د زبورونو کتاب

اتم زبور

د خدای لوی والی او د انسان وقار

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د جت د ښار په تال د داود زبور)

۱ ای څښتنه، زمونږ باداره!

په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی

ستا ثنا او صفت رسیږي تر اسمانه

۲ ماشومان او تي رودونکي ماشومان

ستا د لویۍ سندرې وایي

تا جوړه کړې ده قوي کلا د خپلو دښمنانو په ضد

هم په خپله چوپ کوې مخالفان خپل

۳ کله چې وګورم اسمان ته چې جوړ کړی دی تا

ستوري سپوږمۍ ته چې ځای په ځای کړي دي تا

۴ نو انسان څه دی چې ته یې خیال ساتې؟

فاني انسان چې ته پرې پام ساتې؟

۵ ځان پسې دوهمه درجه دې ده ورکړې ده ته

تاج د عزت او شان شوکت دې ورته ایښی په سر

۶ تا مقرر کړل دوی په هرڅه چې جوړ کړي دي تا

د دوی په واک کې دې ورکړي ټول شیان دي

۷ هم دې ورکړي ټول پسونه او غویان

او وحشي حیوانات

۸ هم د هوا مرغان او د دریاب ماهیان

دا ټول مخلوقات چې په دریاب کې ګرځي

۹ ای څښتنه، زمونږ باداره!

په ټول جهان کې د ستا نوم لوی دی