0:00 / 0:00

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

پنځلسم فصل

د مسیح بیا راژوندي کېدل

۱ ای خویندو او ورونو! زه اوس غواړم هغه زېری تاسو ته در په یاد کړم چې تاسو ته مې د هغه وعظ کړی ؤ او تاسو هغه منلی ؤ او په هغه باندې ټینګ ولاړ یئ. ۲ که چېرې تاسو زما په درکړل شوي زیري باندې ټینګ پاتې شئ، نو د هغه په وسیله تاسو خلاصون مومئ، که نه نو ستاسو ایمان بې‌ګټې دی.

۳ کوم ډېر مهم پیغام چې ما تر‌لاسه کړی ؤ، هغه مې تاسو ته درورساوه. هغه پیغام دا دی چې د خدای د کلام له مخې مسیح زمونږ د ګناهونو په خاطر مړ شو ۴ او هغه ښخ کړای شو او لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي، هغه په درېمه ورځ بیا راژوندی شو. ۵ هغه لومړی پطروس او وروسته بیا دولسو شاګردانو ته ښکاره شو. ۶ بیا هغه یوځل د پنځه سوو نه زیاتو نورو پیروانو ته ښکاره شو چې د هغوی څخه ډېر یې لا تر‌اوسه پورې ژوندي دي او ځینې یې مړه دي. ۷ بیا هغه یعقوب ته ښکاره شو او له هغې وروسته ټولو رسولانو ته.

۸ د ټولو نه په اخره کې ماته چې لکه د بې‌وخته ماشوم په شان زېږېدلی وم، ښکاره شو. ۹ زه په رسولانو کې د ټولو نه ډېر مهم نه یم او تر دې چې د دې لایق هم نه یم چې رسول راته وویل شي، ځکه چې ما د خدای کلیسا ځورولې ده. ۱۰ خو زه چې هرڅه یم، هغه د خدای په فضل یم او کوم فضل چې په ما باندې وشو، هغه بېځایه نه ؤ، ځکه چې ما د هغوی ټولو نه ډېر زحمت ویستلی دی. که څه هم دا زه نه وم، بلکې د خدای فضل ؤ چې زما سره ؤ. ۱۱ په هر حال مهمه نه ده که دا زه وم چې وعظ مې وکړ او یا که نورو رسولانو وکړ، مهمه دا ده چې مونږ د یو پیغام په هکله وعظ کوو او تاسو ورباندې ایمان لرئ.

د مړو بیا راژوندي کېدل

۱۲ اوس که چېرې مونږ وعظ کوو چې مسیح د مړو نه راژوندی شوی دی، نو بیا په تاسو کې ځینې ولې وایي چې د مړو نه راژوندي کېدل نشته. ۱۳ خو که چېرې د مړو نه بیا راژوندي کېدل نشته، نو بیا مسیح هم راژوندی شوی نه دی. ۱۴ او که چېرې مسیح نه وي راژوندی شوی، نو بیا زمونږ وعظ کومه ګټه نه لري او ستاسو ایمان هم بې‌ګټې دی. ۱۵ که چېرې د مړو نه راژوندي کېدل رښتیا نه وي، نو بیا خدای مسیح هم نه دی راژوندی کړی او مونږ په دې هکله د خدای دروغجن شاهدان یو. ۱۶ ځکه که چېرې مړي نه راژوندي کیږي، نو مسیح هم راژوندی شوی نه دی. ۱۷ او که چېرې مسیح راژوندی شوی نه وي، نو ستاسو ایمان بې‌ګټې دی او تاسو لا تر‌اوسه هم په ګناهونو کې ژوند تېروئ. ۱۸ نو بیا هغه کسان چې په مسیح باندې یې ایمان درلود او مړه شوي دي، هغوی هم تباه شوي دي. ۱۹ که چېرې زمونږ هیله په مسیح کې یوازې د دې ژوند دپاره وي، نو بیا مونږ په دې نړۍ کې د ټولو انسانانو نه زیات بدبخته یو.

