د پاچاهانو لومړی کتاب

دوهم فصل

سلیمان ته د داود وصیت

۱ کله چې د داود د مړینې وخت رانژدې شو، خپل زوی سلیمان یې راوغوښت او خپل وصیت یې ورته وکړ: ۲ «زما د مړینې وخت رارسېدلی دی، نو قوي او زړور اوسه ۳ او څه چې ستا څښتن خدای یې درڅخه غواړي هماغسې وکړه. د هغه په لاره لاړ شه او د هغه په قوانینو او حکمونو باندې لکه څنګه چې د موسی په شریعت کې لیکل شوي دي عمل وکړه، ترڅو په هر کار کې چې ته یې کوې او هر چېرته چې ځې نېکمرغه اوسې. ۴ که چېرې د هغه اطاعت وکړې، نو څښتن به هغه وعده عملي کړي چې زما سره یې کړې وه. ماته یې ویلي وو: ستا اولاده به تر هغې پورې په اسراییلو باندې حکومت کوي، ترڅو پورې چې هغوی په وفادارۍ او د زړه له کومي زما حکمونو ته غاړه کېږدي.

۵ بله خبره دا چې تاته په یاد دي چې د زرویه زوی یوآب زما سره څه وکړل، هغه د اسراییلو د لښکرو قوماندانان یعنې ابنیر د نیر زوی او عماسا د یتر زوی ووژل. هغوی یې د سولې په وخت کې د هغو وژنو په بدل کې ووژل چې د جګړې په وخت کې یې وژلي وو. د هغه لاسونه د بې ګناه سړیو په وینو ککړ دي. ۶ ته د عقل نه کار واخله، هغه مه پرېږده چې سپین ږیری شي او په طبیعي مرګ مړ شي. ۷ خو د جلعادي برزلای په زامنو باندې مهربانه اوسه او هغوی په هغو خلکو کې شامل کړه چې ستا په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري. ځکه کله چې زه ستا د ورور ابشالوم څخه وتښتېدم هغوی زما سره ودرېدل. ۸ یاد ساته چې شمعي د بنیامیني جیرا زوی چې د بحوریم څخه دی، هم ستا سره دی. په هغه ورځ چې زه محنایم ته لاړم، هغه په ما باندې ډېر سخت لعنت ووایه. خو کله چې هغه زما د لیدلو دپاره د اردن د سیند غاړې ته راغی، ما د څښتن په نوم هغه ته قسم وخوړ چې زه به هغه ونه وژنم. ۹ خو ته هغه بې سزا مه پرېږده. ته پوه سړی یې او په دې باندې پوهېږې چې د هغه سره باید څه وکړې. که څه هم هغه سپین ږیری دی، باید ووژل شي.»

د داود مړینه

۱۰ داود مړ شو او د داود په ښار کې ښخ شو. ۱۱ هغه څلوېښت کاله په اسراییلو باندې پاچاهي وکړه - اووه کاله په حبرون کې او دري دېرش کاله په اورشلیم کې. ۱۲ نو سلیمان د خپل پلار داود په تخت باندې کښېناست او د هغه پاچاهي ټینګه شوه.

د ادونیا وژنه

۱۳ یوه ورځ د حجیت زوی ادونیا د سلیمان مور بتشبع ته ورغی. بتشبع د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ته د سولې سره راغلی یې؟» هغه ځواب ورکړ: «هو، د سولې سره.» ۱۴ بیا هغه زیاته کړه: «زه غواړم ستاسو سره خبرې وکړم.» هغې ځواب ورکړ: «څه غواړې چې ووایې؟» ۱۵ هغه وویل: «لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، پاچاهي زما وه. ټولو اسراییلیانو ماته د پاچا په سترګه کتل. خو هرڅه بدل شول او زما ورور پاچا شو ځکه چې دا د څښتن رضا وه. ۱۶ اوس زه یوه غوښتنه لرم، هیله ده چې هغه رد نه کړئ.» بتشبع ځواب ورکړ: «څه غوښتنه؟» ۱۷ هغه ځواب ورکړ: «د سلیمان پاچا څخه غوښتنه وکړئ چې هغه ځوانه ښځه ابیشګ چې د شونم څخه ده، ماته راکړي چې واده ورسره وکړم. زه پوهېږم چې هغه به ستاسو غوښتنه رد نه کړي.» ۱۸ هغې ځواب ورکړ: «ډېر ښه، زه به ستا دپاره د پاچا سره خبرې وکړم.»

