیږي.

۱۵ بدکاره انسان چې په خوارانو حکومت کوي

د غړمبېدونکي زمري یا د اېږې په شان چې ناڅاپه یرغل کوي.

۱۶ ناپوهه پاچا په خپلو خلکو ډېر ظلم کوي

څوک چې د ناروا ګټې نه کرکه کوي تل خپل عمر اوږدوي.

۱۷ که چا خپل لاسونه د بل په وینو سره کړي وي

نو د مرګ تر کندې پورې به سرګردانه وي

او هېڅوک دې د هغه سره مرسته نه کوي.

۱۸ څوک چې خپل ژوند په صداقت تېروي هغه به وژغورل شي

خو څوک چې منافقت کوي نو ناڅاپه به راوغورځول شي.

۱۹ څوک چې په خپله ځمکه کې کار کوي

په ګېډه به موړ شي

خو څوک چې د ورځې خوبونه کوي

نو سخته غریبي به پرې راشي.

۲۰ صادق انسان ته به ډېر زیات برکتونه ورکړل شي

خو څوک چې ډېر زر شتمن کېدل غواړي نو بې‌سزا به پاتې نه شي.

۲۱ دا ښه کار نه دی چې د چا طرفداري وشي

حتی یو سړی د یوې مړۍ ډوډۍ دپاره هم بې‌انصافي کوي.

۲۲ شوم سړی هڅه کوي چې زر شتمن شي

خو په دې نه پوهیږي چې نېستي د هغه انتظار کوي.

۲۳ څوک چې بل اصلاح کوي نو په اخر کې به عزتمن شي

له هغه چا نه چې ډېره غوړه‌مالي کوي.

۲۴ څوک چې د خپل مور او پلار مال په زور اخلي

او وایي چې دا کومه ګناه نه ده

نو د ورانکارو سره ملګرتیا کوي.

۲۵ د وږیو سترګو خاوند جنګ جګړې جوړوي

خو څوک چې په څښتن باور کوي نو اباد به شي.

۲۶ څوک چې په خپل ځان ډاډه وي هغه کم‌عقل دی

خو څوک چې د حکمت په لار روان وي خلاصون به ومومي.

۲۷ څوک چې د مسکینانو سره مرسته کوي

نو له نېستۍ سره به مخ نه شي

خو څوک چې پرې سترګې پټوي

نو لعنتونه به ورباندې ووریږي.

۲۸ کله چې بدکاران واک ته رسیږي نو خلک ترې پټیږي

خو کله چې هغوی بربادیږي نو نېکان ابادیږي.