۲۰ خو په حقیقت کې مسیح د مړو نه راژوندی شوی دی. هغه په ټولو کې لومړنی کس دی چې د مړو نه راژوندی شوی دی. ۲۱ ځکه لکه څنګه چې مرګ د یو انسان په وسیله راغی، نو د مړو نه راژوندی کېدل هم د یو انسان په وسیله راغی. ۲۲ لکه څنګه چې ټول خلک د ادم سره د تړاو لرلو په خاطر مړه کیږي، نو په همدې ډول به ټول خلک چې د مسیح سره تړاو لري، بیا راژوندي شي. ۲۳ خو هر یو به په منظمه توګه سره راژوندی کیږي. په ټولو کې لومړی مسیح راژوندی شو او بیا کله چې مسیح راځي، نو هغه کسان به راژوندي شي چې د هغه سره تړاو لري. ۲۴ کله چې مسیح ټول روحاني حاکمان، اختیارونه او قدرتونه له منځه یوسي، نو هرڅه به پای ته ورسیږي او هغه به پاچاهي پلار خدای ته وسپاري. ۲۵ ځکه چې مسیح باید تر هغې پورې پاچاهي وکړي، ترڅو خپل ټول دښمنان تر پښو لاندې کړي. ۲۶ وروستنی دښمن چې له منځه به وړل کیږي، هغه مرګ دی. ۲۷ د خدای کلام وایي: «خدای ټول شیان د هغه تر پښو لاندې کړل،» کله چې وایي «ټول شیان» نو دا روښانه ده چې خدای په خپله په دې کې شامل نه دی چې هغه ټول شیان د مسیح په واک او اختیار کې ورکړي دي. ۲۸ کله چې ټول شیان د مسیح په واک کې ورکړل شول، نو هغه به هم خپل ځان چې زوی دی، د خدای په واک کې ورکړي چې ټول شیان یې د هغه په واک کې ورکړي دي او خدای به په ټولو باندې حکومت کوي.

۲۹ که چېرې د مړو نه بیا راژوندي کېدل نه وي، نو بیا خلک ولې د مړو په خاطر د تعمید غسل اخلي. که چېرې مړي هېڅ نه راژوندي کیږي، نو بیا په څه دلیل خلک د هغوی دپاره د تعمید غسل اخلي؟ ۳۰ او ولې مونږ هر ساعت خپل ځان په خطر کې اچوو؟ ۳۱ زما خویندو او ورونو، زه قسم خورم د هغه ویاړ له امله چې یې په څښتن عیسی مسیح کې په تاسو کوم، زه هره ورځ د مرګ سره مخ یم. ۳۲ که چېرې ما د افسیس په ښار کې یوازې د انساني فکر له مخې د ځناورو سره جنګ وکړ، نو څه مې تر‌لاسه کړل؟ که چېرې مړي بیا نه راژوندي کیږي، نو مونږ هم داسې وکړو لکه څنګه چې خلکو ویل: «راځئ چې وخورو او وڅښو، ځکه چې سبا به مړه کېږو.»

۳۳ نو مه غولېږئ، ځکه چې رښتیا دا دي چې «د بدو خلکو سره ملګرتیا ښه اخلاق خرابوي.» ۳۴ د نشې د ګنګستوب نه رابېداره شئ او نوره ګناه مه کوئ، ځکه چې په تاسو کې ځینې خلک خدای نه پېژني او زه دا د دې دپاره وایم چې تاسو وشرمېږئ.

