د زبورونو کتاب

څوارلسم زبور

د انسان بدکاري

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

(زبور ۵۳)

۱ کم‌عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته

هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه

دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي

۲ له اسمانه څښتن ساتي خپل نظر په انسانانو

ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل

چې رجوع وکړي خپل خدای ته

۳ خو هغوی ټول ګمراهان شول

ورسره هم فاسدان شول

دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي

یو هم نه کړي نېک کردار

۴ څښتن کړي دغه پوښتنه:

«ایا دوی هېڅ نه پوهیږي؟

بدکاران ټول جاهلان دي؟

زما خلک داسې خوري دوی

لکه وږي چې ډوډۍ خوري

هېڅ دعا نه کوي ماته»

۵ خو په دوی به وېره راشي

ځکه خدای مل دی د نېکانو سره

۶ بدکاران د عاجزانو پلانونه شنډوي

خو څښتن یې ساتندوی دی

۷ کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونه

برکت چې کله بیا ورکړې څښتنه خپل ولس ته

بیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شي

اسراییل به په دې کار سره خوشحال شي