Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د تواریخ لومړی کتاب
لومړی فصل
د آدم نه تر ابراهیم پورې
(پیدایښت ۵:۱-۳۲، ۱۰:۱-۳۲، ۱۱:۱۰-۲۶)
۱-۴ آدم د شیت پلار ؤ او دا د شیت اولاده وه: انوش د هغه زوی ؤ، قینان د هغه لمسی او مهللییل د هغه کړوسی ؤ. د شیت نوره اولاده دا وه: یارد د مهللییل زوی ؤ، خنوخ د یارد زوی ؤ، متوشالح د خنوخ زوی ؤ، لمک د متوشالح زوی او نوح د لمک زوی ؤ. نوح درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: سام، حام او یافت.
۵ د یافت زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس. ۶ د جومر زامن: اشکناز، ریفات او توجرمه. ۷ د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیان او رودانیان.
۸ د حام زامن: کوش، مصر، فوط او کنعان. ۹ د کوش اولاده سیبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شیبا او ددان وه. ۱۰ د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د نړۍ لومړنی قوي جنګیالی ؤ. ۱۱ د مصر د اولادې څخه د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو، ۱۲ فتروسیانو، کسلوحیانو او د کریت قومونه جوړ شول. کسلوحیان د فلسطینیانو نیکونه وو. ۱۳ کنعان د صیدون او حیت پلار ؤ چې صیدون د هغه مشر زوی ؤ. همدارنګه کنعان ۱۴-۱۶ د یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو، حویانو، عرقیانو، سینیانو، اروادیانو، صماریانو او حماتیانو د قومونو نیکه هم ؤ.
۱۷ د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او آرام وو. د آرام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو. ۱۸ ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عیبر پلار ؤ. ۱۹ عیبر دوه زامن درلودل، د یو نوم فالج ؤ، ځکه چې د هغه په وخت کې د نړۍ خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ. ۲۰ د یقطان څخه الموداد، شالف، حزرموت، یارح، ۲۱ هدورام، اوزال، دقله، ۲۲ عوبال، ابیماییل، شیبا، ۲۳ اوفیر، حویله او یوباب پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو.
۲۴-۲۷ د سام په اولاده کې دا خلک شامل وو: ارفکشاد، شالح، عیبر، فالج، رعو، سروج، ناحور، تارح او ابرام چې وروسته یې نوم په ابراهیم بدل شو.
د ابراهیم اولاده
(پیدایښت ۲۵:۱۲-۱۶)
۲۸ ابراهیم دوه زامن درلودل: اسحاق او اسماعیل.
۲۹-۳۱ اسماعیل دولس زامن درلودل چې په لاندې ډول سره زېږېدلي وو: نبایوت، قیدار، ادبییل، مبسام، مشماع، دومه، مسا، حدد، تیما، یطور، نافیش او قدمه.
۳۲ ابراهیم او د هغه وینځې قطوره شپږ زامن درلودل چې دا یې نومونه وو: زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوحا. یقشان د شیبا او ددان پلار ؤ. ۳۳ د مدیان زامن دا وو: عیفه، عیفر، خنوک، ابیداع او الدعه.
د عیسو اولاده
(پیدایښت ۳۶:۱-۱۹)
۳۴ د ابراهیم زوی اسحاق دوه زامن درلودل: عیسو او اسراییل یعنې یعقوب. ۳۵ د عیسو زامن: الیفاز، رعوییل، یعوش، یعلام او قورح. ۳۶ د الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفي، جعتام، قناز او عمالیق. تمناع د عمالیق مور وه. ۳۷ د رعوییل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه.
لومړني ادومیان
(پیدایښت ۳۶:۲۰-۳۰)
۳۸ د سعیر زامن دا وو: لوتان، شوبال، صبعون، عنه، دیشون، ایصر او دیشان. ۳۹ د لوتان زامن حوري او هومام وو. تمناع د لوتان خور وه. ۴۰ د شوبال زامن علوان، مناحت، عیبال، شفي او اونام نومېدل. ایه او عنه د صبعون زامن وو.
۴۱ عنه د دیشون پلار ؤ او د حمران، اشبان، یتران او د کران نیکه ؤ. ۴۲ د ایصر زامن: بلهان، زعوان او یعقان. د دیشان زامن: عوص او اران.
د ادوم پاچاهان
(پیدایښت ۳۶:۳۱-۴۳)
۴۳-۵۰ له دې څخه مخکې چا په اسراییلو باندې پاچاهي نه وه کړې. لاندې ذکر شویو پاچاهانو په ترتیب سره د هر یو له مړینې وروسته د ادوم په هېواد باندې پاچاهي وکړه:
- بالع د بعور زوی چې د دینهابه د ښار څخه یې په ادوم باندې حکومت کاوه
- یوباب د زارح زوی چې له بصرې څخه ؤ
- حوشام چې د تیمان له هېواد څخه ؤ
- حداد د بداد زوی چې له عویت څخه ؤ او مدیانیانو ته یې د موآب په خاوره کې په جګړه کې ماتې ورکړه
- سمله چې له مسریقه څخه ؤ
- شاوول چې د رحوبوت د ښار څخه ؤ او دا ښار د سیند په غاړه پروت دی
- بعلحانان چې د عکبور زوی ؤ
- حداد چې له فاعو څخه ؤ او د هغه د ښځې نوم مهیتبییل وه چې د مطرد لور وه او د میذاهب لمسۍ وه. ۵۱ وروسته حداد هم مړ شو.
دا د ادومیانو قبیلوي مشران وو: تمناع، علوه، یتیت، ۵۲ اهولیبامه، ایله، فینون، ۵۳ قناز، تیمان، مبصار، ۵۴ مجدییل او عیرام.
Previous chapter
Next chapter