د لومړي تواریخ کتاب

یوولسم فصل

داود د ټولو اسراییلو پاچا

(دوهم سموییل ۵‏: ۱ ‏- ۳)

۱ وروسته د اسراییلو ټول خلک په حبرون کې د داود حضور ته راټول شول او هغه ته یې وویل: «مونږ ستاسو خپل هډوکي او وینه یو. ۲ حتی کله چې شاوول زمونږ پاچا ؤ، همدا تاسو وئ چې په عسکري عملیاتو کې به مو اسراییلو ته لارښوونه کوله او ستاسو څښتن خدای تاسو ته وویل: ته به د یو شپون په توګه زما د قوم لارښوونه کوې او د هغوی ټاکلی مشر به یې.» ۳ کله چې د اسراییلو ټول مشران په حبرون کې داود پاچا ته ورغلل، داود د څښتن په مخکې د هغوی سره یو تړون وکړ. بیا هغوی د داود سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې د اسراییلو د پاچا په توګه غوره کړ، لکه څنګه چې څښتن د سموییل په وسیله دا وعده کړې وه.

داود او د اورشلیم فتح

(دوهم سموییل ۵‏: ۶ ‏- ۱۰)

۴ داود پاچا او ټول اسراییلیان لاړل او د اورشلیم په ښار باندې یې حمله وکړه. په هغه زمانه کې اورشلیم د یبوس په نوم وپېژندل شو او د دې ځای اصلي اوسېدونکي لا تر هغه وخته پورې هلته اوسېدل. ۵ یبوسیانو وویل: «ته به ونه شې کولای چې دلته راننوځي!» خو داود د صهیون د غره کلا ونیوله چې وروسته د داود د ښار په نوم یاد شو. ۶ داود خپلو لښکرو ته ویلي وو: «هغه لومړنی عسکر چې یو یبوسی ووژني، زما د لښکرو قوماندان به شي.» نو له دې امله چې د زرویه زوی یوآب لومړۍ حمله وکړه، هغه قوماندان شو. ۷ وروسته داود هماغې کلا ته کډه وکړه، نو ځکه هغه د داود د ښار په نوم یاد شو. ۸ هغه د ښار شاوخوا سیمه پراخه کړه، په هغه ځای کې یې کار پیل کړ چې ځمکه یې د غونډۍ له ختیځې خوا ډکه وه او یوآب پاتې ښار بېرته جوړ کړ. ۹ داود نور هم قوي شو، ځکه چې مطلق قادر څښتن د هغه سره مل ؤ.

د داود نامتو جنګیالي

(دوهم سموییل ۲۳‏: ۸ ‏- ۱۷)

۱۰ دا د هغو نامتو جنګیالیو نومونه دي چې د اسراییلو د خلکو په مرسته یې د داود پاچاهي قوي او ټینګه کړه، ترڅو د څښتن د وعدې سره سم د هغوی پاچا شي: ۱۱ له دغو جنګیالیو څخه لومړنی جنګیالی د حکمون زوی یشوبعام ؤ او هغه د «درېو جنګیالیو» مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې له درې سوه کسانو سره جګړه وکړه او هغوی ټول یې په یو وخت کې ووژل. ۱۲ دوهم یې العازار ؤ چې د دودو زوی ؤ او د اخوخ د طایفې څخه ؤ. ۱۳ کله چې فلسطینیان هلته د جګړې دپاره راټول شول، العازار د داود سره په فسدمیم کې ؤ. په یو داسې ځای کې چې د اوربشو څخه ډک پټی په کې ؤ، اسراییلي عسکر له فلسطینیانو څخه وتښتېدل. ۱۴ خو العازار او د هغه سړیو د پټي په منځ کې ځانونه ټینګ کړل او فلسطینیانو ته یې ماتې ورکړه. څښتن هغوی ته یو لوی بریالیتوب ور په برخه کړ.

۱۵ یوه ورځ له هغو دېرشو مشرانو جنګیالیو څخه درې تنه یو ګټ ته چې د عدولام سمڅې ته نژدې او داود په کې ؤ، راغلل. په هغه وخت کې د فلسطینیانو یوې ډلې د رفاییم په دره کې خېمې درولې وې. ۱۶ داود هغه وخت په خپل خوندي ځای کې ؤ او د فلسطینیانو یوې ډلې بیت لحم نیولی ؤ. ۱۷ داود ارمان وکړ او ویې ویل: «کاشکې څوک د هغې څاه څخه چې د بیت لحم دروازې ته نژدې دی، ماته اوبه راوړي.» ۱۸ نو هغو درېو زړورو سړیو د فلسطینیانو کرښې ماتې کړې، د څاه څخه یې اوبه راوویستلې او داود ته یې راوړې، خو داود هغه ونه څښلې او هغه یې د نذرانې په توګه څښتن ته توی کړې. ۱۹ داود وویل: «خدای دې نه کړي چې زه دا اوبه وڅښم! دا به د هغو سړیو د وینو د څښلو په شان وي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی ؤ!» نو هغه دا اوبه ونه څښلې. دا د هغو درېو زړورو کسانو کارونه وو.

