Previous chapter

د پاچاهانو لومړی کتاب

لومړی فصل

داود پاچا په خپل زوړ عمر کې

۱ داود پاچا ډېر زوړ شوی ؤ او سره له دې چې د هغه خدمتګارانو هغه په کمپلو باندې پټاوه، خو بیاهم هغه نه تودېده.

۲ نو درباریانو یې هغه ته وویل: «اعلیحضرته، مونږ ته اجازه راکړئ چې یوه پېغله راپیدا کړو چې ستاسو خدمت وکړي. هغه به ستاسو په څنګ کې څملي او تاسو به تود وساتي.» ۳ هغوی په ټولو اسراییلو کې یوه ښکلې پېغله ولټوله او په شونم کې هغوی د ابیشګ په نوم یوه انجلۍ پیدا کړه او هغه یې پاچا ته راوستله. ۴ هغه ډېره ښکلې وه او د پاچا خدمت به یې کاوه او پام به یې ساته، خو پاچا د هغې سره یوځای نه شو.

ادونیا د تخت دعوه کوي

۵ نو د داود زوی ادونیا چې مور یې حجیت نومېدله، هغه د پاچاهۍ دعوه وکړه. نو هغه څو جنګي ګاډۍ، اسونه او پنځوس کسان د بدرګې دپاره ځان ته تیار کړل. ۶ پلار یې داود د ده په کارونو کې هېڅکله لاس وهنه نه کوله. پرته له دې، هغه ډېر ښکلی ځوان ؤ او د ابشالوم څخه وروسته د هغه مشر زوی ؤ. ۷ ادونیا د زرویه د زوی یوآب او ابیاتار کاهن سره خبرې وکړې او هغوی موافقه وکړه چې د هغه څخه ملاتړ وکړي. ۸ خو صادوق کاهن، بنایاه د یهویاداع زوی، ناتان نبي، شمعي، ریعي او د داود ساتونکي قوماندان د ادونیا طرفداران نه وو.

۹ یوه ورځ ادونیا د زوحلت تیږې ته نژدې چې د روجل د چینې تر څنګه ده، پسونه، غویان او چاغ سخوندران قرباني کړل او هغه خپلو ورونو یعنې د پاچا نورو زامنو او ټولو شاهي درباریانو ته چې د یهودا څخه وو، بلنه ورکړه چې د قربانۍ مېلمستیا ته راشي. ۱۰ خو هغه ناتان نبي، بنایاه، د پاچا د ساتونکو قوماندان او خپل ورور سلیمان ته بلنه ورنه کړه.

سلیمان پاچا کیږي

۱۱ بیا ناتان د سلیمان مور بتشبع ته ورغی او د هغې څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا تا نه دي اورېدلي چې د حجیت زوی ادونیا پاچا شوی دی؟ او داود پاچا په دې هکله هېڅ خبر نه دی! ۱۲ که چېرې غواړې چې خپل ژوند او د خپل زوی سلیمان ژوند وژغورې، نو زه تاته مشوره درکوم. ۱۳ هغه دا چې سمدلاسه داود پاچا ته ورشه او ورته ووایه: اعلیحضرته، ایا تاسو زما سره دا قسم نه ؤ خوړلی چې په رښتیا سره به زما زوی سلیمان ستاسو څخه وروسته پاچا شي او هغه به ستاسو په تخت باندې کښېني؟ نو بیا ولې ادونیا پاچا شوی دی؟» ۱۴ ناتان زیاته کړه: «هغه شېبه چې ته د داود پاچا سره خبرې کوې، زه به درننوځم او ستا خبرې به تایید کړم.»

