د زبورونو کتاب

یوشپیتم زبور

د خدای حضور ته فریاد کول

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره د داود زبور)

۱ زما فریاد واوره ای خدایه

کړه قبوله مې دعا

۲ د اخر سر نه د دنیا درته نارې وهمه

داسې حال کې چې مې زړه دی نا‌امیده

زما نه اوچت ګټ ته مې بوځه ماته راکړه پناه

۳ ځکه زما د دښمنانو مقابل کې

ته پناه ځای یې زما هم قوي برج یې زما

۴ پرېږده چې واوسم ټول عمر ستا سپېڅلي ځای کې

پرېږده چې اوسم سلامت ستا د وزرونو لاندې

۵ ای خدایه، ما چې کوم نذرونه دي ورکړي

تا قبول کړي هغه

تا راته هغه برکت راکړی

چې دې ورکړی دی هغوی ته چې وېریږي ستا له نومه

۶ پاچا ته ورکړه اوږد عمر

پرېږده چې پاتې شي تر نسلونو پورې

۷ هغه دې وکړي پاچاهي ستا په حضور کې تل ترتله خدایه

تلپاتې مینه او وفا ورکړه چې ویې ساتي

۸ نو زه به تل ستا د ثنا سندرې وایم

لکه چې څنګه ورکومه هره ورځ نذرونه