0:00 / 0:00

د تواريخ اول کِتاب

اوويشتم باب

فوجى مشران او فوجى ډلې

۱ دا د بنى اِسرائيلو د وړو او غټو آفسرانو، او د نورو فوجى آفسرانو تفصيل دے چا چې د بادشاهۍ د فوجى ډلو مشرى کوله. د هرې قبيلې څليريشت زره فوجيانو د کال په يوه مياشت کښې فوجى خِدمت کولو. ۲‏-۱۵ دا د هرې مياشتې دپاره فوجى آفسران وُو: اوله مياشت، د زبدى‌اېل زوئ يسوبعام چې هغه د فارص د قبيلې يو کس وو، چې دا د يهوداه قبيلې يوه حِصه ده. دوېمه مياشت، د اخوحى اولاد دودى. مِقلوت په هغۀ پسې دوېم مشر وو. درېمه مياشت، د يهويدع اِمام زوئ بناياه، دا د هغه قبيلې مشر وو چې ”دېرش ګون“ بللے شوه. د هغۀ زوئ عميزباد د هغۀ نه پس د دې قبيلې مشر جوړ شو. څلورمه مياشت، د يوآب ورور عساهيل. د هغۀ نه پس د هغۀ زوئ زبدياه مشر جوړ شو. پينځمه مياشت، د اِضهار د قبيلې نه سمهُوت. شپږمه مياشت، د تقوع د عقيس زوئ عيرا. اوومه مياشت، د فلون د علاقې نه د اِفرائيم د قبيلې نه خلص. اتمه مياشت، د حوسه سِبکى. هغه د زارح د قبيلې وو، چې د يهوداه د قبيلې يوه برخه وه. نهمه مياشت، د بنيامين قبيلې په علاقه کښې د عنتوت نه ابيعزر. لسمه مياشت، د نطوفاتى مهرى. هغه د زارح د قبيلې کس وو. يوولسمه مياشت، د اِفرائيم په علاقه کښې د فِرعاتون نه بناياه. دولسمه مياشت، د نطوفاتى خلدى. هغه د عتنى‌اېل اولاد وو.

د بنى اِسرائيلو په قبيلو باندې آفسران

۱۶‏-۲۲ دا د بنى اِسرائيلو د قبيلو د مشرانو تفصيل دے: د روبين د زِکرى زوئ اِلى‌عزر، د شمعون د معکه زوئ سفطياه، د ليوى د قمواېل زوئ حسبياه، د هارون صدوق، د يهوداه اليهُو، چې د داؤد بادشاه يو ورور وو، د يساکار د ميکائيل زوئ عُمرى، د زبولون د عبدياه زوئ اِسماعيه، د نفتالى د عزرائيل زوئ يريموت، د اِفرائيم د عززياه زوئ هوسيع، د نمرپرېواتۀ منسى د فداياه زوئ يوايل، د نمرخاتۀ منسى د زکرياه زوئ عدو، د بنيامين د ابنير زوئ يعسى‌اېل، د دان د قبيلې د يروحام زوئ عزراېل. ۲۳ د کومو خلقو عُمر چې د شلو کالو نه کم وو نو داؤد بادشاه د هغوئ مردم‌شمارى ونۀ کړه، ځکه چې مالِک خُدائ وعده کړې وه چې هغه به بنى اِسرائيليان د آسمان د ستورو په شان ډېر تېر کړى. ۲۴ د ضروياه زوئ يوآب مردم‌شمارى شروع کړه، خو مکمله يې نۀ کړه. خُدائ پاک د مردم‌شمارۍ په وجه بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه، نو ځکه د داؤد بادشاه په سرکارى حِساب کِتاب کښې د هغې آخرى تعداد ونۀ ليکلے شو.

د شاهى جائيداد اِنتظام

۲۵‏-۳۱ دا د هغه کسانو تفصيل دے چا چې د شاهى جائيداد اِنتظام کولو: د عدى‌ايل زوئ عزماوت د شاهى ګودامونو مشر وو. د عُزياه زوئ يونتن د هغه وړو ګودامونو مشر وو کوم چې په کلو، وړو ښارونو او قلعو کښې وُو. د کلوب زوئ عزرى د پټو د زميدارانو مشر وو. د راما سِمعى د انګورو د باغونو مشر وو. د شفمى زبدى د ميو د جوړولو مشر وو. د جدر نه بعل حنان د نمرپرېواتۀ د غرونو په لمن کښې د زيتُونو او د چِنار د ونو مشر وو. يوآس د زيتُونو تېلو ذخيره کولو مشر وو. د شارون سِطرى د شارون په مېدان کښې د څاروو ذمه وار وو. د عدلى زوئ سافط په وادۍ کښې د څاروو ذمه وار وو. يو اِسمٰعيلى اوبِل د اوښانو ذمه وار وو. د مرونوت يهدياه د خرونو ذمه وار وو. يو هاجرى يازيز د ګډو او چېلو ذمه وار وو.

د حضرت داؤد مشيران

۳۲ د داؤد بادشاه ترۀ يونتن يو تکړه مشير او عالِم وو. هغه او د حکمونى زوئ يحى‌ايل د بادشاه د زامنو د تعليم ذمه وار وُو. ۳۳ اخى‌تُفل د بادشاه مشير وو او حوسى ارکياۍ د بادشاه ملګرے وو. ۳۴ د اخى‌تُفل د مرګ نه پس، ابياتار او د بناياه زوئ يهويدع مشيران جوړ شول. يوآب د شاهى فوج مشر وو.