۱۵ نو بتشبع د زاړه پاچا د لیدلو دپاره د هغه د خوب کوټې ته ورننوتله چېرته چې ابیشګ چې د شونم څخه وه د هغه خدمت کاوه. ۱۶ بتشبع د درناوي په خاطر ټیټه شوه. پاچا پوښتنه وکړه: «ته څه غواړې؟» ۱۷ هغې ځواب ورکړ: «اعلیحضرته، تاسو ما سره ستاسو د څښتن خدای په نوم قسم خوړلی ؤ چې ستاسو څخه وروسته به زما زوی سلیمان پاچا شي. ۱۸ خو ګورئ، ادونیا مخکې له مخکې پاچا شوی دی او تاسو په دې هکله هېڅ خبر نه یئ. ۱۹ هغه ډېر غویان، چاغ سخوندران او پسونه قرباني کړل او ستاسو ټول زامن، ابیاتار کاهن او ستاسو د لښکرو قوماندان یوآب یې دې مېلمستیا ته راوبلل، خو ستاسو زوی سلیمان ته یې بلنه ورنه کړه. ۲۰ اعلیحضرته، د ټولو اسراییلیانو سترګې ستاسو په لور دي چې تاسو ورته دا ووایئ چې له تاسو وروسته به څوک پاچا شي. ۲۱ که چېرې تاسو داسې ونه کړئ، کله چې تاسو مړ شئ، نو زما د زوی سلیمان او زما سره به د مجرمانو په شان چلند وشي.»

۲۲ په هغې شېبه کې چې بتشبع د پاچا سره خبرې کولې، ناتان نبي راورسېده. ۲۳ خلکو پاچا ته خبر ورکړ: «دا دی ناتان نبي دلته دی.» نو هغه د پاچا حضور ته ورغی او د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۲۴ ناتان وویل: «اعلیحضرته، ایا تاسو دا اعلان کړی دی چې له تاسو وروسته به ادونیا پاچا شي او هغه به ستاسو په تخت باندې کښېني؟ ۲۵ نن هغه تللی دی او زیات شمېر غویان، چاغ سخوندران او پسونه یې قرباني کړي دي. هغه ستاسو ټولو زامنو، د لښکرو قوماندانانو او ابیاتار کاهن ته بلنه ورکړې ده. همدا اوس هغوی د هغه سره خوري او څښي او وایي: ژوندی دې وي ادونیا پاچا! ۲۶ خو اعلیحضرته، هغه زه، صادوق کاهن، بنایاه او سلیمان نه یو بللي. ۲۷ ایا ادونیا دا کار ستاسو اعلیحضرت د فرمان سره سم کړی دی؟ ځکه چې ستاسو درباریان خبر نه دي چې ستاسو نه وروسته به څوک پاچا شي او د پاچاهۍ په تخت به کښېني.»

۲۸ نو داود پاچا وویل: «بتشبع دننه راوغواړئ.» نو هغه راغله او د پاچا په حضور کې ودرېدله. ۲۹ په دې وخت کې پاچا هغې ته وویل: «د هغه ژوندي څښتن په نوم چې زه یې د ټولو سختیو څخه ژغورلی یم قسم خورم، ۳۰ زه به نن په یقین سره هغه کار سرته ورسوم چې د هغه په هکله مې ستا سره د څښتن، یعنې د اسراییلو د خدای په نوم قسم خوړلی ؤ، چې زما څخه وروسته به ستا زوی سلیمان پاچا شي او هغه به زما په ځای زما په تخت باندې کښېني.»

۳۱ نو بیا بتشبع د درناوي په خاطر ټیټه شوه، ویې ویل: «زما بادار، داود پاچا دې تل ژوندی وي!»

۳۲ داود پاچا وویل: «صادوق کاهن، ناتان نبي او د یهویاداع زوی بنایاه دننه راوغواړئ.» کله چې هغوی د پاچا حضور ته راغلل، ۳۳ پاچا هغوی ته وویل: «زما درباریان درسره واخلئ، زما زوی سلیمان زما په خپلې قچرې باندې سپور کړئ او د جیحون د چینې پورې یې بدرګه کړئ. ۳۴ صادوق کاهن او ناتان نبي دې هلته د اسراییلو د پاچا په توګه د هغه سر په تېلو غوړ کړي. وروسته له هغې سرنی وغږوئ او داسې چیغې ووهئ: ژوندی دې وي سلیمان پاچا! ۳۵ سلیمان مخکې او تاسو په هغه پسې بېرته دلته راشئ او هغه دې زما په تخت باندې کښېني او زما په ځای دې پاچاهي وکړي. ځکه چې هغه مې د اسراییلو او یهودا مشر ټاکلی دی.»

۳۶ بنایاه د پاچا په ځواب کې وویل: «آمین! ستاسو څښتن خدای دې قبول کړي! ۳۷ لکه څنګه چې څښتن ستاسو اعلیحضرت سره مل ؤ، د سلیمان سره دې هم مل وي او د هغه پاچاهي دې د ستاسو د پاچاهۍ څخه هم ډېره لویه کړي.»

