0:00 / 0:00

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

يوولسم باب

۱تاسو زما په قدم وچليږئ لکه چه زَۀ دَ مسيح په قدم چليږم.

په عبادت کښے سر پټول

۲زَۀ ستاسو تعريف کوم چه تاسو په هر خبره کښے ما يادوئ، اَؤ څنګه چه ما تاسو ته روايتُونه درورسول تاسو هغه هم هغه شان برقرار ساتئ. ۳نو بيا زَۀ تاسو خبرول غواړم چه دَ هر سړى سر مسيح، اَؤ دَ ښځے سر سړے، اَؤ دَ مسيح سر خُدائے دے. ۴کُوم سړے چه په پټ سر دُعا يا نبُوت کوى هغه خپل سر بے عزته کوى. ۵اَؤ کُومه ښځه چه سرتوره دُعا يا نبُوت کوى هغه خپله بے عزتى کوى ځکه چه هغه دَ سر خرئيلے په شان ده. ۶که ښځه لوپټه نۀ په سر کوى نو ويښتۀ دِ هم پريکړى. که دَ ښځے دَ پاره ويښتۀ پريکول اَؤ سر خرئيل دَ شرم خبره وى نو لوپټه دِ په سر کوى. ۷البته سړے دِ خپل سر نۀ پټوى ځکه چه هغه دَ خُدائے صُورت اَؤ دَ هغۀ دَ جلال عکس دے، خو ښځه دَ سړى جلال ده. ۸ځکه چه سړے دَ ښځے نه نۀ دے بلکه ښځه دَ سړى نه ده. ۹اَؤ سړے دَ ښځے دَ خاطره نه بلکه ښځه دَ سړى دَ خاطره پيدا شوه. ۱۰نو دَ فرښتو په سبب ښځے ته په کار دى چه په خپل سر دَ اِختيار نخښه ږدى. ۱۱خو بيا هم په مالِک کښے نۀ ښځه دَ سړى بغير ده اَؤ نۀ سړے دښځے بغير. ۱۲ځکه لکه څنګه چه ښځه دَ سړى نه ده هم هغه شان سړے هم دَ ښځے په وسيله دے، خو ټول څيزُونه دَ خُدائے دَ طرفه دى.

۱۳تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چه آيا ښځے ته سرتوره دُعا کول مُناسب دى څۀ؟ ۱۴آيا تاسو ته په طبعى طور معلُومه نۀ ده چه که دَ سړى اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغۀ بے عزتى ده؟ ۱۵اَؤ که دَ ښځے اُوږدۀ ويښتۀ وى نو دَ هغے ښکلا ده، ځکه چه ويښتۀ هغے ته دَ پردے دَ پاره ورکړى شوى دى. ۱۶خو بيا هم که تاسو په بحث زور کوئ نو زَۀ به درته دا ووايم چه نۀ خو دا زمُونږ دستور دے اَؤ نۀ دَ خُدائے دَ جماعتُونو.

دَ عشا ربانى په باب کښے

متى ۲۶ :  ۲۶ ـ ۲۹، مرقس ۱۴ :  ۲۲ ـ ۲۵، لُوقا ۲۲ :  ۱۴ ـ ۲۰

۱۷خو دا حُکم چه درکوم په دے کښے ستاسو ستائينه نۀ کوم ځکه چه ستاسو دَ جمع کيدلو فائده نِشته بلکه نُقصان کيږى. ۱۸ځکه چه اول خو زَۀ دا آؤرم چه هر کله چه ستاسو جماعت راغونډيږى نو تاسو په خپلو کښے دَ يو بل مُخالفت کوئ اَؤ زَۀ په هغے څۀ قدر يقين هم کوم. ۱۹ځکه چه په تاسو کښے ډله بازى ضرورى ده چه دا معلُومه شى چه په تاسو کښے څوک مقبُول دى. ۲۰نو چه کله تاسو جمع کيږئ نو ستاسو هغه خوراک دَ عشا ربانى نۀ شى کيدے. ۲۱ځکه چه دَ خوراک په وخت هر سړے دَ بل نه آګاهو خپله ډوډئ خورى، اَؤ څوک خو نهر پاتے شى اَؤ څوک په نشه شى. ۲۲نو آيا دَ خوراک څښاک دَ پاره ستاسو کورُونه نِشته څۀ؟ يا تاسو دَ خُدائے جماعت دومره سپک ګڼئ چه دَ چا څخه څۀ نِشته، هغوئ شرموئ؟ زَۀ تاسو ته څۀ ووايم؟ آيا په دے خبره ستاسو تعريف وکړم؟ زَۀ تعريف نۀ کوم.

۲۳ځکه چه کُومے خبرے چه ما تاسو ته رسولے دى هغه ما ته دَ مالِک نه په خپله حاصلے شوے دى، چه په کُومه شپه دَ مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه ډوډئ ئے واخسته، ۲۴شکر ئے پرے ووے اَؤ ما ته ئے کړه اَؤ وئے وئيل چه ”دا زما بدن دے چه ستاسو دَ پاره دے. زما په يادګارئ کښے هم دغه شان کوئ.“ ۲۵دغه شان هغۀ دَ خوراک نه پس پياله واخسته اَؤ وئے وئيل چه ”دا پياله زما په وينه کښے نوے لوظ دے. هر کله چه ئے څښئ نو زما په يادګارئ کښے دغسے کوئ.“ ۲۶نو هر کله چه تاسو دا ډوډئ خورئ اَؤ دا پياله څښئ نو دَ مالِک دَ مرګ اظهار کوئ تر څو چه هغه را نۀ شى.

۲۷نو دَ دے دَ پاره چه څوک په نامناسبه طريقے سره دَ مالِک ډوډئ خورى يا دَ هغۀ دَ پيالے نه څښى، هغه به دَ مالِک دَ بدن اَؤ وينے قصور وار وى. ۲۸نو سړے دِ اول خپل ځان وآزميئ نو بيا دِ دَ هغه ډوډئ نه وخورى اَؤ دَ هغه پيالے نه وڅښى. ۲۹ځکه چه څوک چه دَ خوراک څښاک په وخت دَ مالِک بدن ونۀ پيژنى، هغه به په هغه خوراک څښاک سزا بيا مُومى. ۳۰په دے وجه خو په تاسو کښے ډير کمزورى اَؤ بيماران دى اَؤ ځنے مړۀ شوى دى. ۳۱که چرے مُونږ خپل ځان و آزميُو نو سزا به مو نۀ مُوندلے. ۳۲خو مالِک مُونږ ته سزا دَ تربيت دَ پاره راکوى چه دَ دُنيا نورو خلقو سره مُجرمان نۀ شُو.

۳۳زما ورُوڼو، دَ دے دَ پاره چه هر کله دَ عشا ربانى دَ پاره راجمع شئ نو دَ يو بل اِنتظار کوئ. ۳۴که تاسو وږى يئ نو په کور کښے ډوډئ خورئ چه ستاسو رايوځائے کيدل دَ سزا باعث نۀ شى. نورے خبرے کله چه زَۀ درشم هغه به درستے کړم.