0:00 / 0:00

زبور شريف

يوولسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

په خُدائ پاک توکل

۱ زۀ د مالِک خُدائ په پناه کښې يم.

تۀ ولې راته وائې، ”لکه د مارغۀ چې غر ته والوځم،

۲ ګوره بدعمله خپله لينده راکاږى او غشى ويشتو ته برابروى،

او د پټ ځائ نه په نېکانو باندې يې ورَوى.

۳ هرکله چې بنيادونه ورانولے شى،

نو رښتونى خلق به څۀ وکړے شى؟“

۴ مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے،

هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى.

هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى،

او په زمکه هر يو کس آزمائى.

۵ مالِک خُدائ صادقان او بدکاران دواړه معلوموى،

هغه د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې ظلمونه خوښوى.

۶ هغه به په بدکارانو او شريرانو بَل سکارۀ او تاودۀ ګوګړ ورَوى،

په سوزونکو هواګانو سره ورته سزا ورکوى.

۷ بې‌شکه صادق مالِک خُدائ د اِنصاف سره مينه کوى،

او نېکان خلق به د هغۀ د مخ ديدن کوى.