د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

څوارلسم باب

د نورو ژبو او نبوت کولو نعمت

۱ د مينې او محبت لمن ونيسئ او د روحانى نعمتونو او خاص د پېشګويۍ د نعمت خواهش کوئ. ۲ ځکه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه د نورو خلقو سره نه، بلکې د خُدائ پاک سره خبرې کوى، او بل څوک د هغۀ په خبره نۀ پوهيږى ځکه چې هغه د روح په وسيله د راز خبرې کوى. ۳ خو بله دا څوک چې نورو ته نبوت کوى نو د هغوئ د ترقۍ او د ډاډګيرنى او تسلۍ دپاره يې کوى. ۴ څوک چې په نورو ژبو کښې خبرې کوى هغوئ د خپل ځان ترقى کوى خو څوک چې نبوت کوى هغوئ جماعت ته ترقى ورکوى. ۵ اوس زۀ غواړم چې تاسو ټول په نورو ژبو خبرې وکړئ خو زما سخت خواهش دا دے چې تاسو نبوت وکړئ. ځکه څوک چې نبوت کوى هغه د نورو ژبو ويوونکو نه لوئ دے تر دې چې هغه دا ترجمه کړى نو جماعت به پرې ترقى وکړى. ۶ نو زما وروڼو او خوېندو، کۀ چرې زۀ تاسو ته درشم او په نورو ژبو کښې خبرې کوم نو زما د وينا بيا تاسو ته څۀ فائده ده، ترڅو چې زۀ د کشف يا د عِلم يا د پېشګوئې يا د تعليم خبرې تاسو ته ونۀ کړم؟ ۷ تاسو بيا لکه د موسيقۍ د هغه بې‌ساه څيزونو په مثال يئ چې د کومو نه آوازونه راوځى لکه شپيلۍ يا رباب. کۀ چرې څوک هغه صفا ونۀ غږوى نو بيا د هغوئ په ساز و سرود څوک پوهېدے شى؟ ۸ کۀ د بيګل آواز صفا نۀ وى نو يو فوجى به خپل ځان جنګ ته څنګه تيار کړى؟ ۹ هم دغه شان کۀ ستاسو خبرې صفا نۀ وى نو بيا ستاسو په خبرو به څوک پوهه شى؟ ځکه چې بيا به تاسو هسې دېوال ته لګيا يئ. ۱۰ بې‌شکه چې په دُنيا کښې مختلفې ژبې دى خو يوه هم په کښې بې‌مطلبه نشته. ۱۱ خو کۀ چرې زۀ د کومې ژبې په مطلب نۀ پوهېږم چا ته چې خبرې کوم نو هغۀ ته به زۀ نا آشنا ښکارم او هغه به ما ته نا آشنا ښکارى. ۱۲ نو تاسو چې خپل ځان سره د روحانى نعمتونو خواهش کوئ نو داسې کوشش کوئ چې ستاسو دا نعمتونه د جماعت د ترقۍ دپاره وى. ۱۳ نو په دې وجه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه دې ضرور د تشريح کولو د قابليت دپاره هم دُعا وکړى. ۱۴ ځکه کۀ زۀ په نورو ژبو دُعا کوم نو زما روح خو دُعا کوى ولې عقل مې بې‌کاره دے. ۱۵ نو بيا زۀ څۀ وکړم؟ زۀ به په روح کښې دُعا کوم خو ورسره به په عقل کښې هم دُعا کوم، زۀ به په روح کښې حمد و ثنا کوم خو زۀ به په عقل سره هم حمد و ثنا کوم. ۱۶ فرض کړه، کۀ تۀ په روح کښې حمد و ثنا کوې او يو نا آشنا کس چې هلته موجود وى نو هغه بيا ستا په شُکر ګزارۍ څنګه آمين کولے شى؟ ځکه چې هغه نا آشنا په دې نۀ پوهيږى چې تۀ څۀ وائې. ۱۷ ځکه چې تۀ خو به په ښۀ شان سره شُکر ګزارى وکړې خو ستا شُکر ګزارى بل چا ته څۀ فائده نۀ ورکوى. ۱۸ د خُدائ پاک شُکر کوم چې تاسو ټولو نه زيات زۀ په نورو ژبو کښې خبرې کوم. ۱۹ خو په جماعت کښې هغه پينځۀ مقصدى خبرې د دې نه بهترې ګڼم چې نورو ته ترې فائده ورسى، د هغه لس زره خبرو نه چې په نورو ژبو کښې يې وکړم. ۲۰ اے زما وروڼو او خوېندو، په خپله پوهه کښې ماشومان مۀ جوړېږئ، بدۍ ته ماشومان شئ خو په پوهه کښې بالغان شئ. ۲۱ په تورات کښې ليکلى دى چې، ”زۀ به دې قوم ته په عجيبه ژبو او په غېرو شونډو خبرې وکړم خو بيا به هم هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيسى. دا مالِک فرمائى.“ ۲۲ نو روحانى ژبې د ايماندارانو دپاره نه، بلکې د بې‌ايمانانو دپاره نښې دى او پېشګوئې کول د بې‌ايمانانو دپاره نه، بلکې د ايماندارانو دپاره دى. ۲۳ نو کۀ ټول جماعت راغونډ وى او په نورو ژبو لګيا وى نو کۀ نا آشنا يا بې‌ايمانه دننه راشى نو ولې هغوئ به تاسو ته ليونى ونۀ وائى څۀ؟ ۲۴ خو کۀ تاسو ټول نبوت کوئ کۀ يو بې‌ايمانه يا نا آشنا دننه راشى نو د دې په اورېدو به هغه په دې قائل شى چې ګناه ګار شوے يم او هغه بيان به د دۀ جاج واخلى. ۲۵ د بې‌ايمانه د زړۀ د راز څرګندېدو نه پس به هغه کس د خُدائ پاک په وړاندې په سجده شى او د هغۀ عبادت به وکړى، او اِقرار به وکړى چې، ”بې‌شکه خُدائ پاک په تاسو کښې دے.“