۱۹ نو بتشبع سلیمان پاچا ته ورغله چې د هغه سره د ادونیا په هکله خبرې وکړي. پاچا خپلې مور ته د هرکلي ویلو دپاره راپاڅېده او هغې ته یې د درناوي سر ټیټ کړ. بیا هغه په خپل تخت باندې کښېناست او بل تخت یې راوغوښت او مور یې د هغه ښي لاس ته په تخت باندې کښېناستله. ۲۰ بتشبع وویل: «ستا څخه یوه کوچنۍ غوښتنه لرم، هغه رد نه کړې.» پاچا په ځواب کې وویل: «ای زما مورې، ووایه، زه به ستا غوښتنه رد نه کړم.» ۲۱ نو هغې وویل: «پرېږده چې ستا ورور ادونیا د ابیشګ سره واده وکړي.» ۲۲ پاچا پوښتنه وکړه: «ولې زما څخه غواړې چې ابیشګ هغه ته ورکړم؟ کېدای شي چې دا هم زما څخه وغواړې چې تخت هم ورته ورکړم. اخر هغه زما مشر ورور دی او ابیاتار کاهن او یوآب د هغه پلویان دي.» ۲۳ نو سلیمان پاچا د څښتن په نوم قسم وخوړ او ویې ویل: «که چېرې ادونیا مې د دې غوښتنې په خاطر ژوندی پرېښود، نو خدای دې ما ووژني. ۲۴ څښتن زه د خپل پلار داود په ځای پاچا کړی یم او زما پاچاهي یې ټینګه کړې ده. هغه خپله وعده تر سره کړې ده او ماته او زما اولادې ته یې پاچاهي ورکړې ده. زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې ادونیا به همدا نن ووژل شي!» ۲۵ نو سلیمان بنایاه د یهویاداع زوی ته حکم وکړ، هغه لاړ او ادونیا یې وواژه.

د ابیاتار شړل او د یوآب وژنه

۲۶ پاچا ابیاتار کاهن ته وویل: «بېرته خپلې ځمکې او ځای عناتوت ته لاړ شه. ته د مرګ لایق یې، خو اوس دې نه وژنم، ځکه چې هغه وخت چې ته زما د پلار داود سره وې، د څښتن تعالی د لوظ صندوق به دې د هغه سره وړلو. په ټولو سختیو کې د هغه سره یوځای وې.» ۲۷ نو سلیمان ابیاتار د څښتن د کاهنتوب څخه لېرې کړ. په دې ډول یې د څښتن هغه خبره تر سره کړه چې د عیلي کاهن او د هغه د اولادې په اړه یې په شیلوه کې کړې وه.

