د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

پينځلسم باب

د حضرت عيسىٰ مسيح بيا ژوندى کېدل

۱ نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ. ۲ او د کوم په وسيله چې تاسو خلاصون حاصلوئ کۀ چرې تاسو زما په درکړى زېرى قائم يئ، کۀ نۀ يئ نو ستاسو ايمان راوړل عبث وو. ۳ ما د ټولو نه اول هغه اهم خبره تاسو ته در ورسوله کومه چې ما ته رارسېدلې وه چې د صحيفو په مطابق مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره مړ شو، ۴ او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو. ۵ او هغه اول پطروس او بيا دولسو کسانو ته ښکاره شو. ۶ بيا هغۀ يو ځل د پينځو سوو نه زيات وروڼو او خوېندو ته ښکاره شو چې په هغوئ کښې زيات کسان تر اوسه ژوندى دى او ځينې مړۀ دى. ۷ بيا هغه يعقوب ته ښکاره شو او د دې نه پس ټولو رسولانو ته. ۸ د ټولو نه په آخر کښې هم ما ته ښکاره شو، زۀ چې بې‌مودې پېدا شوے يم. ۹ زۀ په رسولانو کښې د ټولو نه ورکوټے يم تر دې چې د رسول بللو لائق هم نۀ يم ځکه چې ما د خُدائ پاک جماعت زورَولے وو. ۱۰ خو زۀ چې هر څۀ يم هغه د خُدائ پاک په فضل يم، او هغه فضل چې په ما وشو هغه بې‌فائدې نۀ وو. په حقيقت کښې ما د هغوئ ټولو نه زياته خوارى کړې ده. اګر کۀ دا ما ونۀ کړه بلکې د خُدائ پاک په هغه فضل وشوه چې په ما دے. ۱۱ نو بيا په دې کښې دومره فرق نۀ پرېوځى کۀ چرې زۀ بيان وکړم او يا کۀ هغوئ، خو مونږ دواړه يو زيرے بيانوو په کوم چې ستاسو د اول نه ايمان دے.

د مړو بيا ژوندى کېدل

۱۲ نو اوس کۀ مونږ زيرے بيانوو چې مسيح له مړو نه بيا راژوندے شوے دے نو بيا په تاسو کښې ځينې دا څنګه وائى چې د مړو بيا ژوندى کېدل نشته؟ ۱۳ کۀ د مړو بيا ژوندى کېدل نۀ وے نو بيا خو مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے. ۱۴ او کۀ مسيح بيا نۀ وى راژوندے شوے نو بيا زمونږ پېغام عبث دے او ستاسو ايمان هم بې‌فائدې دے. ۱۵ بلکې مونږ د خُدائ پاک دروغژن ګواهان شو ځکه چې مونږ د خُدائ پاک په حقله دا ګواهى ورکړې وه چې هغۀ مسيح راژوندے کړو. کۀ چرې مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو بيا هغه يې هم نۀ دے ژوندے کړے. ۱۶ ځکه چې کۀ مړى نۀ راژوندى کيږى نو بيا مسيح هم راژوندے شوے نۀ دے. ۱۷ او کۀ چرې مسيح نۀ وو راژوندے شوے نو ستاسو ايمان عبث دے او تاسو اوس هم په خپلو زړو ګناهونو کښې راګېر يئ. ۱۸ او بيا دا هم هغوئ څوک چې په مسيح کښې مړۀ شوى دى هغوئ هم هلاک شوى دى. ۱۹ کۀ چرې زمونږ اُميد په مسيح صرف د دې ژوند دپاره وى نو بيا مونږ په ټولو انسانانو کښې قابل رحم يُو. ۲۰ خو په حقيقت کښې مسيح د مړو نه بيا راژوندے شوے دے. دغه شان هغه د مړو نه اولنے ژوندے شوے انسان دے. ۲۱ لکه څنګه چې د يو انسان په سبب په دُنيا مرګ راغلو نو داسې د يو انسان په سبب د مړو نه بيا راژوندى کېدل راغلل. ۲۲ او لکه څنګه چې ټول خلق په آدم کښې مړۀ کيږى، نو دغه شان به ټول په مسيح کښې بيا راژوندى کيږى. ۲۳ خو د راژوندى کېدو خپل ترتيب دے، اول مسيح راژوندے شوے دے، او چې کله مسيح بيا راشى نو د هغۀ خلق به هم راژوندى شى. ۲۴ بيا به آخرت راشى. کله چې مسيح ټول حکمرانان، ټول اختيارونه او قدرتونه تباه کړى نو د هغې نه پس به هغه بادشاهى خُدائ پلار ته حواله کړى. ۲۵ ځکه چې هغه به تر هغې ضرور بادشاهى کوى ترڅو چې خپل ټول دشمنان د خپلو پښو لاندې کړى. ۲۶ آخرى دشمن کوم چې به نيست او نابود کړى، هغه مرګ دے. ۲۷ ځکه چې ”خُدائ پاک هغۀ ته په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے.“ نو چې کله کِتابِ مقدس داسې فرمائى، چې هغۀ په هر څيز پوره اختيار ورکړے دے، نو مطلب دا نۀ دے چې په خُدائ پاک يې هم اختيار دے، چا چې خپل اختيار مسيح ته ورکړے دے. ۲۸ کله چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې شول نو زوئ به په خپله هم د خُدائ پاک د حکم لاندې شى چا چې ټول څيزونه د هغۀ د حکم لاندې کړى دى نو هم دا خُدائ پاک به د ټولو مالِک وى. ۲۹ نو کۀ چرې داسې وى نو بيا به هغه خلق څۀ کوى څوک چې د مړو دپاره بپتسمه اخلى؟ کۀ چرې مړى نۀ راژوندى کيږى، نو بيا ولې خلق د هغوئ دپاره بپتسمه اخلى؟ ۳۰ او ولې مونږ هر وخت خپل ځان په خطره کښې اچوو؟ ۳۱ زما وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا وايم چې زۀ هره ورځ مرګ سره لوبې کوم او دا داسې رښتيا خبره ده لکه څنګه چې زۀ په تاسو زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې فخر کوم. ۳۲ کۀ صرف د انسانى اُميد دپاره زۀ په اِفِسوس کښې د وحشتناکو ځناورو سره وجنګېدلم نو د دې نه ما ته څۀ فائده حاصله شوه؟ کۀ مړى بيا نۀ راژوندى کيږى نو ”مونږ له ښۀ خوراک څښاک په کار دے، ځکه چې سبا به مړۀ کيږُو.“ ۳۳ دوکه کېږئ مه، ځکه چې د بدو ملګرتيا د انسان ښۀ عادتونه خرابوى. ۳۴ په پوره هوش او فکر کښې راشئ او نوره ګناه مۀ کوئ. ځکه زۀ دا ستاسو د شرمېدلو دپاره وايم چې په تاسو کښې څۀ خلقو ته د خُدائ پاک په حقله عِلم نشته.

