0:00 / 0:00

دَ يوحنا مُکاشفات

دولسم باب

ښځه اَؤ اژدها

۱بيا په آسمان کښے يوه لويه نخښه ښکاره شوه چه يوه ښځه وه چه نمر ئے لکه جامے آغوستے وو اَؤ سپوږمئ دَ هغے تر پښو لاندے وه اَؤ په سر ئے دَ دولسو ستورو تاج وو. ۲هغے دَ حمل دَ تکليف له کبله دَ زوزاد پيدا کيدو چغے وهلے.

۳بيا يوه بله نخښه په آسمان کښے ښکاره شوه چه يوه غټه سره اژدها وه چه اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه ئے وُو اَؤ په سرُونو ئے اُووۀ تاجُونه وُو. ۴اَؤ هغۀ په خپله لکئ دريمه حصه ستورى له آسمان نه راکښل اَؤ په مزکه ئے راغورزول. اژدها دَ هغے لنګيدونکے ښځے په وړاندے ودريده دَ دے دَ پاره چه هر کله چه دَ هغے ښځے بچے وشى چه دا ئے لواړ تير کړى. ۵دَ هغے زوئے پيدا شو چه په ټولو قومُونو به دَ اوسپنے دَ امسا په زور حکُومت کوى. خو دَ هغے بچے خُدائے اَؤ دَ هغۀ تخت ته سمدستى وخيژولے شو. ۶اَؤ ښځه په خپله بيابان ته وتښتيدله چرته چه دَ هغے دَ پاره خُدائے ځائے تيار کړے وو چه هلته تر دولس سوه شپيتو ورځو پورے پاتے شى.

۷بيا په آسمان کښے جنګ ونښتو. ميکائيل اَؤ دَ هغۀ فرښتو دَ اژدها سره جنګ جوړ کړو. اَؤ اژدها اَؤ دَ هغۀ فرښتو جنګ وکړو. ۸خو هغوئ فتح ونۀ مُوندله اَؤ په آسمان کښے دَ هغو دَ پاره ځائے نۀ وو. ۹نو دا لويه اژدها لاندے راوغورزولے شوه، دا هغه زوړ مار چه شيطان يا اِبليس بللے شى چه ټول عالم غُلوى، هغه دَ خپلو فرښتو سره لاندے مزکے ته راګُذار کړے شو.

۱۰بيا ما په آسمان کښے يو اُوچت آواز په دے شان واؤريدو چه ”اوس خلاصُون اَؤ قُدرت اَؤ زمُونږ دَ خُدائے بادشاهى راغلے ده اَؤ دَ هغۀ دَ مسيح اِختيار، ځکه چه زمُونږ په وروڼو اِلزام لګوُونکے چه شپه اَؤ ورځ زمُونږ دَ خُدائے په مخکښے پرے اِلزام لګوى، له آسمان نه ګُذار کړے شوے دے. ۱۱خو زمُونږ ورُوڼه په هغۀ دَ ګډُورى دَ وينے په وسيله اَؤ ګواهئ دَ کلام په وجه غالب شول، اَؤ خپل ځان ئے هم عزيز ونۀ ګڼلو تر دے چه مرګ ئے هم قبُول کړو. ۱۲نو اَئے آسمانُونو! اَؤ دَ هغه اوسيدُونکو خلقو! ښادى کوئ، خو اَئے مزکے اَؤ سمندره! اَفسوس چه اِبليس ډير په غُصه تاسو ته ښکته راغے ځکه چه هغه خبر دے چه وخت ئے لنډ دے.“

۱۳کله چه اژدها خپل ځان په مزکه راغورزيدلے وليدو نو هغه ښځے پسے شو چه زوئے ئے راوړے وو. ۱۴خو ښځے ته دَ عقاب دوه لوئے وزرُونه ورکړے شول چه هغه په بيابان کښے هغه ځائے ته والوزى چرته چه به هغه له مار نه تر درے نيم کالو پورے محفوظه وساتلے شى. ۱۵مار دَ خپلے خُلے نه دَ اوبو يو سيلاب وبهيولو چه هغه ښځه په کښے يوسى. ۱۶خو مزکے دَ ښځے مدد وکړو، خپله خُلۀ ئے وازه کړه اَؤ دَ اژدها دَ خُلے هغه سيلاب ئے تير کړو. ۱۷په دے اژدها هغه ښځے ته نور هم په غُصه شو اَؤ دَ هغے دَ نور نسل سره دَ جنګ دَ پاره لاړو، دا هغه خلق دى چه دَ خُدائے حُکمونه منى اَؤ دَ عيسىٰ شهادت ساتى. ۱۸اژدها دَ سمندر په غاړه ودريده.