۲۸ کله چې یوآب د دې پېښې څخه خبر شو، هغه د څښتن خېمې ته وتښتېده او د قربانۍ د ځای ښکرونه یې ونیول. یوآب د ادونیا ملاتړ کاوه، خو د ابشالوم څخه یې ملاتړ نه ؤ کړی. ۲۹ سلیمان پاچا خبر شو چې یوآب د څښتن خېمې ته تښتېدلی دی او د قربانۍ د ځای په خوا کې دی. نو سلیمان بنایاه ته امر وکړ: «لاړ شه او هغه ووژنه!» ۳۰ هغه د څښتن خېمې ته ورغی او یوآب ته یې وویل: «پاچا حکم کوي چې دباندې راووځه.» یوآب په ځواب کې وویل: «نه، زه غواړم چې دلته مړ شم.» بنایاه بېرته پاچا ته ورغی او د یوآب خبره یې ورته وکړه. ۳۱ نو بیا پاچا بنایاه ته امر وکړ: «څنګه چې هغه وایي هماغسې وکړه. هغه ووژنه او ښخ یې کړه، ترڅو د هغو بې ګناه خلکو د وینو د ملامتۍ څخه چې یوآب توی کړې وې، زه او زما د پلار نوره اولاده پاکه شي. ۳۲ څښتن به یوآب ته د هغو قتلونو په خاطر سزا ورکړي چې هغه کړي وو او زما پلار داود د هغو څخه خبر نه ؤ. یوآب هغه دوه سړي ووژل چې د هغه څخه نېک او ډېر ښه وو، یعنې ابنیر د اسراییلو د لښکرو قوماندان او عماسا د یهودا د لښکرو قوماندان. ۳۳ د هغوی د قتلونو سزا به د تل دپاره د یوآب او د هغه د اولادې په غاړه وي. خو څښتن به تل د داود اولادې ته چې د هغه په تخت باندې کښېني، سوله ور په برخه کړي.» ۳۴ نو بنایاه سپېڅلې خېمې ته لاړ او یوآب یې وواژه. د هغه مړی په خپله ځمکه کې چې په دښته کې وه، ښخ شو. ۳۵ پاچا د یوآب په ځای بنایاه د لښکرو قوماندان کړ او صادوق کاهن یې د ابیاتار په ځای وټاکه.

د شمعي وژنه

۳۶ نو پاچا شمعي راوغوښت او هغه ته یې وویل: «د خپل ځان دپاره په اورشلیم کې کور جوړ کړه او هلته اوسېږه، خو بل هېڅ چېرته لاړ نه شې. ۳۷ هغه ورځ چې ته لاړ شې او د قدرون له درې څخه پورې وځې، نو پوه شه چې ته به مړ شې او خون به یې ستا په غاړه وي.» ۳۸ شمعي پاچا ته په ځواب کې وویل: «ډېر ښه اعلیحضرته! څنګه چې تاسو وایئ هماغسې به وکړم.» نو شمعي د ډېرې مودې دپاره په اورشلیم کې پاتې شو.

۳۹ خو درې کاله وروسته د شمعي دوه غلامان د جت پاچا اخیش د معکه زوی ته وتښتېدل. کله چې شمعي واورېدل چې هغوی په جت کې دي، ۴۰ هغه په خپل خره باندې کته واچوله او اخیش پاچا ته ورغی چې خپل غلامان پیدا کړي. هغه یې پیدا کړل او بېرته یې خپل کور ته راوستل. ۴۱ کله چې سلیمان ته خبر ورسېده چې شمعي د اورشلیم څخه جت ته تللی ؤ او بېرته راستون شوی دی، ۴۲ پاچا شمعي راوغوښت او هغه ته یې وویل: «ایا تاته مې د څښتن په نوم قسم او خبرداری نه ؤ درکړی چې په هغه ورځ چې د اورشلیم نه ووځې او بل چېرته لاړ شې، مړ به شې؟ تا هغه وخت زما امر ومانه. ۴۳ نو ولې دې هغه قسم مات کړ چې د څښتن سره دې کړی ؤ او زما د امر څخه دې هم سرغړونه وکړه؟» ۴۴ همدارنګه پاچا شمعي ته وویل: «ته په خپل زړه کې په خپلو هغو ټولو بدیو باندې پوهېږې چې زما د پلار داود سره دې کړې دي. اوس به څښتن تاته ستا د بدو کارونو سزا درکړي. ۴۵ خو څښتن به ماته برکت راکړي او هغه به د داود پاچاهي تل ترتله ټینګه وساتي.» ۴۶ نو بیا پاچا بنایاه ته حکم وکړ او هغه شمعي دباندې وویست او ویې واژه.

نو پاچاهي د سلیمان په لاسونو کې ټینګه پاتې شوه.