د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

نهم باب

د خُدائ پاک غوره شوى خلق

۱ زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى، ۲ زما په زړۀ کښې ډېر لوئ غم او نۀ ختمېدونکے درد دے. ۳ ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى فطرت په مطابق چې زما رشته‌دار دى د هغوئ د خاطره لعنتى شم او د دوئ دپاره دې زۀ د مسيح نه جدا شم. ۴ هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى. ۵ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين. ۶ ښه نو بيا خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو سره په خپله وعده پوره کولو کښې ناکامه شو؟ نه، خبره داسې نۀ ده ځکه چې ټول بنى اِسرائيل په حقيقت کښې د خُدائ غوره شوى خلق نۀ دى. ۷ او نۀ د اِبراهيم ټول اولاد د خُدائ پاک رښتينى بچى دى، خو صحيفې وائى چې، ”هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“ ۸ مطلب دا چې د اِبراهيم په نسل کښې ټول د خُدائ پاک حقيقى بچى نۀ دى، خو صرف د خُدائ د وعدې په مطابق پېدا شوى د اِبراهيم اولاد بللے شى. ۹ ځکه چې وعده داسې شوې وه چې، ”تقريباً يو کال وروستو به زۀ تا ته واپس راشم او په دې وخت کښې به د ساره زوئ شوے وى.“ ۱۰ او دا زوئ زمونږ نيکۀ اِسحاق دے. کله چې هغۀ د رِبقې سره وادۀ وکړو نو د هغې دوه غبرګونى زامن وشُو. ۱۱ نو رِبقې ته د هغوئ د زيږېدو نه مخکښې ووئيلے شول چې په هغه وخت کښې چې هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم د دې دپاره چې د خُدائ پاک هغه مقرر شوے مقصد تر سره شى کوم چې د عمل په وسيله نه بلکې د خُدائ پاک په بلنه، ۱۲ نو خُدائ پاک هغې ته وئيلى وُو چې، ”مشر به د کشر خِدمت کوى.“ ۱۳ څنګه چې دا په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ما يعقوب سره مينه وکړه او عِيسو ما رد کړو.“ ۱۴ نو په دې کښې مونږ څۀ ووايو؟ ولې خُدائ پاک بې‌اِنصافه دے څۀ؟ هيڅکله نه. ۱۵ ځکه چې هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.“ ۱۶ نو دا د انسان په خواهش يا محنت باندې نۀ ده بلکې د خُدائ په رحم باندې ده. ۱۷ ځکه چې خُدائ پاک په خپل کلام کښې فِرعون ته فرمائى چې، ”خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.“ ۱۸ نو دا د خُدائ پاک رضا ده چې په چا رحم کوى، او د چا زړونه سختوى.

د خُدائ پاک غضب او رحم

۱۹ نو تۀ به ما ته وائې چې، ”بيا خُدائ پاک ولې مونږ ملامتوى ځکه چې څوک د هغۀ د مرضۍ مخالفت کولے شى؟“ ۲۰ نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟ ۲۱ ولې د کُلال دا حق نۀ وى چې هم د دغې ډيرى د خټې نه دوه لوښى جوړ کړى، يو د خاص استعمال دپاره او بل د عام استعمال دپاره؟ ۲۲ خو کۀ د خُدائ پاک مرضى وه چې خپل غضب وښائى او خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه يې د غضب هغه لوښو سره ډېر صبر وکړو چې د تباه کېدو دپاره تيار شوى وُو، ۲۳ او څۀ چې هغۀ وکړل نو د دې دپاره يې وکړل چې خپل لوئ جلال په هغه خلقو ښکاره کړى په چا چې هغه رحم کوى او کوم چې هغۀ د اول نه د خپلې لويئ دپاره تيار کړے وو. ۲۴ مونږ هم په هغه خلقو کښې حساب يُو کوم چې د يهوديانو او غېر‌يهوديانو نه رابللے شوى دى. ۲۵ لکه څنګه چې هغۀ د هوسيع په کِتاب کښې فرمائيلى دى چې، ”هغوئ څوک چې زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به زۀ خپل اُمت ووايم، او هغه چې زما محبوبه نۀ وه، هغې ته به خپله محبوبه ووايم. ۲۶ او چې په کوم ځائ کښې هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چې تاسو زما خلق نۀ يئ، هغوئ ته به هم هلته د ژوندى خُدائ پاک بچى ووئيلے شى.“ ۲۷ او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى، ۲۸ ځکه چې د مالِک خُدائ به په زمکه عدالت لنډ او آخرى وى.“ ۲۹ او څنګه چې يشعياه پېشګوئې کړې وه چې، ”کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.“

د بنى اِسرائيلو بې‌ايمانى

۳۰ نو بيا مونږ څۀ ووايو؟ غېر‌يهوديانو چا چې د صداقت دپاره محنت ونۀ کړو نو هغوئ دا حاصل کړو او هغوئ دا صداقت د ايمان په وسيله حاصل کړو. ۳۱ خو بنى اِسرائيلو چې د شريعت په بنياد د صداقت حاصلولو کوشش وکړو نو هغوئ په هغه شريعت پوره کولو کښې کامياب نۀ شول. ۳۲ داسې ولې وشول؟ ځکه چې د هغوئ کوشش د ايمان په بنياد نۀ وو بلکې د عمل په بنياد وو. هغوئ په کاڼى تيندک وخوړو. ۳۳ لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې داسې يو کاڼے ږدم، چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک خورى. او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“