0:00 / 0:00

زبور شريف

اوويشتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

په مالِک خُدائ د توکل سندره

۱ مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا

نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟

او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه

نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟

۲ چې کله ما ختمول غواړى بدکاران

او حمله راباندې وکړى زما دشمنان،

تيندک به وخورى او راګزار به شى زما دشمنان.

۳ هر څو کۀ رانه تاو شى ګېرچاپېره لښکرې،

زړۀ کښې يره نۀ لرم.

کۀ شروع شى زما خلاف جنګونه،

خو زۀ به خاطر جمع يم.

۴ د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم،

چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم،

او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.

۵ خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى،

او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى

او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى.

۶ نو بيا به زۀ خپله غړۍ هسکه کړم

د هغوئ په وړاندې چا چې راګېر کړے يم،

د هغۀ مقدس کور کښې به د خوشحالۍ په چغو قربانى وکړم،

زۀ به سندرې او سرود او ثناء صِفت د مالِک خُدائ وکړم.

۷ اے مالِکه خُدايه زما فرياد اوره کله چې زۀ سوال زارى کوم،

مهربان شه، زما سوالونه قبول کړه.

۸ کله چې تا وفرمائيل، ”راشه زما ديدن وکړه،“

نو ما وئيل، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ به درشم.“

۹ خپل مخ رانه مۀ اړوه ما ته مۀ په قهر کېږه تۀ،

خپل خِدمتګار دې غصه کښې مۀ پرېږده تۀ،

اے پاکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده او ما مۀ رد کوه زما خلاصونکے يې تۀ.

۱۰ کۀ څۀ هم چې مور او پلار ما ځان له پرېږدى،

خو مالِک خُدائ به ما خپل ځان ته نزدې کړى.

۱۱ اے مالِکه خُدايه، ما ته خپله لار راوښايه،

ځکه چې دشمن زما په انتظار کښې دے نو په نېغه لار مې بوځه.

۱۲ ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده،

ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى،

هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.

۱۳ زما يقين دے د مالِک خُدائ مهربانى به ووينم،

ترڅو چې زۀ دلته په دې دُنيا کښې يم.

۱۴ نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه،

نو ډاډه شه او زړَور شه

او د مالِک خُدائ په صبر او انتظار شه.