0:00 / 0:00

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

دولسم باب

رُوحانى نعمتُونه

۱دَ رُوحانى نعمتُونو په باب کښے زَۀ نۀ غواړم چه تاسو نا خبر پاتے شئ. ۲تاسو خبر يئ چه هر کله چه تاسو غير قوم وئ نو چا به چه په څۀ شان په بے ژبے بُتانو پسے بوتلئ هغه شان به تلئ. ۳په دے وجه به زَۀ ضرور په تاسو تاکيد وکړم چه هر څوک چه دَ رُوحُ القُدس په وسيله خبرے کوى، هغه به په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى اَؤ بغير دَ رُوحُ القُدس دَ وسيلے نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چه عيسىٰ مالِک دے.

۴نعمتُونه خو قِسما قِسم دى خو رُوح يو دے. ۵اَؤ خدمتُونه هم قِسما قِسم دى خو مالِک يو دے. ۶اَؤ تاثيرُونه هم قِسما قِسم دى خو خُدائے يو دے چه په ټولو کښے دَ هر قِسم اَثر پيدا کوى. ۷خو هر چا له دَ رُوحُ القُدس ظاهريدل دَ ټولو خلقو دَ فائدے دَ پاره ورکړے کيږى. ۸ځکه چه يو ته دَ رُوح په وسيله دَ حِکمت کلام ورکړے شى اَؤ بل ته دَ هم هغه رُوح په وسيله دَ علميت کلام، ۹چا ته دَ هغه رُوح په وسيله ايمان اَؤ چا ته هم دَ هغه رُوح په سبب دَ شفا ورکولو توان، ۱۰چا ته دَ مُعجزو طاقت، چا ته نبُوت، چا ته دَ مُختلفو رُوحونو پيژندل، چا ته دَ قِسما قِسم ژبو وئيلو توان اَؤ چا ته دَ ژبو تشريح کول. ۱۱خو دا ټول تاثيرُونه هغه يو رُوح کوى اَؤ چا ته ئے چه غواړى هغۀ ته ئے ورکوى.

يو بدن اَؤ ډير اَندامُونه

۱۲ځکه لکه څنګه چه بدن يو دے اَؤ دَ هغۀ اَندامُونه ډير دى، اَؤ اګر که دَ بدن ټول اَندامُونه ډير دى خو ټول سره يو بدن دے، دغه شان مسيح هم دے. ۱۳ځکه چه مُونږ ټول که يهُوديان يُو که يُونانيان، که غُلام يُو که آزاد، مُونږ ټول په يو رُوح بپتسمه شُو چه دَ يو بدن په يووالى کښے داخل شُو، اَؤ خُدائے زمُونږ ټولو په زړُونو کښے يو رُوح واچولو.

۱۴دغه شان دَ بدن يو اَندام نۀ دے بلکه ډير دى. ۱۵که چرے پښه ووائى چه زَۀ لاس نۀ يم، دَ دے دَ پاره دَ بدن نۀ يم، نو په دے سبب خو هغه دَ بدن نه بهر نۀ ده. ۱۶اَؤ که غوږ ووائى چه زَۀ سترګه نۀ يم نو دَ بدن نه نۀ يم، نو هغه په دے سبب خو دَ بدن نه بهر نۀ دے. ۱۷که چرے ټول بدن هم سترګے وے نو آؤريدل به چرته وُو؟ اَؤ که چرے ټول بدن غوږُونه وے نو بوئيول به چرته وُو؟ ۱۸خو خُدائے په بدن کښے هر يو اَندام دَ خپلے مرضئ په مُطابق ايښے دے. ۱۹که هغه ټول يو اَندام وے نو بدن به چرته وو؟ ۲۰خو اوس اګر که اندامُونه ډير دى ولے بدن يو دے.

۲۱نو سترګه لاس ته نۀ شى وئيلے چه زَۀ ستا مُحتاجه نۀ يم، اَؤ نۀ سر پښو ته وئيلے شى چه زَۀ ستاسو مُحتاج نۀ يم. ۲۲بلکه دَ بدن هغه اَندامُونه چه دَ نورو نه کمزورى معلُوميږى، ډير ضرورى دى. ۲۳اَؤ دَ بدن هغه اَندامُونه چه مُونږ ئے دَ نورو په نسبت سپک ګڼُو، هم هغو ته زيات اهميت ورکوُو، اَؤ خپل بدرنګى اَندامُونه زيات په حيا ساتُو. ۲۴حال دا دے چه زمُونږ ښکلى اَندامُونه مُحتاج نۀ دى. خو خُدائے بدن داسے جوړ کړے دے چه کُوم اَندام مُحتاج دے هم هغۀ ته زيات اهميت ورکړے شى، ۲۵دَ پاره دَ دے چه په بدن کښے بے اِتفاقى پيدا نۀ شى بلکه اَندامُونه دَ يو بل برابر خيال وساتى. ۲۶نو بيا که يو اَندام دړد ومُومى نو دَ هغۀ سره ټول اَندامُونه دړديږى، اَؤ که چرے يو اَندام عزت مُومى نو دَ هغۀ سره ټول اَندامُونه خوشحاليږى.

۲۷هم دغه شان تاسو ټول په يو ځائے دَ مسيح بدن يئ اَؤ بيل بيل اَندامُونه يئ. ۲۸اَؤ خُدائے په جماعت کښے بيل بيل کسان مُقرر کړل، اول رسُولان، دويم نبيان اَؤ دريم اُستاذان، بيا مُعجزے ښوُونکى، بيا شفا ورکوُونکى، مددګاران، اِنتظام کوُونکى اَؤ قِسما قِسم ژبے ويُونکى. ۲۹آيا ټول رسُولان دى څۀ؟ آيا ټول نبيان دى څۀ؟ آيا ټول اُستاذان دى څۀ؟ آيا ټول مُعجزے ښوُونکى دى څۀ؟ ۳۰آيا ټولو ته دَ شفا ورکولو طاقت ورکړے شوے دے څۀ؟ آيا ټول قِسما قِسم ژبے وائى څۀ؟ آيا ټول تشريح کوى څۀ؟ ۳۱تاسو دِ دَ ټولو نه دَ لويو نعمتُونو خواهش ولرئ. خو اوس به ئے زَۀ تاسو ته دَ ټولو نه غوره طريقه وښايم.