0:00 / 0:00

زبور شريف

څلور څلوېښتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د قورح د بچو يو زبور

د مدد دپاره دُعا

۱ اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى،

زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى،

کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه

يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.

۲ تا په خپل طاقت سره هغه قومونه وويستل،

او زمونږ پلار نيکۀ دې ودان کړل،

هغه خلق دې تباه کړل، زمونږ پلار نيکۀ دې آزاد کړل.

۳ خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې،

او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې،

دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه،

ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.

۴ تۀ يې زما بادشاه او پاک خُدائ زما،

چا چې د يعقوب اولاد له لويه کاميابى ورکړه.

۵ ستا په زور مونږ خپل دشمنان په شا کړل،

او ستا په نوم مونږ خپل دشمنان د پښو لاندې کړل.

۶ زۀ په خپله لينده باندې يقين نۀ ساتم،

نۀ په خپله تُوره د خلاصون يقين ساتم.

۷ تا مونږ ته په خپلو دشمنانو فتح راکړه،

تا زمونږ مخالفين شرمنده کړل.

۸ مونږ ټوله ورځ په خُدائ پاک باندې فخر کوُو،

مونږ به تل ستا د نوم حمد و ثناء کوُو.

۹ خو اوس تا مونږه رد او رسوا کړُو،

تلل دې زمونږ د لښکرو سره بند کړُو.

۱۰ تا مونږ د دشمنانو په وړاندې په شا کړُو،

او زمونږ دشمنانو مونږ لوټ کړُو.

۱۱ مونږ تا د ګډو په شان حلالېدو ته پرېښودو،

او د قومونو په مينځ کښې دې تس نس کړُو.

۱۲ تا خپل خلق په کم قيمت خرڅ کړل،

او د هغوئ په خرڅولو کښې دې هيڅ ګټه ونۀ کړله.

۱۳ تا مونږ د خپلو ګاوڼديانو د خندا کړلو،

تا مونږ د ګېرچاپېره خلقو د ټوقو او مسخرو کړلو.

۱۴ تا مونږ نه په قومونو کښې د دوئ د ټوقو ګوډاګى جوړ کړل،

او دوئ مونږ پورې خپل سرونه د نفرت په وجه خوځول.

۱۵ زۀ ټوله ورځ بې‌عزته کېږم،

او په مخ مې شرم راخور شوے زۀ شرمېږم.

۱۶ ځکه چې خلق راپورې ټوقې مسخرې کوى،

او زما دشمنان رانه د بدل اخستو کوشش کوى.

۱۷ دا هر څۀ چې مونږ سره وشول خو بيا هم مونږ تۀ هېر نۀ کړې،

هغه مو نۀ دے مات کړے کوم لوظ چې تا مونږ سره کړے دے.

۱۸ زمونږ زړونه ستا نه نۀ دى اوړېدلى،

او زمونږ قدمونه ستا د لارې نه نۀ دى اخوا شوې.

۱۹ مونږ دې تباه کړُو او د ګيدړانو ښکار دې کړُو،

او په توره تيارۀ کښې دې پرېښودو.

۲۰ کۀ مونږ د خپل خُدائ پاک نوم هېر کړے وو،

او غېر معبودانو ته مو خپل لاسونه پورته کړى وُو.

۲۱ کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟

ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟

۲۲ خو مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو،

د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.

۲۳ اے مالِکه خُدايه، راپاڅه ولې تۀ اودۀ کېږې څۀ؟

راپاڅه، او تر ابده پورې مونږ مۀ رد کوه.

۲۴ ولې تۀ زمونږ نه خپل مخ پټوې څۀ؟

او زمونږ غم او مصيبتونه ولې هېروې څۀ

۲۵ مونږ لاندې خاورو ته راغورزولے شوې يُو،

او په زمکه پړمخې پراتۀ يُو.

۲۶ پاڅه‎ او زمونږ مدد وکړه،

او د خپلې ابدى مينې په وجه دې مونږ ته خلاصون راکړه.