د زبورونو کتاب

څلوردېرشم زبور

د خدای د نېکۍ له امله ستاینه

(د داود زبور کله چې هغه ابي‌ملک ته ځان لېونی وښود. بیا ابي‌ملک هغه وشاړه او داود لاړ)

۱ تل به کومه د څښتن ثنا او صفت

وي به همېش زما په شونډو د هغه ستاینه

۲ زه به یې وستایم په هغه چې یې کړي دي څه

پرېږده ټول بې‌وزلي واوري او خوشحال شي

۳ د څښتن لویي زما سره اعلان کړئ

راشئ یوځای یې د نوم ستاینه وکړو

۴ ما دعا وکړه څښتن ته او هغه کړله قبوله

زه یې کړم خلاص د ټولو وېرو ځینې

۵ څوک چې توکل کړي په هغه

نو د خوشحالۍ نه به یې ځلیږي مخ

هغوی به هېڅکله ونه شرمیږي

۶ دې بې‌وزله سړي وکړلو فریاد څښتن ځواب کړ

هغه خلاص کړلو د خپلو ټولو تکلیفونو څخه

۷ هغه خلک چې د څښتن څخه کړي وېره

فرښته وي د څښتن د داسې خلکو نه چاپېره

او خلاصون ورکوي دوی ته له خطره

۸ ګورئ ځان پوه کړئ چې څښتن دی څومره غوره

بختور دي هغه څوک چې د هغه نه پناه غواړي

۹ وېره وکړئ له څښتنه د څښتن سپېڅلو خلکو

محتاج به نه وي هغه خلک چې کړي د ده نه وېره

۱۰ د لوږې او احتیاج نه زمریان هم ځوریږي

خو هغه چې رجوع وکړي څښتن ته

د هغوی دپاره نه به وي کمی د نعمتونو

۱۱ راشئ، بچیانو ماته غوږ ونیسئ

چې د څښتن عزت کول درزده کړم

۱۲ ایا د ژوند خوند اخیستل غواړئ؟

ایا خوشحاله اوږد ژوندون غواړئ؟

۱۳ وساتئ خپله ژبه بدو خبرو نه

وساتئ خپلې شونډې د دروغو نه

۱۴ له بدو لېرې ګرځئ کوئ نېکي

سولې دپاره هلې‌ځلې کوئ او ورپسې وګرځئ

۱۵ دی د څښتن نظر نېکانو باندې

او نیسي غوږ یې فریادونو لره

۱۶ خو دی څښتن د بدکارانو خلاف

او ورکوي د ځمکې د مخ نه د هغوی نوم او نښان

۱۷ نېکان فریاد کوي څښتن ته او هغه یې اوري

دوی خلاصوي له خپلو ټولو تکلیفونو څخه

۱۸ څښتن نژدې دی هغو خلکو ته چې زړونه یې مات وي

ورکوي نجات هغو ته چې بایللی یې امید وي

۱۹ ډېر تکلیفونه په نېک شخص راځي

خو هغو ټولو نه څښتن دا ژغوري

۲۰ هغه ساتي ټول هډوکي د ده

هېڅ یو ماتیږي نه له هغو څخه

۲۱ خپلې بدۍ له لاسه مړه به شي بدکاره خلک

سزا به ورکړل شي هغو ته چې کړي کرکه د نېکانو څخه

۲۲ څښتن نجات ورکوي خپلو بندګانو لره

څوک چې هغه ته پناه یوسي نو مجرم به نه شي