په جسماني توګه راژوندي کېدل

۳۵ خو کېدای شي چې یو څوک پوښتنه وکړي: «مړي څنګه راژوندي کیږي او د هغوی بدن به څه ډول وي؟» ۳۶ ای کم‌عقله، کله چې ته په ځمکه کې تخم کرې، نو تر هغې پورې هغه نه راشین کیږي ترڅو هغه مړ نه شي. ۳۷ او څه چې تاسو کرئ، هغه پوره بوټی نه دی، بلکې هغه یوازې یو دانه تخم دی، که هغه د غنمو وي او یا د کوم بل شي. ۳۸ خو خدای هغه تخم ته بدن ورکوي چې د هغه دپاره یې غوره کړی دی او هر ډول تخم ته خپل ځانګړی بدن ورکوي. ۳۹ ځکه چې د ټولو بدنونه یوشان نه دي، د انسانانو بدن یو ډول دی، د حیواناتو بدن بل ډول، د مرغانو بدن بل ډول او د ماهیانو بدن بل ډول دی. ۴۰ اسماني او ځمکني بدنونه هم شته، خو د اسماني بدن ښکلا یو ډول ده او د ځمکني بدن ښکلا بل ډول ده. ۴۱ لمر یو ډول ښکلا لري او سپوږمۍ بل ډول او د ستورو ښکلا بل ډول ده. بل دا چې د یو ستوري ښکلا د بل ستوري څخه فرق لري.

۴۲ نو د مړو راژوندي کېدل همداسې وي. څه چې ښخ کړای شي، هغه له منځه تلونکي دي او هغه څه چې راژوندي کیږي، هغه له منځه نه ځي. ۴۳ کله چې بدن خاورو ته سپارل کیږي، نو بدرنګه او کمزوری وي، خو کله چې راژوندی کیږي، نو هغه ښکلی او قوي کیږي. ۴۴ جسماني بدن ښخیږي او روحاني بدن راژوندی کیږي. ځکه لکه څنګه چې جسماني بدن شته، نو روحاني بدن هم شته. ۴۵ لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

لومړنی انسان یعنې ادم یو ژوندی بدن شو.

او وروستنی ادم یعنې مسیح ژوندون ورکوونکی روح شو. ۴۶ هغه چې لومړی راغی هغه روحاني بدن نه ؤ بلکې جسماني ؤ، خو وروسته بیا روحاني بدن راغی. ۴۷ لومړنی انسان یعنې ادم د خاورو نه جوړ شوی ؤ او دوهم انسان یعنې مسیح د اسمان نه راغی. ۴۸ د ځمکې خلک لکه د لومړني انسان په شان د خاورو څخه دي، اسماني خلک د هغه چا په شان دي چې د اسمان نه راغلی دی. ۴۹ لکه څنګه چې مونږ د ځمکني انسان په شکل جوړ شوي یو، نو د اسماني انسان په شکل به هم شو.

۵۰ ای خویندو او ورونو! زه تاسو ته وایم څه چې د غوښې او ویني څخه جوړ شوي دي، هغه نه شي کولای چې د خدای په پاچاهۍ کې شریک شي او هغه څه چې فاني دي، هغه نه شي کولای د هغه څه وارثان شي چې فنا‌کېدونکي نه دي.

۵۱ غوږ ونیسئ! زه به تاسو ته یو پټ راز ووایم. مونږ ټول به نه مړه کېږو، خو ټول به بدل شو. ۵۲ په یوه شېبه کې د سترګو په رپ کې به د اخرني سرني په اواز سره مړي راژوندي شي او نور به هېڅکله مړه نه شي. مونږ به ټول بدل شو، ۵۳ ځکه چې زمونږ مړه‌کېدونکي بدنونه باید په داسې بدنونو باندې بدل شي چې هېڅکله نه مړه کیږي او زمونږ فاني بدنونه باید په نه‌فناکېدونکي بدنونو باندې بدل شي. ۵۴ نو بیا کله چې زمونږ مړه‌کېدونکي بدنونه په داسې بدنونو باندې بدل شي چې هېڅکله نه مړه کیږي، نو څه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي هغه به رښتیا شي:

مرګ نابود شوی او بری دی کامل شوی

۵۵ ای مرګه، ستا بری او فتح څه شوه؟

ای مرګه، هغه نېش وهل دې څه شول؟

۵۶ د مرګ نېش ګناه ده او د ګناه قدرت شریعت دی. ۵۷ خو د خدای شکر دی چې هغه مونږ ته زمونږ د څښتن عیسی مسیح په وسیله بری راکوي.

۵۸ نو ای ګرانو خویندو او ورونو، ټینګ او ثابت اوسئ. تل د څښتن په کار کې بوخت اوسئ، ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن ته د خدمت په کولو کې ستاسو زحمتونه بې‌ګټې نه دي.