0:00 / 0:00

زبور شريف

پينځۀ دېرشم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د مدد دپاره دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه، د هغوئ مخالفت وکړه، څوک چې زما مخالفت کوى،

هغوئ سره جنګ وکړه څوک چې زما خلاف جنګ کوى.

۲ خپل ډال زغره دې راواخله،

راپاڅه او زما مدد له راشه.

۳ د هغوئ خلاف څوک چې ما پسې دى خپله تُوره او نېزه دې راواخله.

چې تۀ زما خلاصونکے يې خُدايه، په دې ما مطمئن کړه.

۴ څوک چې ما قتلول غواړى بې‌عزته او شرمنده دې شى،

څوک چې ما بربادول غواړى ناکام او شرمنده دې شى.

۵ هغوئ دې په هوا کښې لکه د بوسو په شان والوځى،

او د مالِک خُدائ فرښته دې هغوئ وزغلوى.

۶ د هغوئ لار دې تيارۀ او ښوئېدونکې شى،

فرښته د مالِک خُدائ دې ورپسې شى.

۷ بې‌سببه هغوئ ما ته اېښودى دى دامونه

بې‌سببه يې زما د نيولو دپاره کوهے کنستے دے،

۸ بربادى دې ناګهانه ورباندې راشى

ما ته اېښى جال کښې دې په خپله ګېر شى،

ما ته چې کنستې ده په هم هغه کنده کښې دې ګېر شى.

۹ نو بيا زۀ به د مالِک خُدائ خوشحالى کوم.

چې هغه مې بچ کوى نو زۀ به خوشحالى کوم.

۱۰ زما ټول ځان به ثنا وائى ستا،

”مالِکه خُدايه بل څوک دے لکه ستا؟

د زورَورو نه کمزورى څوک بچ کولے شى.

حاجتمند او مسکينان څوک د شوکمارو نه بچ کولے شى؟“

۱۱ بې‌رحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما،

چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.

۱۲ هغوئ د ښو په بدل کښې بد راسره کوى،

او زۀ په غم باندې اخته يم.

۱۳ خو ما د هغوئ په بيمارۍ، د غم جامې واچولې روژه دار شوم.

او په روژه نيولو او دُعا کولو د دوئ دپاره عاجز شوم،

ما د عاجزۍ نه په دُعا کښې سر ټيټ نيولے وو.

۱۴ زۀ داسې خفه وم لکه څنګه چې څوک وى،

خفه په غم د دوستانو يا د ورور.

داسې مې سر ټيټ کړے وو لکه څنګه څوک ‎چې وير کوى د خپلې مور.

۱۵ خو دوئ ټول خوشحاله وُو چې راغلے وو غم په ما،

په ملنډو سره راټول شوى وُو دوئ خلاف زما،

هغه کسانو راباندې حمله وکړه چې وُو اجنبيان

او دوئ بې‌عزتى کوى په ما پورې مدام.

۱۶ لکه د بدکارانو غوندې په بې‌رحمۍ سره يې وکړله ما پورې خندا،

دوئ د نفرت نه خپل غاښونه وچيچل په ما.

۱۷ اے مالِکه خُدايه، ترڅو پورې به تۀ دوئ ته ګورې؟

ما د دوئ د خطرناکو حملو نه بچ کړه،

زما ژوند د دې زمرو نه بچ کړه.

۱۸ نو بيا به زۀ ستا شُکر په لويه ډله کښې ادا کړم.

زۀ به په ټولو خلقو کښې ستا ثناء صِفت وکړم.

۱۹ مۀ پرېږده چې زما دشمنان زما په شکست باندې خوشحاله شى،

مۀ پرېږده هغوئ چې نفرت کوى له ما چې په غم زما خوشحاله شى.

۲۰ د خېر خبرې نۀ کړى د شر خبرې کوى،

وائى دروغ د هغو پسې څوک چې ژوند په امن کوى.

۲۱ هغوئ په زوره د واه واه چغې وهى،

وائى چې، ”مونږ په خپلو سترګو ليدلے دے.“

۲۲ تا وليدل په خپله، مالِکه خُدايه، مۀ چپ کېږه،

اے مالِکه خُدايه، اوس ما مۀ پرېږده،

۲۳ راپاڅه، تۀ راپاڅه او زما دفاع وکړه،

زما دپاره وکالت وکړه، زما پاکه خُدايه او زما مالِکه،

۲۴ مالِکه خُدايه، زما خُدايه

د خپل عدالت په مطابق زما د بې‌ګناهۍ اعلان وکړه،

چې په مصيبت کښې په ما خوشحالى وکړى زما دشمنان مۀ پرېږده.

۲۵ چې هغوئ په زړۀ کښې دا ونۀ وائى خپل،

”ګورئ هغه وشول څۀ چې مونږ غوښتل.“

او دوئ اوس نۀ شى وئيلے چې، ”دے مونږ‎ ژوندے تير کړو.“

۲۶ څوک چې زما په تکليفونو خوشحاليږى

هغوئ دې خوار شى او ودې شرميږى،

څوک چې خپل ځان زما دپاسه کوى

په بې‌شرمۍ او په بې‌عزتۍ کښې دې پټ شى.

۲۷ څوک چې زما طرفدارۍ له راشى نو هغوئ له لويه خوشحالى ورکړه،

هغوئ دې تل د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کوى

څوک چې د خپل خِدمتګار په خير باندې ‎پُراَمنه خوشحالى کوى.

۲۸ نو زۀ به په ژبه ستا صداقت بيانوم،

ټوله ورځ به زۀ ستا ثناء صِفت کوم.