۳۸ نو صادوق کاهن، ناتان نبي، بنایاه او د پاچا ساتونکي یعنې کریتیان او فلیتیان لاړل، سلیمان یې د داود پاچا په قچره باندې سپور کړ او هغه یې د جیحون د چینې پورې بدرګه کړ. ۳۹ صادوق کاهن د سپېڅلې خېمې څخه د تېلو ښکر راواخیست او د سلیمان سر یې غوړ کړ. له هغې وروسته هغوی سرنی وغږاوه او ټولو خلکو چیغې ووهلې: «ژوندی دې وي سلیمان پاچا!» ۴۰ بیا ټول د سلیمان پسې اورشلیم ته راستانه شول. هغوی داسې شپېلۍ غږولې او د خوشحالۍ چیغې وهلې چې ځمکه یې لړزوله.

۴۱ کله چې ادونیا او د هغه مېلمنو د ډوډۍ خوراک پای ته رساوه، هغوی شورماشور واورېد. کله چې یوآب د سرني اواز واورېده، هغه پوښتنه وکړه: «په ښار کې دا شورماشور د څه دپاره دی؟» ۴۲ مخکې له دې چې هغه خپلې خبرې خلاصې کړي، د ابیاتار کاهن زوی یوناتان راورسېد. ادونیا وویل: «دننه راشه! ته د عزت وړ سړی یې، تا به خامخا ښه خبر راوړی وي.»

۴۳ یوناتان ځواب ورکړ: «هېڅ نه! زمونږ بادار داود سلیمان پاچا کړ. ۴۴ هغه صادوق کاهن، ناتان نبي، بنایاه، د پاچا ساتونکي یعنې کریتیان او فلیتیان د سلیمان سره ولېږل او هغه یې د پاچا په قچره باندې سپور کړ. ۴۵ صادوق کاهن او ناتان نبي د جیحون د چینې سره د هغه سر په تېلو غوړ کړ چې پاچا شي. بیا هغوی ښار ته ننوتل، د خوشحالۍ چیغې یې وهلې او خلکو شورماشور جوړ کړ. دا هغه شورماشور دی چې تاسو واورېده. ۴۶ نو اوس سلیمان په تخت باندې ناست دی. ۴۷ بله خبره دا چې درباریان د مبارکۍ دپاره زمونږ بادار، داود پاچا ته راغلي دي او وایي: ستاسو خدای دې د سلیمان نوم د ستاسو د نوم څخه هم زیات مشهور کړي او د هغه پاچاهي دې د ستاسو د پاچاهۍ څخه هم لویه کړي! او پاچا په خپل کټ کې سجده وکړه ۴۸ او ویې ویل: د اسراییلو څښتن خدای ته دې ثنا وي، چا چې نن ورځ زما د اولادې نه یو کس غوره کړ چې زما په ځای په تخت باندې کښېني او زه یې پرېښودم چې هغه په خپلو سترګو ووینم.»

۴۹ په دې خبره د ادونیا ټول مېلمانه ووېرېدل، پاڅېدل او هر یو په خپله لاره لاړ. ۵۰ خو ادونیا د سلیمان له وېرې سپېڅلې خېمې ته لاړ او د خپل ژوند د ژغورلو دپاره یې هغه ښکرونه چې د قربانۍ د ځای په کنجونو کې وو، ونیول. ۵۱ سلیمان پاچا ته خبر ورکړل شو چې ادونیا د هغه څخه وېریږي، د قربانۍ د ځای ښکرونه یې کلک نیولي دي او وایي: «زه غواړم چې سلیمان پاچا دې اول ماته قسم وخوري چې هغه به ما نه وژني.»

۵۲ سلیمان په ځواب کې وویل: «که چېرې هغه دا ثابته کړي چې وفادار سړی دی، نو د هغه د سر یو ویښته به هم کم نه شي، خو که هغه خیانت وکړي وبه وژل شي.» ۵۳ نو سلیمان پاچا سړي ولېږل او هغه یې د قربانۍ د ځای څخه راښکته کړ. هغه راغی او د درناوي په خاطر یې سلیمان پاچا ته خپل سر ټیټ کړ او سلیمان هغه ته وویل: «خپل کور ته لاړ شه.»

Previous chapter