Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ کوي خبرې څښتن خدای چې دی مطلق قادر
ټولې دنیا نه خلک راغواړي له ختیځه تر لوېدیځه پورې
۲ د صهیون ښار چې په حسن کې کامل دی
ځلیږي خدای ورڅخه
۳ زمونږه خدای راځي خو خاموشه نه راځي
د هغه مخکې سوځېدونکی اور وي
او ګیرچاپېره ترې وي سخت توفان
۴ ځمکه او اسمان راغواړي د شاهدانو په حیث
چې په خپل قوم باندې د هغه عدالت وویني
۵ وایي: «راټول زما وفادار خلک کړئ
د قربانۍ په ورکولو یې چې ما سره لوظ کړی دی»
۶ اسمانونه ورکوي دا خبرتیا چې خدای عادل دی
ځکه چې خپله قاضي دی
۷ ای زما قومه، زما خبرې واورئ
ای اسراییلو، ستاسو ضد زه شاهدي به وایم
زه یمه خدای، د ستاسو خدای یمه زه
۸ د قربانیو په خاطر زه تاسو نه رټمه
او نه د هغو سوځېدونکو نذرانو په خاطر
چې تل یې ماته راوړئ
۹ ستاسو د کور غویو ته نه یم محتاج
یا زه شپولو ته د نرانو وزو نه یم احتیاج
۱۰ ټول حیوانات چې په ځنګل کې دي هغه زما دي
هم په زرګونو غونډیو ټول څاروي
۱۱ پېژنم زه د غرونو ټول مرغان
د پټیو ټول خزندګان زما دي
۱۲ که چېرې وږی یم زه تاسو ته یې نه وایمه
ځکه دنیا او چې په کې دي هغه ټول زما دي
۱۳ ایا زه خورمه د غویانو غوښې؟
یا د وزو وینې څښم؟
۱۴ شکر ادا کړئ د خدای دا ده قرباني د ستاسې
هغه څه ورکړئ خدای تعالی ته
چې منلي مو په نذر کې دي
۱۵ د تکلیف په وخت کې ماته فریاد وکړئ
زه به خلاصون درکړمه تاسو لره
ثنا او صفت به کوئ تاسو زما
۱۶ خو بدکاره ته خدای داسې وایي:
«دی ستا څه کار چې زما حکمونه وایې؟
زما د لوظ په هکله ته کوې خبرې ولې؟
۱۷ اصلاح کېدو څخه انکار کوې ته
زما خبرې غورځوې شاته
۱۸ هر غل چې وګورې ملګری یې شې
او یوځای کېږې زناکارو سره
۱۹ خلاصوې خوله دې شرارت باندې
بې له دروغو بل څه نه وایې ته
۲۰ دې ته تیار یې چې په خپل ورور دې تهمت پورې کړې
او هم د خپلې مور د زوی پسې غیبت وکړې
۲۱ دا ټول کارونه تا کول او ما هېڅ ونه ویل
نو ستا دا خیال ؤ چې زه ستا په شان یم
خو اوس به زه تا رټم
او کړم به تا تورن
۲۲ تاسو چې زه یمه هېر کړی دې ته غوږ ونیسئ
که نه نو تاسو به زه وداړمه
هېڅوک به نه وي چې مو خلاص کاندي
۲۳ څوک چې د مننې قرباني کړي هغه ماته درناوی کوي
هغه چې کړي خپله لاره سمه ورکوم نجات»