0:00 / 0:00

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

دولسم فصل

روحاني نعمتونه

۱ نو اوس ای خویندو او ورونو! زه نه غواړم چې تاسو د روحاني نعمتونو د موضوع په هکله بې‌خبره پاتې شئ. ۲ تاسو پوهېږئ کله چې تاسو کافران وئ، نو په هر صورت تاسو بې‌لارې شوئ او د ګونګیانو بتانو پسې لاړئ. ۳ نو له دې امله زه غواړم تاسو په دې پوه شئ چې د چا سره چې د خدای روح وي، هغه نه شي کولای په عیسی باندې لعنت ووایي او هېڅوک نه شي کولای چې د روح القدس نه پرته عیسی ته څښتن ووایي.

۴ روحاني نعمتونه ډول ډول دي، خو روح القدس یو دی چې ټولو ته ورکول کیږي. ۵ خدمتونه ډول ډول دي، خو ټول د یو څښتن خدمت کوي. ۶ د کارونو وړتیاوې ډول ډول دي، خو هماغه یو خدای دی چې هر چاته د هغه د ځانګړي کار دپاره توان ورکوي. ۷ روح القدس خپل ځان په هرچا کې په ځانګړي ډول د ټولو خلکو د ښېګڼې دپاره ښکاره کوي. ۸ روح القدس یو کس ته د پیغام د بیانولو توان ورکړی دی چې د حکمت نه ډک دی او بل کس ته یې د هماغه روح په وسیله د هغه پیغام د بیانولو توان ورکړی دی چې د علم او پوهې نه ډک دی. ۹ د هماغه روح القدس په وسیله یو کس ته ټینګ ایمان ورکړل شوی دی او بل ته د شفا ورکولو روحاني نعمت. ۱۰ یو ته یې د معجزو ښودلو قدرت ورکړی دی، بل ته یې د خدای د پیغام رسول او بل ته یې دا توان ورکړی دی چې په دې پوه شي چې ایا دا پیغام د خدای د روح له خوا دی او یا د کوم بل روح له خوا. بل ته یې دا توان ورکړی دی چې په روحاني ژبو باندې خبرې وکړي او بل ته یې د ژبو د ترجمې او تفسیر کولو توان ورکړی دی. ۱۱ خو دا ټول د هماغه یو روح کار دی او هر چاته چې وغواړي هغه ته یې ورکوي.

یو بدن او ډېر غړي

۱۲ لکه څنګه چې بدن یو دی او ډېر غړي لري او که څه هم د بدن غړي ډېر دي، خو ټول یو بدن دی، نو مسیح هم همداسې دی. ۱۳ په همدې ډول مونږ ټول که یهودیان یو یا غیریهودیان، که غلامان یو یا ازاد، مونږ د یو روح په وسیله په یو بدن کې د تعمید غسل اخیستی دی او مونږ ټولو ته همدا روح راکړل شوی دی.

۱۴ ځکه چې بدن د یو غړي څخه نه دی جوړ شوی، بلکې د ډېرو غړو څخه جوړ شوی دی. ۱۵ که چېرې پښه ووایي: «په دې خاطر چې زه لاس نه یم، نو د بدن سره تړاو نه لرم،» نو په دې خبره نه شي کېدای چې هغه نور د بدن غړی نه دی. ۱۶ که چېرې غوږ ووایي: «په دې خاطر چې زه سترګه نه یم،» نو په دې خبره نه شي کېدای چې هغه نور د بدن غړی نه وي. ۱۷ که چېرې ټول بدن سترګه وای، نو بیا یې څنګه کولای شول چې واوري؟ او که چېرې ټول بدن غوږ وای، نو بیا یې څنګه کولای شول چې بوی کړي؟ ۱۸ خو په حقیقت کې څنګه چې خدای غوښتل ټول غړي یې په یو بدن کې سره ځای په ځای کړي دي. ۱۹ که دا ټول یو غړی وای، نو بدن به چېرې ؤ؟ ۲۰ نو غړي ډېر دي، خو بدن یو دی.

۲۱ سترګه نه شي کولای لاس ته ووایي: «زه تاته اړتیا نه لرم،» او نه سر پښو ته ویلی شي: «زه تاته اړتیا نه لرم.» ۲۲ په حقیقت کې د بدن هغه غړي چې کمزوري ښکاري، هغه ډېر ضروري دي. ۲۳ د بدن هغه غړي چې مونږ یې شرم ګڼو، په هغو باندې ډېر پام کوو او هغه پټوو او مونږ په ډېر احتیاط سره هغه غړي پټوو چې باید ونه لیدل شي، ۲۴ په داسې حال کې چې د بدن ښکاره غړي دې ته اړتیا نه لري. خو خدای د بدن غړي داسې جوړ کړي دي چې د بدن پټو غړو ته ډېر ارزښت ورکول کیږي، ۲۵ ترڅو د بدن د غړو ترمنځ نابرابري راپیدا نه شي، بلکې ټول غړي یو بل ته یوشان پام وکړي. ۲۶ که چېرې د بدن یو غړی درد کوي، نو ټول غړي ورسره دردمن کیږي او که چېرې یو غړی عزت مومي، نو ټول غړي ورسره خوشحاله وي.

۲۷ نو اوس تاسو ټول د مسیح بدن یئ او تاسو هر یو د هغه غړي یئ. ۲۸ خدای په کلیسا کې ځینې داسې وټاکل: لومړی رسولان، دوهم پیغمبران، درېم استاذان او وروسته بیا د معجزو ښودلو او د شفا ورکولو، د مرستې کولو، اداره کولو او په مختلفو نا‌اشنا ژبو باندې د خبرو کولو نعمتونه. ۲۹ ایا ټول رسولان دي؟ ایا ټول پیغمبران دي؟ ایا ټول ښوونکي دي؟ ایا ټول معجزې ښایي؟ ۳۰ ایا ټولو ته د شفا ورکولو روحاني نعمت ورکړل شوی دی؟ ایا ټول په نا‌اشنا ژبو خبرې کوي؟ ایا ټول ترجمې او تفسیر کوي؟ ۳۱ نو تاسو په ډېر شوق سره د لویو روحاني نعمتونو غوښتونکي اوسئ. نو زه به تاسو ته ډېرې ښې لارې دروښایم.