Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ سلیمان د مصر د پاچا فرعون سره یو تړون وکړ او د هغه د لور سره یې واده وکړ. هغه یې راوستله چې تر هغې پورې د داود په ښار کې واوسیږي ترڅو پورې چې هغه د خپلې ماڼۍ، د خدای د کور او د اورشلیم شاوخوا دېوال د جوړولو کار سرته ورسوي. ۲ تر هغه وخته پورې لا د څښتن دپاره کور نه ؤ جوړ شوی، نو ځکه به قوم په مختلفو سیمه ییزو عبادت ځایونو کې قربانۍ کولې.
۳ سلیمان د څښتن سره مینه کوله او د خپل پلار داود د لارښوونو له مخې یې عمل کاوه. خو هغه هم د عبادت په مختلفو سیمه یزو ځایونو کې قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځوله. ۴ پاچا جبعون ته لاړ چې هلته قربانۍ وړاندې کړي، ځکه چې هغه د قربانۍ کولو تر ټولو مشهور ځای ؤ. سلیمان به د قربانۍ په هغه ځای کې زر سوځېدونکې نذرانې وړاندې کولې. ۵ یوه شپه په جبعون کې څښتن خدای هغه ته په خوب کې ورښکاره شو او پوښتنه یې ترې وکړه: «څه غواړې چې تاته یې درکړم؟» ۶ سلیمان په ځواب کې وویل: «تا تل د خپل غلام یعنې زما د پلار داود سره ډېره مینه ښودلې ده او هغه تاته وفادار، نېک او صادق ؤ. هغه ته دې خپله زیاته او نه بدلېدونکې مینه وښودله چې هغه ته دې زوی ورکړ چې نن ورځ د هغه په ځای پاچاهي کوي. ۷ نو بیا، ای زما څښتن خدایه، تا خپل غلام زما د پلار داود په ځای پاچا کړ. خو زه د یو کوچني ماشوم په شان یم او په دې باندې نه پوهېږم چې څنګه پاچاهي وکړم. ۸ زه د هغه قوم په منځ کې اوسېږم چې تا د خپل ځان دپاره غوره کړی دی، هغه قوم چې دومره زیات دی چې نه شمېرل کیږي. ۹ نو ماته پوهه او حکمت راکړه چې ستا په قوم باندې په عدالت سره حکومت وکړم او د ښو او بدو ترمنځ فرق وکړم. که نه، نو څوک کولای شي چې ستا په دې لوی قوم باندې پاچاهي وکړي؟»
۱۰ څښتن خوشحاله شو چې سلیمان دغه غوښتنه کړې ده. ۱۱ نو خدای هغه ته وویل: «څرنګه چې تا دا وغوښتل او د خپل ځان دپاره دې نه د زیات عمر هیله وکړه، نه دې د شتمنۍ او نه دې د خپلو دښمنانو مرګ وغوښت، بلکې د پوهې او حکمت هیله دې وکړه چې په عدل سره پاچاهي وکړې. ۱۲ څه چې تا غوښتي دي زه به یې درکړم. زه به تاته داسې پوهه او حکمت درکړم، چې له دې څخه مخکې هم د چا سره نه وو او وروسته به هم د چا سره نه وي. ۱۳ برسېره پردې هغه څه چې تا نه دي غوښتي زه به یې درکړم، یعنې شتمني او عزت دواړه، ترڅو ستا په ژوند کې په پاچاهانو کې څوک ستا سره برابر نه شي. ۱۴ او که چېرې زما اطاعت وکړې او د خپل پلار داود په شان زما د قوانینو او حکمونو څخه پیروي وکړې، زه به درته زیات عمر درکړم.»
۱۵ نو سلیمان راویښ شو او پوه شو چې څښتن ورسره په خوب کې خبرې کړې دي. بیا هغه اورشلیم ته لاړ، د څښتن د لوظ صندوق ته مخامخ ودرېده او سوځېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې څښتن ته وړاندې کړې. له هغې وروسته یې خپلو ټولو درباریانو ته مېلمستیا ورکړه.
۱۶ یوه ورځ دوه بدلمنې ښځې پاچا ته راغلې او د هغه په مخکې ودرېدلې. ۱۷ د هغوی څخه یوې وویل: «وبخښئ، اعلیحضرته! زه او دغه ښځه په یو کور کې اوسېږو. هغه وخت چې زما ماشوم پیدا شو هغه زما سره په دې کور کې وه. ۱۸ زما د ماشوم د زېږېدلو په درېمه ورځ هغې هم یو ماشوم وزېږاوه. په هغه کور کې یوازې مونږ وو او زمونږ څخه پرته هلته بل هېڅوک نه ؤ. ۱۹ نو یوه شپه هغې ښځې په خوب کې خپل ماشوم د ځان لاندې کړی ؤ او هغه مړ شوی ؤ. ۲۰ نو د شپې په نیمایي کې چې کله زه ویده وم، هغه راپاڅېدلې وه او زما زوی یې زما له څنګ څخه اخیستی ؤ. هغه یې خپله غېږه کې او خپل مړ زوی یې زما په غېږه کې اچولی ؤ. ۲۱ کله چې سهار راپاڅېدم چې خپل ماشوم ته شیدې ورکړم، ومې لیدل چې هغه مړ دی! ما په غور سره په رڼا کې هغه ته وکتل او ومې لیدل چې هغه زما زوی نه دی.» ۲۲ هغې بلې ښځې وویل: «نه! ژوندی ماشوم زما دی او مړ ماشوم ستا دی.» لومړنۍ ښځې بېرته په ځواب کې وویل: «نه! مړ ماشوم ستا دی او ژوندی زما دی!» نو هغوی د پاچا په حضور کې یو تر بله شخړه وکړه.
۲۳ پاچا وویل: «تاسو دواړه دا دعوه لرئ چې ژوندی ماشوم زما دی او مړ ماشوم زما نه دی.» ۲۴ نو پاچا وویل: «ماته توره راوړئ.» نو کله چې هغوی پاچا ته توره راوړه، ۲۵ بیا هغه حکم وکړ: «دا ژوندی ماشوم دوه ټوټې کړئ او نیم یې یوې ته ورکړئ او نیم یې بلې ته ورکړئ.» ۲۶ هغه ښځه چې د ژوندي ماشوم اصلي مور وه، زړه یې په خپل ماشوم باندې وسوځېده او پاچا ته یې وویل: «اعلیحضرته! مهرباني وکړئ دا ژوندی ماشوم هغې ته ورکړئ! هغه مه وژنئ!» خو هغې بلې ښځې وویل: «نه دې زما وي او نه دې ستا وي. هغه دوه ټوټې کړئ!» ۲۷ هغه وخت پاچا خپله پرېکړه وکړه: «ماشوم مه وژنئ! هغه لومړنۍ ښځې ته ورکړئ ځکه چې هغه یې اصلي مور ده.»
۲۸ کله چې د اسراییلو ټولو خلکو واورېدل چې پاچا دا قانوني پرېکړه کړې ده، د هغوی په نظر کې پاچا ډېر د عزت وړ شو، ځکه هغوی ولیدل چې خدای هغه ته حکمت ورکړی دی چې په عدل سره پاچاهي وکړي.