Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ اے پاکه خُدايه، زما سوال زارى واوره،
او زما دُعا ته غوږ ونيسه.
۲ د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم،
کله چې زړۀ زما بېحاله شى.
اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.
۳ ځکه چې تۀ زما مضبوط برج او پناه ګاه يې،
چرته چې د دشمن نه په امان کښې يم.
۴ زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم،
او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.
۵ تا، زما منښتې پاکه خُدايه، اورېدلې دى،
او هم هغه ميراث دې ما ته راکړے دے کوم چې هغوئ ته ورکوې څوک چې ستا نه يريږى.
۶ بادشاه له د عمر ورځې ډيرې کړه،
د هغۀ عمر تر ډېرو نسلونو پورې زيات کړه.
۷ هغه دې د خُدائ پاک په حضور کښې د تل دپاره بادشاهى وکړى،
هغۀ ته خپله مينه او وفا وروښايه چې دے حفاظت وکړى.
۸ نو دغه شان به ټول عمر ستا د نوم ثناء صِفت کوم،
چې ما څنګه وعدې درسره کړى دى هغه روزانه پوره کوم.