0:00 / 0:00
Next chapter

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

شپاړسم فصل

د محتاجو ایماندارانو دپاره د مالي مرستو راټولول

۱ اوس د هغو مالي مرستو په هکله چې په یهودیه کې د خدای د خلکو دپاره راټولیږي، خبرې کوم. لکه څنګه چې مې د غلاتیې کلیساګانو ته لارښوونه کړې ده، نو تاسو هم په هغو باندې عمل وکړئ. ۲ د هرې هفتې په لومړۍ ورځ دې ستاسو څخه هر یو د خپلې ګټې نه یوه اندازه پیسې د ځان سره وساتي، نو کله چې زه درځم، د پیسو د راټولولو اړتیا به نه وي. ۳ کله چې زه هلته درورسېږم، نو زه به هغو کسانو ته چې تاسو ته د باور وړ وي د پېژندګلوۍ د لیکونو سره ولېږم چې ستاسو مالي مرستې اورشلیم ته یوسي. ۴ که چېرې دا مناسبه وي چې زه هم لاړ شم، نو هغوی به زما سره یوځای لاړ شي.

د سفر دپاره د پولوس نقشه

۵ زه به د مقدونیې نه د تېرېدلو څخه وروسته تاسو ته درشم، ځکه زما نیت دی چې د مقدونیې په لاره تېر شم. ۶ کېدای شي چې زه ستاسو سره پاتې شم او حتی ژمی ستاسو سره تېر کړم ترڅو هر‌چېرې چې ځم، تاسو راسره په سفر کې مرسته وکړئ. ۷ ځکه زه نه غواړم چې یوازې په لاره کې تاسو سره وګورم، خو زه په دې هیله یم که چېرې څښتن وغواړي، نو یو څه وخت به تاسو سره تېر کړم. ۸ نو زه به د پنتیکاست تر اختره پورې د افسیس په ښار کې پاتې شم. ۹ ځکه چې ماته د یو اغېزمن خدمت دپاره یوه لویه موقع راکړل شوې ده، که څه هم هلته ډېر خلک شته چې زما سره مخالفت کوي.

۱۰ کله چې تیموتاوس تاسو ته درشي، نو ګورئ تر هغې چې هغه ستاسو سره وي، باید هېڅ وېره ورسره نه وي، ځکه لکه څنګه چې زه څښتن ته کار کوم هغه یې هم کوي. ۱۱ نو مه پرېږدئ چې څوک هغه ته په سپکه سترګه وګوري. د هغه سره مرسته وکړئ چې په سلامتۍ سره خپل سفر ته دوام ورکړي، ځکه چې زه د هغه او نورو ورونو راتللو ته سترګې په لاره یم.

۱۲ زمونږ د ورور اپولوس په هکله باید ووایم چې ما هغه زیات وهڅاوه چې د نورو ورونو سره ستاسو لیدلو ته راشي، خو اوس هغه بیخي دا اراده نه لري چې تاسو ته درشي. خو کله چې ورته موقعه پیدا شي، نو تاسو ته به درشي.

وروستي پیغامونه او سلامونه

۱۳ بېداره اوسئ، په خپل ایمان کې ټینګ اوسئ، زړور او قوي اوسئ. ۱۴ تاسو چې هرڅه کوئ، هغه په مینه کوئ. ۱۵ ای خویندو او ورونو! تاسو پوهېږئ چې استیفان او د هغه کورنۍ په جنوبي یونان کې لومړني ایمانداران وو چې خپل ځانونه یې د خدای د خلکو خدمت ته وقف کړل، نو زه ستاسو نه په کلکه غوښتنه کوم ۱۶ چې د داسې خلکو او هر هغه چا تابعداري کوئ چې ستاسو سره همکاري کوي او زحمت وباسي.

۱۷ زه د استیفان، فرتوناتوس او اخاییکوس په راتللو خوشحاله یم، ځکه چې هغوی ستاسو په نشتون کې زما سره مرسته کوله. ۱۸ ځکه چې هغوی هم زما او هم ستاسو روح تازه کړ. نو د داسې خلکو قدر کوئ.

۱۹ د اسیا کلیساګانې تاسو ته سلامونه وایي. اکیلا او د هغه ښځه پریسکیلا او هغه نور کسان چې د هغوی د کور په کلیسا کې سره راټولیږي، تاسو ته د څښتن په نوم د زړه له کومي سلامونه وایي. ۲۰ ټولې خویندې او ورونه چې دلته دي، تاسو ته سلامونه وایي. په پاکه مینه یو بل ته په ښکلولو سره سلام ووایئ.

۲۱ زه پولوس په خپل لاس تاسو ته دا سلام لیکم. ۲۲ څوک چې د څښتن سره مینه نه کوي، په هغه دې لعنت وي. ای زمونږ څښتنه، راشه. ۲۳ د څښتن عیسی فضل دې وي په تاسو باندې. ۲۴ زما مینه دې په عیسی مسیح کې تاسو ټولو سره وي.

Next chapter