0:00 / 0:00

د تواريخ اول کِتاب

پينځويشتم باب

د مالِک خُدائ د کور موسيقاران

۱ داؤد بادشاه او د ليويانو مشرانو د ليويانو دا قبيلې خوښې کړې چې د خُدائ پاک پېغام بيانوى، آسف، هيمان او يدوتون. دې سړو به د بينجو، ربابونو او چمټو د موسيقۍ سره پېشګوئې ورکوله. دا د هغه کسانو نومونه دى کوم چې د عبادت د مشرۍ دپاره خوښ کړے شوى وُو، چې هرې قبيلې به هم هغه قِسم خِدمت کولو: ۲ د آسف څلورو زامنو زکور، يوسف، نتنياه او اسرى‌لاه، د آسف د مشرۍ لاندې کار کولو. چې کله هم بادشاه حُکم کولو نو آسف به د خُدائ پاک پېغام بيانولو. ۳ د يدوتون شپږو زامنو جدلياه، ضرى، يشعياه، سِمعى، حسبياه او متتياه، د خپل پلار د ښودنې لاندې کار کولو، يدوتون د ربابونو د موسيقۍ سره د خُدائ پاک پېغام بيانولو، حمد‌و‌ثناء يې وئيله او د مالِک خُدائ شُکر يې ادا کولو. ۴ د هيمان څوارلس زامنو بُقياه، متنياه، عُزى‌اېل، سبو‌اېل، يريموت، حننياه، حنانى، الياته، جدالتى، روممتى عزر، يسبقاشه، ملوتى، هوتير او محازيوت. ۵ خُدائ پاک د خپلې وعدې په مطابق هيمان د بادشاه پېغمبر له دا څوارلس زامن او درې لوڼه د دې دپاره ورکړې وې چې هيمان عزتمند شى. ۶ د هغۀ ټولو زامنو د خپل پلار د ښودنې لاندې چمټۍ، بينجو او ربابُونه د مالِک خُدائ د کور په عبادت کښې غږول. او آسف، يدوتون او هيمان د بادشاه د حُکم لاندې کار کولو. ۷ دا څليريشت واړه تجربه‌کار سړى وُو، او د هغوئ خپلوان ليويان تکړه موسيقاران وُو. دا ټول دوه سوه او اتۀ اتيا سړى وُو. ۸ هغوئ ته د کارونو ذمه وارۍ حواله کولو دپاره پچه اچولے شوه، کۀ هغوئ ځوانان وُو او يا بوډاګان، کۀ اُستاذان او يا کۀ شاګردان وُو. ۹‏-۳۱ دا دوه سوه او اتۀ اتيا سړى د کورَنو په مطابق د دولسو دولسو کسانو په څليريشتو ډلو کښې تقسيم کړے شوى وُو، چې د هرې قبيلې يو يو مشر وو. هغوئ په دې ترتيب کار کولو: د آسف د خاندان نه يوسف، جدلياه، زکور، ضرى، نتنياه، بُقياه، اسرى‌لاه، يشعياه، متنياه، سِمعى، عُزى‌اېل، حسبياه، سبو‌اېل، متتياه، يريموت، حننياه، يسبقاشه، حنانى، ملوتى، الياته، هوتير، جدالتى، محازيوت او روممتى عزر.