0:00 / 0:00

د تواريخ اول کِتاب

شپږويشتم باب

د مالِک خُدائ د کور څوکيداران

۱ دا هغه ډلې دى چا چې د مالِک خُدائ د کور د څوکيدارانو په توګه خِدمت کولو. د قورح د ډلې د قورى زوئ مسلمياه چې د آسف د خاندان وو، ۲ د هغۀ اووۀ زامن وُو چې د عُمر په ترتيب داسې دى، زکرياه، يديعيل، زبدياه، يتنى‌اېل، ۳ عيلام، يهوحنان او اليهوعينى. ۴ د عوبيد ادوم هم اتۀ زامن وُو، چې د عُمر په ترتيب داسې دى، سمعياه، يهوزبد، يوآخ، ساکار، نتنى‌ايل، ۵ عمى‌اېل، يساکار او فعُلتى. ۶‏-۷ د عوبيد ادوم د مشر زوئ سمعياه شپږ زامن وُو، عُتنى، رفا‌اېل، عوبيد، الزباد، اليهُو او سماکياه. د خپل قابليت په وجه هغوئ ته په خپله ډله کښې زيات عزت مِلاو شو. ۸ د عوبيد ادوم خاندان ټول دوه شپېتۀ ډېر زيات قابل سړى د دې کار دپاره ورکړل. ۹ د مسلمياه خاندان اتلس تکړه سړى ورکړل. ۱۰ د مرارى د قبيلې حوسه څلور زامن وُو، سِمرى، خپل پلار دې د خپلو زامنو مشر جوړ کړو، اګر چې هغه د ټولو مشر نۀ وو، ۱۱ خِلقياه، طبلياه او زکرياه. د حوسه د خاندان ټول ديارلس کسان د مالِک خُدائ د کور څوکيداران وُو. ۱۲ د مالِک خُدائ د کور څوکيداران د هغوئ د کورَنو په مطابق په ډلو کښې تقسيم شوى وُو او هغوئ ته په هغه کور کښې د نورو ليويانو په شان ذمه وارۍ حواله شوې وې. ۱۳ د هر خاندان وړوکوالى او غټوالى ته کتلو نه بغېر به پچه اچولے شوه چې د کومې يوې دروازې څوکيدارى ورته حواله کړے شى. ۱۴ د شلمياه د پچې په ذريعه د نمرخاتۀ طرف ته دروازه ووتله او د هغۀ د زوئ زکرياه شمالى طرف ته دروازه ووتله، دا هغه سړ‌ے وو چې همېشه يې د حِکمت مشورې ورکولې. ۱۵ عوبيد ادوم ته د جنوب طرف ته دروازه حواله شوې وه او د هغۀ زامنو ته د ګودام د کوټو څوکيدارى حواله شوې وه. ۱۶ سفيم او حوسه ته د نمرپرېواتۀ طرف ته دروازه او په پاسنۍ لار باندې د سلکت دروازه حواله شوې وه. د څوکيدارۍ ذمه وارۍ په يو بل پسې په مقررو وختونو کښې تقسيم کړے شوې وې. ۱۷ نمرخاتۀ طرف ته هره ورځ شپږو څوکيدارانو کار کولو، په شمالى طرف باندې څلورو او په جنوبى طرف باندې څلورو څوکيدارانو کار کولو. څلور څوکيداران به هره ورځ د ګودام په کوټو باندې مقررولے شول، چې په هره يوه کوټه باندې دوه دوه وُو. ۱۸ د نمرپرېواتۀ طرف ته دربار سره په لاره څلور څوکيداران وُو او په خپله په دربار باندې دوه څوکيداران وُو. ۱۹ دا د قورح او د مرارى ډلو د څوکيدارۍ ذمه وارۍ دى.

د مالِک خُدائ د کور نورې ذمه وارۍ

۲۰ نور ليويان د مالِک خُدائ د کور د ګودامونو ذمه وار وُو او په هغه ګودامونو کښې خُدائ پاک ته وقف شوى څيزونه پراتۀ وُو. ۲۱ د جيرسون په ډله کښې د لِبنى د خاندان نه يحى‌ايل مشر وو. ۲۲ د لعدان دوه نور زامن زيتام او يوايل د مالِک خُدائ د کور د خزانو مشران وُو. ۲۳ د عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل اولاد ته هم ذمه وارۍ حواله شوې وې. ۲۴ د موسىٰ زوئ جيرسوم د قبيلې سبو‌اېل د مالِک خُدائ د کور د خزانې مشر آفسر وو. ۲۵ د اِلى‌عزر د طرف نه د جيرسوم خپلوان رحبياه، يشعياه، يورام، زِکرى او سلوميت وُو. ۲۶ سلوميت او د هغۀ خپلوان د هغه خزانو مشران وُو په کومو کښې چې هغه تُحفې پرَتى وې چې هغه داؤد بادشاه، د کورَنو مشرانو او وړو او غټو فوجى آفسرانو مالِک خُدائ ته وقف کړې وې. ۲۷ هغوئ څۀ هغه مالِ غنيمت واخستلو کوم چې هغوئ په جنګ کښې قبضه کړے وو او دا يې وقف کړو چې د مالِک خُدائ په کور کښې استعمال شى. ۲۸ سلوميت او د هغۀ خاندان د هغه هر څيز مشران وُو چې کوم د مالِک خُدائ په کور کښې د استعمالېدلو دپاره وقف وُو، سره د هغه تُحفو چې سموئيل پېغمبر، ساؤل بادشاه، د نير زوئ ابنير، او د ضروياه زوئ يوآب راوړې وې.

د نورو ليويانو ذمه وارۍ

۲۹ د اِضهار په ډله کښې کنعنياه او د هغۀ زامنو ته د مالِک خُدائ د کور نه علاوه ذمه وارۍ حواله شوې وې: هغوئ به حِساب کِتاب ساتلو او د بنى اِسرائيلو لانجې به يې هوارولې. ۳۰ د حبرون د قبيلې نه حسبياه او د هغۀ اوولس سوه خپلوان، چې تکړه سړى وُو هغوئ د اُردن سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په اِسرائيل کښې د مالِک خُدائ د خِدمت او د بادشاه د کار مشران مقرر شوى وُو. ۳۱ يرياه د حبرون د اولاد مشر وو. د داؤد بادشاه د بادشاهۍ په څلوېښتم کال د حبرون د اولاد نسب‌نامه معلومه کړے شوې وه او د دې خاندان تکړه فوجيان موندلے شوى وُو چې د جِلعاد په علاقه يعزير کښې اوسېدل. ۳۲ د يرياه په خپلوانو کښې دوه زره او اووۀ سوه تکړه سړى وُو. داؤد بادشاه هغوئ د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته ولېږل او هغوئ يې د روبين، جاد او منسى د نيمې قبيلې مشران مقرر کړل. هغوئ د هغه ټولو کارونو ذمه وار وُو چې د هغې تعلق د خُدائ پاک او د بادشاه د خِدمت سره وو.