د لومړي تواریخ کتاب

دوهم فصل

د یهودا اولاده

۱‏-۲اسراییل یعنې یعقوب دولس زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: روبین، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار، زبولون، دان، یوسف، بنیامین، نفتالي، جاد او اشیر.

۳یهودا او د هغه کنعانۍ ښځې بتشوع درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: عیر، اونان او شیله. خو د هغه مشر زوی عیر دومره بد سړی ؤ چې څښتن هغه وواژه. ۴یهودا او د هغه انږور تامار هم دوه زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: فارص او زارح. یهودا ټول پنځه زامن درلودل.

۵فارص دوه زامن درلودل: حصرون او حامول. ۶د هغه ورور زارح پنځه زامن درلودل: زیمري، ایتان، هیمان، کلکول او دارع. ۷عخان چې د زارح له اولادې څخه او د کرمي زوی ؤ د اسراییلو په قوم باندې یې افت او مصیبت راوست، ځکه چې ده هغه شیان د خپل ځان دپاره وساتل چې څښتن ته وقف شوي وو. ۸ایتان یو زوی درلود چې عزریا نومېده.

د داود پاچا نیکونه

۹د حصرون زامن: یرحمییل، رام او کالیب. ۱۰رام د عمیناداب پلار او د نحشون نیکه ؤ چې د یهودا یو قبیلوي مشر ؤ. ۱۱سلما د نحشون زوی، بوعز یې لمسی ۱۲او عوبید یې کړوسی ؤ. د عوبید د زوی نوم یسي ؤ. ۱۳‏-۱۵یسي اووه زامن درلودل چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: الیاب، ابیناداب، شمعي، نتنییل، ردای، اوصم او داود. ۱۶یسي دوه لورګانې هم درلودې چې نومونه یې زرویه او ابیجایل وو. زرویه د ابشای، یوآب او د عسائیل مور وه. ۱۷د ابیجایل مېړه یتر ؤ، یتر د اسماعیل د اولادې څخه ؤ او د هغوی زوی عماسا نومېده.

د حصرون اولاده

۱۸د حصرون زوی کالیب د عزوبې سره واده وکړ او هغوی د یریعوت په نامه یوه لور درلودله چې د یشر، شوباب او اردون مور وه. ۱۹د عزوبې له مړینې څخه وروسته کالیب د افراتې سره واده وکړ. افراتې حور وزېږاوه. ۲۰حور د اوري پلار او د بصلییل نیکه ؤ.

۲۱کله چې حصرون شپېته کلن شو، هغه د ماخیر د لور سره چې د جلعاد خور وه، واده وکړ. هغې د سجوب په نامه یو زوی وزېږاوه. ۲۲سجوب د یاییر پلار ؤ چې د جلعاد په سیمه کې یې په درویشتو ښارګوټو باندې حکومت کاوه. ۲۳خو یو څه موده وروسته د جشور او د سوریې قومونو په هغه سیمه کې شپېته ښارګوټي ونیول، په دې کې د یاییر کلي هم شامل وو او همدارنګه یې د قنات ښارګوټی او نژدې کلي هم ونیول. د جلعاد د سیمې ټول خلک د ماخیر له اولادې څخه وو.

۲۴د حصرون له مړینې څخه وروسته کالیب افراتې ته لاړ او د حصرون ښځې ابیه، اشحور وزېږاوه چې د تقوع پلار ؤ.

د یرحمییل اولاده

۲۵د حصرون مشر زوی یرحمییل پنځه زامن درلودل: رام تر ټولو مشر او نور یې بونه، اورن، اوصم او اخیا وو. ۲۶د یرحمییل دوهمه ښځه عطاره نومېدله او هغې اونام وزېږاوه. ۲۷رام درې زامن درلودل: معص، یامین او عاقر. ۲۸اونام دوه زامن درلودل: شمای او یاداع.