راژوندے شوے بدن

۳۵ خو څوک به تپوس وکړى چې، ”مړى څنګه راژوندى کيږى او د هغوئ بدن به څۀ قِسم وى؟“ ۳۶ اے نادانه، کوم تخم چې تۀ کَرې نو ترڅو چې هغه مړ نۀ شى تر هغې نۀ ژوندے کيږى. ۳۷ او څۀ چې تاسو کَرئ دا تاسو تيار بوټى نۀ کَرئ بلکې صرف د تخم دانه کَرئ کۀ هغه د غنم وى يا د څۀ بل څيز وى. ۳۸ خو خُدائ پاک دې ته يو وجود ورکوى چې هغۀ ورته منتخب کړے وى او هر قسم تخم ته هغه خپل خپل وجود ورکوى. ۳۹ دغه شان غوښه هم يو شان نۀ وى بلکې د انسانانو غوښه يو قِسم وى او د څاروو بل او د مارغانو بل او د کبانو غوښه بل قِسم وى. ۴۰ هم دغه شان آسمانى او زمکنى وجودونه هم شته، او د آسمانى وجود ښائست يو قسم او د زمکنى وجود بل شان وى. ۴۱ هم دغه شان د نمر او د سپوږمۍ او د ستورو په ښائست کښې فرق وى، او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى. ۴۲ نو بيا د مړو راژوندى کېدل هم دغه شان وى، د فنا په حالت کښې ښخ کړے شى او په غېر فانى حالت کښې راژوندى کيږى. ۴۳ د ذلالت په حالت کښې ښخيږى او د ښائست په حالت کښې راژوندى کيږى، دا په کمزورتيا کښې ښخ شى او په طاقت کښې راژوندى شى. ۴۴ دا جسمانى وجود ښخ شى او روحانى وجود راژوندے شى. چې جسمانى وجود شته نو روحانى وجود هم شته. ۴۵ هم دغه شان ليکلى دى، ”اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.“ ۴۶ اول جسمانى او بيا روحانى وجود پېدا کيږى يعنې وجود اول جسمانى، او بيا روحانى شى. ۴۷ اولنے انسان يعنې آدم د خاورو نه جوړ شوے وو، او دوېم انسان آسمانى دے. ۴۸ او د زمکې خلق لکه د اول انسان په شان د خاورو دى، او آسمانى خلق لکه د هغه آسمانى انسان په شان دى. ۴۹ او څنګه چې مونږ د دې زمکنى انسان په صورت جوړ شوى يُو دغه شان به د آسمانى انسان په صُورت کښې هم شُو. ۵۰ زما وروڼو او خوېندو، زما مطلب دا دے چې دا جسمانى بدن د خُدائ پاک د بادشاهۍ وارث کېدے نۀ شى، او نۀ فانى کېدونکى د غېر فانى کېدونکى وارث کېدے شى. ۵۱ غوږ شئ، زۀ به درته يوه د راز خبره وکړم چې مونږ ټول خو به نۀ مرو بلکې مونږ ټول به بدل شُو، ۵۲ او د آخرى بيګل د آواز سره په يوه لحظه او د سترګو په رپ کښې به مړى په غېر فانى حالت کښې راژوندى شى، او مونږ به بدل شُو. ۵۳ ځکه چې دا فانى کېدونکے بدن به ضرور غېر فانى لباس واچوى او دا ختمېدونکے بدن به د ابدى ژوندون لباس واچوى. ۵۴ کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“ ۵۵ ”اے مرګه، ستا فتح څۀ شوه؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“ ۵۶ د مرګ لشه ګناه ده او د ګناه طاقت شريعت دے. ۵۷ خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى. ۵۸ نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بې‌فائدې نۀ ده.