په ترتيب سره عبادت کول

۲۶ نو اے وروڼو او خوېندو، لنډه دا، هر کله چې تاسو عبادت له راجمع کېږئ نو په تاسو کښې دې څوک حمد، يا تعليم، يا کشف يا په نورو ژبو خبرې او يا د نورو ژبو تشريح په ترتيب سره کوئ او دا هر يو کار د جماعت د ترقۍ دپاره کوئ. ۲۷ کۀ څوک په نورو ژبو خبرې کوى نو صرف دوه يا زيات نه زيات درې کسان دې نمبر په نمبر خبرې وکړى او يو کس دې يې تشريح کړى. ۲۸ خو کۀ څوک تشريح کوونکے نۀ وى نو هغوئ دې په جماعت کښې چپ پاتې شى او خپل ځان او د خُدائ پاک سره دې خبرې وکړى. ۲۹ نو تاسو صرف دوه يا درې نبيانو ته د خبرو موقع ورکوئ، او نور دې په آرام سره د هغۀ د خبرو جاج واخلى. ۳۰ خو کۀ په حاضرو کسانو کښې چا ته د مالِک نه کشف مِلاو شى نو کوم کس چې د اول نه په نبوت کولو لګيا دے هغه دې خاموش شى. ۳۱ ځکه هر يو نمبر په نمبر نبوت کوئ، نو چې تاسو ټولو ته هدايت او ډاډګيرنه حاصله شى، ۳۲ او نبيان د نبيانو د روحونو تابع وى. ۳۳ ځکه چې خُدائ پاک د بد نظمۍ نه، بلکې د امن خُدائ دے. لکه چې د مقدسينو په ټولو جماعتونو کښې دے ۳۴ ښځې دې په جماعتونو کښې خاموشه وى. ځکه چې هغوئ ته د خبرو کولو اجازت نشته بلکې هغوئ دې تابعدارې وى څنګه چې شريعت هم وائى. ۳۵ کۀ هغوئ په څۀ خبره ځان پوهول غواړى نو هغوئ دې د خپلو خاوندانو نه په کور کښې تپوس کوى. ځکه چې په جماعت کښې د ښځې دپاره خبره کول د شرم خبره ده. ۳۶ ولې د خُدائ پاک کلام تاسو جوړ کړے دے څۀ؟ يا ولې دا صرف تاسو ته رارسېدلے دے؟ ۳۷ کۀ څوک د نبوت، يا د روحانى نعمتونو د لرلو دعوىٰ وکړى نو هغه دې پوهه شى چې کومې خبرې زۀ تاسو ته ليکم هغه د مالِک حکم دے. ۳۸ هر څوک چې دا نۀ منى، نو هغه به هم نا منظوره کړے شى. ۳۹ نو اے زما ملګرو، د نبوت کولو خواهش کوئ او په نورو ژبو خبرې کوونکى مۀ منع کوئ. ۴۰ خو هر يو کار صحيح او ترتيب سره کوئ.