0:00 / 0:00

دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

پنځلسم باب

ځان نه بلکه ملګرى خوشحالوه

۱غرض دا چه مُونږ چه په ايمان کښے زورَور يُو، په کار دى چه دَ کمزورو سره مرسته وکړُو، نۀ چه په خپله خوشحالئ کښے مشغُول يُو. ۲په مُونږ کښے دِ هر يو خپل ګاونډى دَ هغۀ دَ فائدے دَ پاره خوشحاله ساتى په دے چه دَ هغۀ ايمان مظبُوط شى. ۳ځکه چه مسيح هم په خپل ځان خوشحالى کړے نۀ وه بلکه دا ليکلى شوى دى چه :  ”ستا دَ ملامت کوُونکو ملامتُونه په ما راغلل.“ ۴ځکه چه کُومے خبرے چه وړاندے په صحيفو کښے وليکلے شوے، هغه زمونږ دَ هدايت دَ پاره دى، دَ دے دَ پاره چه دَ صبر اَؤ دَ کتابِ مُقدس نه دَ تسلئ اُميد ولرُو. ۵اَؤ خُدائے چه دَ صبر اَؤ دَ تسلئ سرچينه دے، هغه دِ تاسو له دا توفيق درکړى چه دَ عيسىٰ مسيح په مُطابق په خپلو کښے يو زړۀ شئ، ۶دَ دے دَ پاره چه تاسو په يو زړۀ اَؤ يوه ژبه دَ خُدائے، زمونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ پلار لوئى بيان کړئ.

دَ غير يهُوديانو دَ پاره زيرے

۷پس څۀ رنګ چه مسيح تاسو دَ خُدائے دَ جلال دَ پاره قبُول کړئ، دغسے تاسو هم يو بل قبُول کړئ. ۸زَۀ دا وايم چه مسيح دَ خُدائے دَ رښتينوالى دَ ثابتولو دَ پاره دَ يهُوديانو خادم شو، دَ دے دَ پاره چه هغه وعدے پُوره کړى کُومے چه دَ پلارُونو نيکُونو سره شوى دى ۹اَؤ چه غير يهُوديان هم دَ رحم په سبب دَ خُدائے ثنا ووائى لکه څنګه چه ليکلى دى چه : 

”دَ دے دَ پاره چه زَۀ به په غير يهُوديانو کښے

ستا اِقرار کومه اَؤ ستا دَ نُوم سرودُونه به وايم.“

۱۰اَؤ بيا فرمائى چه : 

”اَئے غير يهُوديانو! دَ هغۀ دَ اُمت سره خوشحالئ وکړئ!“

۱۱بيا دا چه : 

”اے ټولو غير يهُوديانو! دَ خُدائے ثنا ووايئ،

اَؤ ټول اُمتونه دِ دَ هغۀ ثنا صِفت بيان کړى!“

۱۲اَؤ يشعياه هم وائى چه : 

”دَ يشى نسل به راځى، يعنے هغه سړے

چه په غير يهُوديانو به حکُومت کولو له راپورته شى،

دَ هغۀ نه به غير يهُوديان اُميد لرى.“

۱۳خو خُدائے چه دَ اُميد سرچينه دے، هغه دِ تاسو دَ خپل ايمان په وسيله دَ هرے خوشحالئ اَؤ سلامتئ نه معمُور کړى دَ دے دَ پاره چه دَ رُوحُ القُدس په قُدرت ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.

