د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

يوولسم باب

په بنى اِسرائيل د خُدائ پاک رحم

۱ نو بيا زۀ تپوس کوم چې ولې خُدائ پاک خپل اُمت رد کړے دے څۀ؟ بلکل نه. زۀ په خپله هم بنى اِسرائيلى يم، د اِبراهيم د نسل نه يم او د بنيامين د خيل غړے يم. ۲ خُدائ پاک خپل هغه اُمت نۀ دے رد کړے چې پخوا يې غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چې صحيفې د الياس په حقله څۀ وائى؟ چې هغۀ څنګه خُدائ پاک ته د بنى اِسرائيلو خلاف شکايت وکړو، ۳ ”مالِکه، هغوئ ستا نبيان مړۀ کړى دى، هغوئ ستا قربان‌ګاه نړولې دى، او زۀ يواځې پاتې يم او هغوئ زما ژوند هم ختموى.“ ۴ خو خُدائ پاک هغۀ ته څۀ جواب ورکړو؟ ”ما د خپل ځان دپاره اووۀ زره سړى ساتلى دى چا چې بعل ته سجده نۀ ده کړې.“ ۵ هم دغه شان په دې موجوده وخت کښې هم يوه ډله پاتې ده چې د خُدائ پاک په فضل غوره کړې شوې ده. ۶ خو کۀ چرې دا په فضل وى نو بيا دا نور د ښۀ عمل په بنياد نۀ دے، او کۀ نۀ وى، نو فضل بيا نور بې‌مطلبه شو. ۷ نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو، ۸ لکه څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”خُدائ پاک هغوئ ته سست روح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځې پورې داسې سترګې چې ليدلے نۀ شى او غوږونه چې اورېدلے نۀ شى، ورکړل.“ ۹ او داؤد هم فرمائى چې، ”پرېږدئ چې د هغوئ دسترخوان جال او دام شى او د هغوئ دپاره د تيندک کاڼے او سزا شى. ۱۰ سترګې يې ړندې کړه چې هغوئ ونۀ وينى، او د هغوئ ملاګانې دې د تل دپاره ټيټې شى.“ ۱۱ نو زۀ تپوس کوم، چې ولې هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ د تل دپاره پرېوتل څۀ؟ نه، بلکل نه، بلکې د هغوئ د نافرمانو په وجه غېر‌يهوديانو خلاصون وموندلو، او په دې سبب بنى اِسرائيل هغوئ سره په حسد شول. ۱۲ اوس کۀ د بنى اِسرائيلو نافرمانى د دُنيا دپاره برکت وګرځېدلو، او کۀ د دوئ شکست د غېر‌يهوديانو دپاره برکت وګرځېدو، نو بيا به د دې برکت نور څومره زيات شى چې کله ټول بنى اِسرائيل په کښې شامل شى.

د غېر‌يهوديانو دپاره خلاصون

۱۳ زۀ اوس تاسو غېر‌يهوديانو ته وايم چې زۀ د غېر‌يهوديانو دپاره هم رسول يم او زۀ خپل خِدمت ته زور ورکوم، ۱۴ چې په دې طريقه زۀ په خپل قوم کښې سيالى پېدا کول غواړم او په هغوئ کښې ځينې بچ کړم. ۱۵ ځکه کۀ د هغوئ رد کېدل د دُنيا پخلا کېدل شول نو د هغوئ بيا قبلېدل به مړو ته د ژوندون نه څۀ کم نۀ وى. ۱۶ کۀ چرې دا د اوړو اولنۍ پيړه پاکه وه نو بيا نور ټول اوړۀ به هم پاک وى او کۀ د ونې جرړې پاکې وى نو بيا څانګې به هم پاکې وى. ۱۷ کۀ د زيتون ځينې څانګې پرېکړے شى، او د هغې په ځائ په کښې د ځنګلى زيتون يوه څانګه پيوند شى، نو بيا تاسو غېر‌يهوديان هم د دغه ځنګلى څانګې په شان يئ. لکه څنګه چې هغه د بلې ونې د جرړو نه طاقت حاصلوى نو هم دغه شان تاسو هم د يهوديانو د روحانى جرړو نه طاقت حاصلوئ. ۱۸ نو ځان د هغه څانګو نه اوچت مۀ ګڼه. کۀ تۀ ځان اوچت ګڼې نو ياد ساته چې دا تۀ نۀ يې چې جرړو له وده ورکوې بلکې دا جرړه ده چې تۀ پرې پايې. ۱۹ تۀ به وائې چې، ”څانګې د دې دپاره پرېکړے شوې چې زۀ په کښې پيوند کړے شم.“ ۲۰ دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بې‌ايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه. ۲۱ ځکه کۀ چرې خُدائ پاک اصلى څانګې پرې نۀ ښودلې نو هغه به تا هم پرې نۀ ږدى. ۲۲ د خُدائ پاک د رحم او غضب خيال کوه. هغه په نافرمانو باندې خپل غضب نازلوى، خو څوک چې د هغۀ په رحم يقين ساتى هغه ورته خپل رحم ښائى. خو کۀ تاسو په هغۀ يقين نۀ کوئ نو تاسو به هم پرېکړے شئ. ۲۳ او کۀ د بنى اِسرائيل څوک په بې‌ايمانۍ کښې پاتې نۀ شى نو هغوئ به بيا پيوند کړے شى، ځکه چې خُدائ پاک دا قدرت لرى چې هغوئ بيا پيوند کړى. ۲۴ ځکه کۀ چرې تۀ د خپل ځنګلى زيتون د ونې نه راپرېکړے شوے يې او د خپل فطرت په خلاف د اصلى زيتون سره پيوند شوے يې نو بيا به هغه څانګې څومره په آسانه پيوند شى کومې چې د اصلى زيتون خپلې څانګې دى.

د ټولو دپاره د خُدائ پاک رحم

۲۵ زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بې‌ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېر‌يهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى. ۲۶ او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بې‌دينى لرې کړى. ۲۷ او دا زما د هغوئ سره يو لوظ دے چې کله د هغوئ ګناهونه لرې کړم.“ ۲۸ ډېر بنى اِسرائيل اوس هم د زيرى دشمنان دى. او دا ستاسو دپاره فائده ده. خو دوئ اوس هم خُدائ پاک ته د خپلو نيکونو اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په وجه ګران دى. ۲۹ ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى. ۳۰ لکه څنګه چې مخکښې تاسو غېر‌يهوديان د خُدائ پاک نافرمانه وئ، خو چې کله بنى اِسرائيلو د هغۀ نافرمانى وکړه نو د هغوئ په ځائ خُدائ پاک په تاسو رحم وکړو. ۳۱ خو اوس هغوئ نافرمانه دى او د خُدائ پاک رحم په تاسو وشو نو چې دوئ هم ستاسو په وجه د خُدائ پاک په رحم کښې شريک شى. ۳۲ ځکه خُدائ پاک ټول بنى آدم په نافرمانۍ کښې راګېر کړل نو چې هغه په ټولو باندې رحم وکړى.

خُدائ پاک ته ثنا وئيل

۳۳ واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بې‌پايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى. ۳۴ ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟ ۳۵ يا چا هغۀ ته چرې څۀ ورکړى دى چې د هغۀ نه هم څۀ واخلى؟“ ۳۶ ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.