Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د حضرت سليمان خواږۀ سرودونه.
محبوبه
۲ بيا بيا مې په خپلو شونډو سره ښُکل کړه،
ځکه چې ستا مينه د ميو نه زياته مزه کړينه.
۳ ستا د عطرو خوشبوئى څومره ښُکلې ده،
ستا نوم لکه د هغې د خوشبو په شان ده.
نو ځکه ټولې پېغلې په تا مئينې دينه
۴ زر شه، ما د خپل ځان سره بوځه،
تۀ زما بادشاه شه، ما خپلې کوټې ته بوځه.
ښځې
اے بادشاه مونږ څومره ستا دپاره خوشحاله يونه،
د ميو نه زيات مونږ ستا د مينې صِفت کوونه.
محبوبه
دا رښتيا دى چې پېغلې په تا مئينې دينه.
۵ زۀ خو توره يمه خو ښُکلې يمه،
اے د يروشلم جينکو،
د قيدار د خېمو په شان توره يمه
او د سليمان د خېمې د پردو په شان توره يمه.
۶ ما ته مۀ ګورئ ځکه چې زۀ غنم رنګه يمه،
زما څرمنه نمر توره کړې ده.
زما وروڼه ما سره وران وونه
او په زبردستۍ سره هغوئ
په ما د خپلو انګورو خيال ساتلو.
نو بيا ما خپل خيال ونۀ ساتلو،
او نۀ مې د خپل انګور خيال وکړلو.
۷ ما ته ووايه، زما جانانه،
تۀ به نن خپله رمه څرولو له چرته بوځې؟
او تۀ خپلې ګډې په غرمه کښې
د دمې دپاره چرته راغونډوې؟
نو بيا زۀ ولې برقعه په سر سرګردانه شمه
او ستا د ملګرو په رمو کښې درپسې وګرځمه
محبوب
۸ اے په ټولو پېغلو کښې ښائسته محبوبې، کۀ چرې تا ته دا پته نۀ وينه،
نو د رمو د پښو ښاپونو پسې شه روانه،
او خپل چېلى دې د شپانو د خېمو په خوا کښې وڅرونه.
۹ زما محبوبې، تۀ په ما دومره ګرانه ينه،
لکه د فِرعون د شاهى آسپې په شان ښائسته ينه.
۱۰ ستا اننګى څومره ښائسته دينه،
او هغه ستا د غوږونو والو سره ځليږينه.
او ستا غړۍ څومره ښائسته ده،
او د سرو سره څومره ښُکلې ښکارينه.
۱۱ خو مونږ به د سرو زرو والۍ درته
او د سپينو زرو مرۍ جوړې کړونه.
محبوبه
۱۲ کله چې زما شهزاده خپل کټ کښې آرام کولونه،
نو زما د عطرو په خوشبويۍ کښې نشه نشه شونه.
۱۳ زما جانان د مُر زونډے دېنه،
زما په سينه پروت دېنه
۱۴ زما جانان د عينجدى د انګورو په
باغونو کښې د نکريزو د ګل په شان دېنه
محبوب
۱۵ زما محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه.
تۀ څومره حسينه ينه،
سترګې دې د ګوګوشتکو په شان ښُکلې دينه.
محبوبه
۱۶ تۀ ډېر ښُکلے يې زما جانانه،
تۀ څومره زړۀ وړونکے ينه،
شنه ګياه به زمونږ بستره وينه.
۱۷ د دِيار لرګى به زمونږ د کور وى تيرونه،
او د خوشبوداره دِيار لرګى زمونږ د کور دى تيرونه،
او د دِيار ونه به زمونږ د کوټې چت وينه.