0:00 / 0:00

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

دیارلسم فصل

مینه

۱ که چېرې زه د انسانانو او فرښتو په ژبو خبرې کوم، خو که د نورو سره مینه نه کوم، نو زه یوازې شرنګېدونکی زنګ او ډنګېدونکی ډول یم. ۲ که چېرې زه د خدای د پیغام رسولو توان ولرم او په ټولو پټو رازونو او ټول علم باندې پوهېږم او که چېرې داسې ایمان ولرم چې غرونه وخوځوم، خو که چېرې د نورو سره مینه ونه کړم، نو زه هېڅ شی نه یم. ۳ که چېرې زه خپل ټول مال او جایداد غریبانو ته ورکړم او خپل بدن قرباني کړم، خو که د نورو سره مینه نه کوم، نو ماته هېڅ ګټه نشته.

۴ مینه صبرناکه او مهربانه ده. په مینه کې بخیلي یا لافې وهل او غرور نشته، ۵ نه په کې بد‌چلند شته، نه په کې ځان خوښول شته، نه په کې تند مزاجي شته او نه په کې بدګماني شته. ۶ مینه په بدکارۍ نه خوشحالیږي، بلکې په رښتینولۍ خوشحالیږي. ۷ مینه په هرڅه کې صبر کوي، هېڅکله ایمان له لاسه نه ورکوي، په هرڅه باندې خپله هیله ساتي او هرڅه زغمي.

۸ مینه هېڅکله نه ختمیږي، خو د خدای پیغام رسول به پای ته ورسیږي، که څه هم په نا‌اشنا ژبو خبرې کول شته، خو هغه به هم پای ته ورسیږي او علم او پوهه به هم له منځه لاړه شي. ۹ ځکه چې زمونږ د علم او پوهې نعمت او د خدای د پیغام د رسولو توان نیمګړی دی، ۱۰ خو کله چې هرڅه کامل شي، نو بیا کوم څه چې کامل نه دي هغه به ورک شي.

۱۱ کله چې زه ماشوم وم، نو د ماشوم په شان مې خبرې کولې او د ماشوم په شان فکر مې درلود او د ماشوم په شان دلیل به مې وایه. کله چې زه لوی شوم، نو د ماشومتوب چلند مې پرېښود. ۱۲ ځکه اوس چې مونږ څه وینو، هغه راته لکه په ایینه کې د خړپړ تصویر په شان ښکاري، خو وروسته به یې بیا مخامخ ووینو. اوس چې زه په کوم څه باندې پوهېږم، هغه نیمګړي دي، خو بیا به یې په پوره توګه وپېژنم، لکه څنګه چې اوس خدای ما په پوره توګه پېژني.

۱۳ نو اوس ایمان، هیله او مینه درې واړه پاتې کیږي، خو په دوی کې مینه تر ټولو لویه ده.