دَ پولوس تبليغى مصرُوفيات

۱۴اَؤ اَئے زما ورُوڼو! زما په خپله هم ستاسو په حقله دا يقين دے چه تاسو په خپله هم په نيکئ معمُور اَؤ په معرفت پُوره يئ اَؤ بل ته ښوونه هم کولے شئ. ۱۵نو ما هم په بعضے ځايُونو کښے زيات په زړه ورتيا دَ دے دريادولو په طور دَ دے دَ پاره دا تاسو ته وليکل چه دَ خُدائے دَ طرف نه ۱۶زَۀ غير يهُوديانو ته دَ عيسىٰ مسيح دَ خادم کيدو په توفيق نمانځلے شوے يم، چه زَۀ دِ دَ خُدائے دَ زيرى خدمت لکه دَ يو کاهن ترسره کړم، دَ دے دَ پاره چه غير يهُوديان دَ نذرانے په طور په رُوحُ القُدس مُقدس شى اَؤ مقبُول شى. ۱۷نو ځکه زَۀ دَ هغه خدمت په سبب چه په عيسىٰ مسيح کښے دَ خُدائے دَ خاطره کوم، فخر کوم. ۱۸ځکه چه زَۀ دَ هغه خبرو کولو جُرات کوم چه مسيح زما په وسيله کړے دى چه زَۀ غير يهُوديان دَ خُدائے تابع کړم. مسيح نۀ يواځے قول اَؤ فعل ۱۹بلکه په نخښو اَؤ مُعجزو، يعنے دَ رُوحُ القُدس په قُدرت وکړلے، تر دے چه ما دَ بيتُ المُقدس نه راواخله چار چاپيره دَ اِلريکوم پورے دَ مسيح زيرے پُوره پُوره خور کړے دے. ۲۰اَؤ دغه زما آرزو ده چه چرته چه دَ مسيح نُوم نۀ دے آؤريدلے شوے، هلته دا زيرے ورسوم، دَ دے دَ پاره چه دَ بل په بُنياد آبادى ونۀ کړم. ۲۱بلکه څنګه چه ليکلى شوى دى، هم هغسے دِ وشى چه : 

”چا ته چه دَ هغۀ خبر نۀ دے رسيدلے،

هغوئ به ووينى،

اَؤ چا چه دَ هغۀ په حقله نۀ دى آؤريدلى،

هغوئ به پوهه شى.“

دَ پولوس رُوم ته دَ تلو اِراده

۲۲دَ دے دَ پاره زَۀ تاسو ته دَ بيا بيا راتلو نه ايسار وم. ۲۳خو اوس په هغه ملکُونو کښے زما حاجت نِشته اَؤ دَ ډيرو کالُونو راسے تاسو له دَ راتلو آرزُومند وم. ۲۴دَ دے دَ پاره کله چه اسپانيه ته ځم نو په لاره به تاسو ته هم درځم ځکه چه زما دا اُميد دے چه په هغه سفر کښے به تاسو سره مُلاقات کوم، اَؤ څۀ وخت چه تاسو سره په څۀ مُوده تيرولو مے زړۀ موړ شى نو بيا به مے تاسو هغه طرف ته رُخصت کړئ. ۲۵خو اوس دَ پاکانو دَ خدمت دَ پاره بيتُ المُقدس ته ځم. ۲۶ځکه چه دَ مِکدونيه اَؤ دَ اخيه خلق دَ بيتُ المُقدس دَ خوارو پاکانو دَ پاره په چنده کولو رضا شوى دى. ۲۷سره دَ دے چه دا ئے په رضا سره کړے ده خو هغوئ دَ دوئ قرضدارى هم دى ځکه چه هر کله چه غير قومُونه دَ يهُوديانو سره په رُوحانى خبرو کښے شريک شوى دى نو اوس لازمه ده چه په جسمانى خبرو کښے هم دَ هغوئ خدمت وکړى. ۲۸پس زَۀ دَ دے خدمت دَ ترسره کولو اَؤ چه څۀ حاصل شول هغوئ ته دَ حواله کولو نه پس به ستاسو په لار اسپانيه ته ځم. ۲۹اَؤ زَۀ په دے پوهه يم چه کله چه زَۀ تاسو له راځم نو دَ مسيح پُوره برکت به راؤړم.

۳۰اَؤ اَئے ورُوڼو! زَۀ دَ عيسىٰ مسيح څوک چه زمُونږ مالِک دے په وسيله اَؤ دَ رُوح دَ محبت په رُوئے تاسو ته دا سوال کوم چه زما دَ پاره دَ خُدائے نه په دُعاګانو غوښتو کښے ما سره دَ زړۀ نه يو شئ، ۳۱چه زَۀ دَ يهُوديه دَ نافرمانو نه بچ شم اَؤ زما هغه خدمت چه دَ بيتُ المُقدس دَ پاره دے، دَ پاکانو خوښ شى. ۳۲اَؤ دَ خُدائے په مرضئ ښۀ په خوشحالئ تاسو له درشم اَؤ تاسو سره آرام بيا مُومم. ۳۳خُدائے چه دَ سلامتئ سر چينه دے، دِ تاسو ټولو سره وى. آمين.