0:00 / 0:00

زبور شريف

دوه دېرشم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د ګناه اقرار او معاف کېدل

۱ بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه،

او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه.

۲ نو څومره بختور هغه کس دے

د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى

او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.

۳ خو چې کله ما خپله ګناه پټوله،

نو زما بدن کمزورے کېدلو

او ټوله ورځ هډوکو به مې درد کولو.

۴ هر کله چې شپه او ورځ

ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما،

لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.

۵ نو آخر هم ما د خپلې ګناه اقرار وکړو تا ته

خو ما پټې نۀ کړې خپلې خطاګانې له تا نه.

نو ما ووئيل خپل ځان سره چې، ”خپله سرکشى به مالِک خُدائ ته بيان کړم.“

نو بيا تا زما د ګناهونو خطا معاف کړه.

۶ نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى

هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه،

بې‌شکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.

۷ تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم،

او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.

۸ مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم.

زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.

۹ د مست آس يا قچر په شان مۀ جوړېږئ

چې د واګو او قېزې نه بغېر نۀ قابو کيږى.

۱۰ بدکارانو او شريرانو له غمونه ډېر وى،

خو د چا چې په هغۀ باندې توکل وى

د مالِک خُدائ مينه د هغۀ نه ګېرچاپېره وى.

۱۱ نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ،

تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ،

د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.