شمای هم دوه زامن درلودل: ناداب او ابیشور. ۲۹ابیشور د ابیحایل سره واده وکړ او هغې دوه زامن احبان او مولید وزېږول. ۳۰ناداب دوه زامن درلودل: سلد او افایم. سلد هېڅ اولاد نه درلود. ۳۱د افایم زوی یشعي نومېده، هغه د شیشان پلار او د احلای نیکه ؤ.

۳۲د شمای ورور یاداع دوه زامن درلودل: یتر او یوناتان. یتر هېڅ اولاد نه درلود، ۳۳خو یوناتان دوه زامن درلودل چې نومونه یې فالت او زازا وو.

۳۴شیشان لورګانې درلودلې، خو هېڅ زامن یې نه درلودل. هغه یو مصري غلام درلود چې یرحاع نومېده. ۳۵هغه خپله لور یرحاع ته په نکاح ورکړه او هغې ورته عتای وزېږاوه. ۳۶عتای د ناتان پلار او د زاباد نیکه ؤ. ۳۷‏-۴۱د زاباد په اولاده کې دا خلک شامل وو: افلال د هغه زوی، عوبید د هغه لمسی، ییهو د هغه کړوسی او د هغه نوره اولاده: عزریا، حالص، العاسه، سسمای، شلوم، یقمیا او الیشمع.

د کالیب نوره اولاده

۴۲د یرحمییل ورور یعنې د کالیب زامن: مشر زوی یې میشاع د زیف پلار ؤ او ماریشه د حبرون پلار ؤ. ۴۳حبرون څلور زامن درلودل: قورح، تفوح، راقم او شمع. ۴۴شمع د راحم پلار او د یرقعام نیکه ؤ. راقم د شمای پلار، ۴۵د ماعون نیکه او د بیت صور غور نیکه ؤ.

۴۶عیفه د کالیب وینځه وه او حاران، موزا او جازیز د هغوی زامن وو. حاران په خپل زوی باندې هم د جازیز نوم کېښود. ۴۷یو سړی چې یهدای نومېده، شپږ زامن یې درلودل چې دا یې نومونه وو: راجم، یوتام، جیشان، فالت، عیفه او شاعف.

۴۸معکه د کالیب یوه بله وینځه وه او هغې ورته دوه زامن شابر او ترحنه وزېږول. ۴۹وروسته د هغوی دوه نور زامن وزېږېدل چې نومونه یې دا وو: شاعف چې د مدمنې د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی ؤ او شوا چې د مکبینا او جبعا د ښارګوتو بنیاد ایښودونکی ؤ. عکسه د کالیب لور وه. ۵۰د کالیب لمسي: د کالیب او د افراتې مشر زوی حور درې زامن درلودل: شوبال د قریه یعارم د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی، ۵۱سلما د بیت الحم د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی او حاریف د بیت جادر د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی. ۵۲د قریه یعاریم د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی شوبال د هرواه پلار او د منوحوت د نیمایي خلکو نیکه ؤ. ۵۳هغه طایفې چې په قریه یعاریم کې اوسېدلې، هغه دا دي: یتریان، فوتیان، شوماتیان او مشراعیان وو. (د زرعه او اشتاول د ښارونو خلک د دغو طایفو غړي وو.)

۵۴سلما د بیت الحم د ښارګوټي بنیاد کېښود او هغه د نطوفاتیانو نیکه ؤ. همدارنګه هغه د عطروت بیت یوآب د خلکو، د نیمایي مانحتیانو او د زرعیانو نیکه هم ؤ. ۵۵(هغه طایفې چې د اسنادو په لیکلو او په کاپي کولو کې یې مهارت درلود او د یعبیز په ښارګوټي کې اوسېدلې په لاندې ډول دي: ترعاتیان، شمعاتیان او سوکاتیان. قینیان د حمت اولاده وه او حمت د ریکابیانو نیکه هم ؤ.)