دېرش جنګیالي

(دوهم سموییل ۲۳‏: ۱۸ ‏- ۳۹)

۲۰ ابیشای د یوآب ورور د دېرش کسیزې ډلې مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې له درې سوه کسانو سره جګړه وکړه او هغوی یې ووژل. نو په دې توګه هغه هم لکه د هغو درېو جنګیالیو په شان مشهور شو. ۲۱ که څه هم هغه په هغې دېرش کسیزې ډلې کې ډېر زیات مشهور او د هغوی مشر شو، خو د هغو درېو تنو په شان مشهور نه شو.

۲۲ بنایاه د یهویاداع زوی چې د قبصییل څخه ؤ، یو توریالی عسکر ؤ. هغه ډېر د زړورتوب کارونه کړي وو چې په هغو کې د دوو قوي موآبي جنګیالیو وژل شامل وو. یوځل هغه د واورې په ورځ یوې کندې ته ورښکته شو او یو زمری یې وواژه. ۲۳ همدارنګه هغه یو مصری وواژه چې قد یې له دوو مترو لوړ ؤ او یوه نېزه ورسره وه چې د اوبدلو د کارګاه د میلې په شان غټه وه. بنایاه د خپلې امسا سره په هغه باندې حمله وکړه، د هغه مصري د لاس څخه یې نېزه واخیستله او هغه یې ورباندې وواژه. ۲۴ بنایاه داسې د زړورتوب کارونه وکړل چې د درېو جنګیالیو په شان مشهور شو. ۲۵ د هغه عزت د هغې دېرش کسیزې ډلې څخه ډېر زیات شو، خو په درېو جنګیالیو کې نه شمېرل کېده. داود هغه د خپلو ساتونکو مشر وټاکه.

۲۶ دا نور نامتو جنګیالي دي:

  • عساهیل د یوآب ورور
  • الحانان د دودو زوی له بیت لحم څخه
  • ۲۷ شموت له هرور څخه
  • حالز له فلون څخه
  • ۲۸ عیرا د عقیش زوی له تقوع څخه
  • ابیعزر له عناتوت څخه
  • ۲۹ سبکای له حوشا څخه
  • عیلای له اخوخ څخه
  • ۳۰ مهرای له نطوفې څخه
  • حلد د بعنه زوی له نطوفې څخه
  • ۳۱ اتای د ریبای زوی د بنیامین له جبعې څخه
  • بنایاه له فرعاتون څخه
  • ۳۲ حورای د جاعش له خوړونو څخه
  • ابي ییل له عربات څخه
  • ۳۳ عزموت له بحروم څخه
  • الیحبا له شعلبون څخه
  • ۳۴ هاشم له جزون څخه
  • یوناتان د شاجای زوی له حرار څخه
  • ۳۵ اخیام د ساکار زوی له حرار څخه
  • الیفال د اور زوی
  • ۳۶ حافر د مکیرات څخه
  • اخیا د فلون څخه
  • ۳۷ حصرو د کرمل څخه
  • نعرای د ازبای زوی
  • ۳۸ یوییل د ناتان ورور
  • مبحار د هجري زوی
  • ۳۹ صالق له عمون څخه
  • نحرای د بیروت څخه چې د زرویه د زوی یعنې د یوآب وسلې به یې وړلې.
  • ۴۰ عیرا او جارب له یتر څخه
  • ۴۱ اوریا حیتي
  • زاباد د احلای زوی
  • ۴۲ عدینا د شیزا زوی چې د روبین په قبیله کې یو مشر ؤ او د دېرش کسیزو عسکرو ډله هم ورسره وه
  • ۴۳ حانان د معکه زوی
  • یوشافاط له متنا څخه
  • ۴۴ عزیا له عشتاروت څخه
  • شاماع او یعییل د حوتام زامن له عروعیر څخه
  • ۴۵ یدیعییل او یوخا د شمري زامن له تیص څخه
  • ۴۶ الي ییل له محویم څخه
  • یریبای او یوشویا د الناعم زامن
  • یتمه له موآب څخه
  • ۴۷ الي ییل، عوبید او یعسي ییل له مسوباه څخه.