Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د سلیمان ښکلي غزلونه
لومړی فصل
۱ د سلېمان ډېر ښکلی غزل.
لومړی غزل: یو او بل ته د مینې څرګندول
معشوقه
۲ په خپلو شونډو سره ښکل کړه ما
ځکه چې خوندوره ده مینه ستا
له شرابو څخه ډېره
۳ ستا د عطرو خوشبويي ده ډېره خوندوره
ستا نوم دی د هغو عطرو په شان
چې خپریږي هرې خواته
نو ځکه پېغلې درسره کړي مینه
۴ ما د ځانه سره بوځه ځه چې تښتو
ته مې پاچا شه او ما بوځه خپل د خوب کوټې ته
د اورشلیم پېغلې
څومره خوشحاله یو مونږ ستا دپاره ای پاچا
مونږ به ستاینه ستا د مینې کوو له شرابو زیاته
په رښتیا پېغلې میینې دي په تا
معشوقه
۵ ای د اورشلیم پېغلو زه توره یمه خو ښکلې یمه
داسې توره یمه لکه خېمې د قیدار
او داسې ښکلې یمه لکه پردې د سلېمان د خېمې
۶ ما ته مه ګورئ ځکه چې توره یمه
لمر تور کړی دی پوستکی زما
زما ورونه وو په قهر راباندې
او کړم یې مجبوره چې ساتنه وکړم
زه د انګورو د باغ
نو په خپل ځان باندې مې ونه کړ پام
۷ ما ته ووایه ای جانانه زما
خپله رمه دې څروې چېرته؟
چېرته پرېږدې ته خپله رمه غرمه کې
چې ارام وکړي؟
زه ولې شمه سرګردانه د فاحشې په شان
او وګرځمه ستا د دوستانو په رمو کې
عاشق
۸ ای په ټولو ښځو کې ډېرې ښکلې ښځې
که چېرې نه پوهېږې
نو تعقیب کړه د رمې د پلونو نښې
او وڅروه خپلې ځوانې وزې
ته د شپنو د خېمو په خوا کې
۹ ته ډېره ښکلې یې محبوبې زما
د هغې اسپې په شان
چې کشوي جنګي ګاډۍ د فرعون
۱۰ څومره ښایسته دي اننګي ستا
اور لګولی غوږوالیو ستا
څومره ښکلې ده غاړه ستا
په تار د جواهرو
۱۱ مونږ به کړو جوړې د سرو زرو غوږوالۍ درته
او مرۍګانې د سپینو زرو درته
معشوقه
۱۲ پاچا پروت دی په خپل کټ کې
او دی نشه شوی هغه زما د عطرو په بوی
۱۳ زما جانان دی لکه کڅوړه د مر
شپه تېروي زما په سینه باندې
۱۴ زما جانان دی د نکریزو د ګېډۍ په شان
چې راشنې کیږي د انګورو په باغونو کې
د عینجدي
عاشق
۱۵ ای محبوبې زما څومره ښکلې یې ته
څومره ښکلې یې ته
سترګې دې دي لکه کوترو په شان
معشوقه
۱۶ ای جانانه زما څومره ښکلی یې ته
څومره زړه وړونکی یې ته
شنه واښه به وي زمونږ بستره
۱۷ لرګي د سبر به وي زمونږ د جونګړې تیران
او د نښتر ونه به وي زمونږه چت د کوټې
Previous chapter
Next chapter