0:00 / 0:00

دَ يوحنا مُکاشفات

پنځم باب

کتاب اَؤ ګډورے

۱څوک چه په تخت ناست وو ما دَ هغۀ په ښى لاس کښے يو کتاب وليدو چه دَننه اَؤ بهر ليک پرے وو اَؤ اُووۀ مُهرُونه پرے لګيدلى وُو. ۲ما يوه طاقتوره فرښته وليده چه په چغو ئے وئيل چه ”څوک دَ دے قابل دے چه کتاب پرانزى اَؤ مُهرُونه ئے مات کړى؟“ ۳خو هيڅوک هم نۀ وو، نۀ په آسمان کښے، نۀ په مزکه اَؤ نۀ دَ مزکے دَ لاندے وو چه کتاب ئے خلاص کړے وے اَؤ يا ئے دننه کتلے وے. ۴زما اوښکے بهيدلے ځکه چه هيڅوک هم دَ دے لائق نۀ وو چه دا کتاب ئے پرانستلے شو يا چه ئے ورته کتلے شو. ۵خو په مشرانو کښے يو راته ووئيل چه ”ژاړه مه ځکه چه دَ يهوداه دَ خيل زمرے چه دَ داؤد دَ اصل نه دے، هغه بريالے شوے دے چه کتاب پرانزى اَؤ اُووۀ مُهرُونه ئے مات کړى.“

۶بيا ما دَ تخت په مينځ کښے، دَ څلورو حيوانانو اَؤ دَ مشرانو په دائره کښے لکه يو حلال شوے ګډورے ولاړ وليدو اَؤ دَ هغۀ اُووۀ ښکرُونه اَؤ اُووۀ ئے سترګے وے چه دَ خُدائے اُووۀ رُوحونه دى چه ټولے دُنيا ته ليږلى شوى دى. ۷اَؤ ګډُورے ورغے اَؤ په تخت ناست دَ ښى لاس نه ئے هغه کتاب واخستو. ۸کله چه هغۀ واخستو نو څلور حيوانان اَؤ څليريشت مشران دَ هغه ګډُورى په وړاندے په سجده شول، اَؤ دَ هر يو مشر سره يو ستار وو اَؤ ورسره دَ خوشبوئ نه ډک دَ سرو زرو جامُونه وُو چه دَ پاکانو دُعاګانے دى. ۹اَؤ هغوئ يوه نوے سندره وئيله چه : 

”تۀ دَ دے لائق ئے چه کتاب واخلے اَؤ مُهرُونه ئے مات کړے ځکه چه تۀ حلال کړے شوے اَؤ په خپله وينه دے دَ خُدائے دَ پاره له هر خيل، له هرے ژبے اَؤ له هر قوم اَؤ اُمت خلق په بيعه واخستل. ۱۰اَؤ له هغوئ نه تا دَ کاهنانو بادشاهى جوړه کړه چه زمُونږ دَ خُدائے خدمت وکړى اَؤ هغوئ به په مزکه بادشاهى کوى.“

۱۱بيا چه ما وکتل نو دَ بے شماره فرښتو آوازُونه مے واؤريدل چه هغه دَ تخت اَؤ دَ حيوانانو اَؤ دَ مشرانو نه چاپيره وے اَؤ دَ هغوئ شمار په زرګُونو اَؤ لکُونو کښے وو، ۱۲اَؤ هغوئ په زوره چغے وهلے چه : 

”هغه ګډُورے چه حلال کړے شو، دَ دے لائق دے چه ټول قُدرت، دولت، حِکمت، لوئى، عزت، شان اَؤ تعريف ومُومى!“

۱۳اَؤ بيا ما واؤريدل چه ټول مخلُوقات چه په آسمان کښے، په مزکه باندے، دَ مزکے دَ لاندے يا په سمندر کښے دى، هغوئ ټولو چغے وهلے چه : 

”دَ هغه چا څوک چه په تخت ناست دے اؤ ګډُورى ته شکر، عزت، شان اَؤ قُدرت دِ تل تر تله وى!“

۱۴اَؤ دا څلورو حيوانانو ”آمين!“ پرے ووے اَؤ مشران دَ عبادت دَ پاره په سجده پريوتل.