0:00 / 0:00

زبور شريف

اتم زبور

د سرود مشر دپاره: د رباب ساز سره د حضرت داؤد يو زبور

د خُدائ پاک جلال

۱ اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه،

ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم ‎‎دے،

پاس په آسمانونو کښې ‎دې خپل جلال جوړ کړے دے.

۲ تا تى رودونکو او لويو ماشومانو ته خپل ثناء صِفت ښودلے دے

خپل مخالفين او دشمنان دې په دې چپ کړى دى.

۳ زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم،

په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،

۴ انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې،

نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟

۵ تا د فرښتو نه لږ کم کړے دے

تا هم د جلال او عزت تاج ورپه سر کړے دے.

۶ تا په خپل مخلوق بنيادم واکمن کړے دے،

تا په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.

۷ کۀ ګډې کۀ رَمې د بيابان،

او کۀ دى ټول ځنګلى ځناوران.

۸ کۀ مارغان دى په هوا کښې او کۀ کبان دى سمندر کښې،

يا نور داسې څيزونه چې ګرځيږى سمندر کښې.

۹ اے مالِکه خُدايه، زمونږ ربه،

ټوله دُنيا کښې ستا نوم عظيم دے.