0:00 / 0:00

دَ يوحنا مُکاشفات

اُوولسم باب

مشهُوره کنجرئ

۱بيا هغه اُووه فرښتے چه جامُونه ئے نيولى وُو، په هغوئ کښے يوه ما له راغله اَؤ وئے وئيل چه ”راځه! چه زَۀ درته دَ هغے لوئے کنجرئ سره کيدُونکے عدالت وښايم چه دَ ډيرو سمندرُونو دَ پاسه په تخت ناسته ده. ۲دَ مزکے بادشاهانو دَ هغے سره بدکارى کړے ده اَؤ دَ هغے دَ حرامکارئ په شرابو دَ دُنيا ټول خلق نشه شوى دى.“

۳اَؤ دَ خُدائے رُوح په ما غلبه وکړه اَؤ دَ هغۀ فرښتے زَۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چه په يو قرمزى رنګ ځنګلى ځناور سوره وه. دَ هغۀ په ټول بدن دَ کُفر نومُونه ليکلى وُو اَؤ اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه ئے وُو. ۴هغه ښځے ارغوانى قرمزى رنګ جامے آغوستے وے چه دَ سرو زرو په کالو، جواهراتو اَؤ مرغلرو ډؤلے شوے وه. دَ هغے په لاس کښے دَ سرو زرو پياله وه چه دَ بے حيائى اَؤ دَ هغے دَ حرامکارئ دَ ناپاکئ نه ډکه وه. ۵اَؤ دَ هغے په تندى يو نُوم ليکلے وو چه راز دے :  ”لوئے بابل، دَ کنجرو اَؤ دَ دُنيا دَ هرے بے حيائى مور.“ ۶اَؤ ما وليدل چه هغه ښځه دَ پاکانو په وينه اَؤ دَ عيسىٰ دَ شهيدانو په وينه په نشه وه.

کله چه ما هغه وليده نو زَۀ ډير حيران شوم. ۷خو فرښتے راته ووئيل چه ”دا تۀ دومره ولے حيران يئے؟ زَۀ به درته دَ دے ښځے اَؤ دا چه په کُوم ځنګلى ځناور سوره ده چه اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه لرى، راز ښکاره کړم. ۸کُوم ځنګلى ځناور چه تا وليدو، هغه دے چه ژوندے وو خو اوس ژوندے نۀ دے، هغه به دَ عالم ارواح نه راخيژى اَؤ هلاک به شى. اَؤ په دُنيا کښے هغه خلق چه دَ چا نومُونه چه له ازل نه دَ ژوندُون په کتاب کښے نۀ دى ليکلى شوى، هغوئ به دَ ځنګلى ځناور په ليدو حيران شى ځکه چه هغه يو وخت ژوندے وو خو اوس ژوندے نۀ دے، خو بيا به هم ښکاره شى.

۹اَؤ په دے پوهيدلو دَ پاره ډير حِکمت په کار دے. دا اُووۀ سرُونه هغه اُووۀ غرُونه دى چه دا ښځه پرے ناسته ده، خو دوئ هم اُووۀ بادشاهان دى ۱۰چه پينځۀ پخوا تير شوى دى اَؤ يو ژوندے دے اَؤ يو بل به راځى اَؤ کله چه هغه راشى نو هغه به دَ لږ وخت دَ پاره وى. ۱۱اَؤ هغه ځنګلى ځناور چه يو وخت ژوندے وو اَؤ اوس ژوندے نۀ دے، هغه اَتم بادشاه دے، خو بيا هم هغه له اُوو نه يو دے اَؤ هغه به هلاک شى.

۱۲کُوم لس ښکرُونه چه تا وليدل، هغه لس بادشاهان دى چه هغوئ لا حکُومت نۀ دے شروع کړے، خو هغوئ به دَ يوے ګينټے دَ پاره دَ ځنګلى ځناور سره دَ بادشاهئ اِختيار ومُومى. ۱۳ځکه چه دَ هغه ټولو يو مقصد دے چه خپل طاقت اَؤ اِختيار ځنګلى ځناور ته ورکړى. ۱۴هغوئ به دَ ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ غالب شى ځکه چه هغه دَ مالِکانو مالِک اَؤ دَ بادشاهانو بادشاه دے، اَؤ هغوئ هم ورسره دى چه بللى شوى، غوره شوى اَؤ وفادار دى.“

۱۵بيا هغے ما ته ووئيل چه ”تا چه کُوم سمندر وليدو چه لويه کنجرئ پرے ناسته وه، دا دَ خلقو جميعتُونه، قومُونه اَؤ ژبے دى. ۱۶هغه لس ښکرُونه چه تا وليدل، هغه به سره دَ ځنګلى ځناور له دے کنجرئ سره دُښمنى کوى، هغوئ به دا بربنډه اَؤ برباده کړى اَؤ دَ هغے غوښه به وخورى اَؤ په اور به ئے اِيرے کړى. ۱۷ځکه چه خُدائے دَ دوئ په زړُونو کښے دا خبره اچولے ده چه دوئ به په يو زړۀ دَ خُدائے دَ مقصد دَ پُوره کولو دَ پاره ځنګلى ځناور ته دَ خپلے بادشاهئ اِختيار ورکړى، تر څو چه دَ خُدائے کلام پُوره نۀ شى.

۱۸دا ښځه چه تا وليده هغه لوئے ښار دے چه دَ مزکے په بادشاهانو حکُومت کوى.“