0:00 / 0:00

زبور شريف

ديارلسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د دشمنانو د لاس نه د خلاصون دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه، تر کومه به تۀ ما هېروې؟

تر ابده پورې

تر کومه به تۀ بل خوا ته ګورې؟

۲ تر کومه به زما ذهن پرېشانه وى

هره ورځ زما په زړۀ کښې به تر کومه خفګان وى؟

تر کومه به دشمن په ما باندې غالب وى؟

۳ مالِکه زما خُدايه، راشه ما له جواب راکړه.

سترګې مې روښانه کړه ګنې مړ به شم،

۴ مۀ خوشحالوه ما باندې تۀ زما دشمنان،

چې، ”ور مو کړُو شکست،“ وائى به دوئ مدام.

دوئ مۀ خوشحالوه زما په لړزان.

۵ ستا په بې‌حده مينه لرم ايمان،

زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.

۶ مالِکه خُدايه، ستا د صِفت سرود به کړم بيان،

ځکه چې تۀ يې په ما مهربان.