د پاچاهانو لومړی کتاب

څلورم فصل

د سلیمان لوړ‌رتبه مامورین او والیان

۱ نو سلیمان پاچا په ټولو اسراییلو باندې پاچاهي کوله ۲ او دا د هغه لوړ‌رتبه مامورین وو:

  • عزریا د صادوق زوی - کاهن
  • ۳ الیحورف او اخیا د شیشه زامن - د هغه منشیان
  • یهوشافاط د اخیلود زوی - د پېښو د ثبتولو مسوول
  • ۴ بنایاه د یهویاداع زوی - د لښکرو قوماندان،
  • صادوق او ابیاتار - کاهنان
  • ۵ عزریا د ناتان زوی - د سیمه‌ییزو والیانو مشر
  • زابود د ناتان زوی - کاهن او د پاچا شخصي مشاور
  • ۶ اخیشار - د پاچا د ماڼۍ مشر
  • ادونیرام د عبدا زوی - د بېګارۍ کارونو مشر.

۷ سلیمان د ټولو اسراییلو دپاره دولس سیمه‌ییز والیان وټاکل. هغوی به د پاچا او د هغه د کورنۍ دپاره د خپلو سیمو څخه خوراک تیاراوه او د دې دپاره به هر والي په کال کې د یوې میاشتې دپاره مسوول ؤ. ۸ د هغو والیانو او سیمو نومونه چې هغوی یې مشران وو، په لاندې ډول دي:

  • بن‌حور، د افرایم په غرنۍ سیمه کې
  • ۹ بن‌دقر، د ماقص، شعلبیم، بیت‌شمس او ایلون‌بیت‌حانان په ښارونو کې
  • ۱۰ بن‌حسد، په اروبوت، سوکوه او د حافر په ټوله سیمه کې
  • ۱۱ بن‌ابیناداب، چې د سلیمان د لور تافت سره یې واده کړی ؤ، د دور په ټوله سیمه کې.
  • ۱۲ بعنه د اخیلود زوی په تعنک، مجدو ښارونو او بیت‌شان ته نژدې ټولو سیمو کې چې د یزرعیل د ښار لاندې د زرتان ښار ته نژدې دي، د بیت‌شان څخه تر ابل‌محوله او د یقمعام د ښارونو بلې خوا پورې.
  • ۱۳ بن‌جابر، د جلعاد د راموت ښار او د جلعاد په کلیو کې چې د منسي د اولادې یاییر په طایفې پورې اړه لرله او د باشان د ارجوب په سیمه کې، یعنې په شپېتو لویو قوي دېوال لرونکو ښارګوټو کې چې برنجي سیخ لرونکې دروازې یې درلودلې.
  • ۱۴ اخیناداب د عیدو زوی د محنایم په سیمه کې
  • ۱۵ اخیمعص، چې د سلیمان د لور باسمت سره یې واده کړی ؤ، د نفتالي په سیمه کې
  • ۱۶ بعنه د حوشای زوی د اشیر په سیمه او د بعلوت په ښار کې
  • ۱۷ یهوشافاط د فاروح زوی، د یساکار په سیمه کې
  • ۱۸ د ایله زوی شمعي، د بنیامین په سیمه کې
  • ۱۹ جابر د اوري زوی، په جلعاد کې چې دا د اموریانو د پاچا سیحون او د باشان د پاچا عوج هېواد ؤ.

د دولسو والیانو برسېره، په ټوله خاوره باندې یو لوی والي هم ؤ.

د سلیمان قدرت، شتمني او حکمت

۲۰ د یهودا او اسراییلو خلک د بحیرې د شګو په شان ډېر وو، هغوی خوړل، څښل او خوشحاله وو. ۲۱ سلیمان په ټولو پاچاهیو باندې د فرات د سیند څخه نیولې د فلسطینیانو تر هېواده او د مصر تر سرحده پورې پاچاهي کوله. هغوی به باج ورکاوه او د سلیمان د ژوند تر پایه د هغه تابع وو.

۲۲ د سلیمان د دربار ورځنۍ خوراکه درې زره کیلو‌ګرامه ښه اوړه او شپږ زره کیلو‌ګرامه زیږه اوړه وو. ۲۳ همدارنګه لس چاغ غویان، شل د څړځای غویان، سل پسونه او وزې، پرته له دې هوسۍ، غرڅې او چاغ مرغان هم وو. ۲۴ سلیمان د فرات د سیند د لوېدیځې خوا په ټوله خاوره باندې د تفسح څخه چې د فرات په څنګ کې ؤ نیولې د غزې تر ښاره پورې چې په لوېدیځ کې ؤ، پاچاهي کوله. د فرات د لوېدیځ ټول پاچاهان د هغه تابع وو او د ټولو ګاونډیو هېوادونو سره یې روغه جوړه وه. ۲۵ د سلیمان په ټول ژوند کې په شمال کې د دان څخه نیولې په جنوب کې تر بیرشبع پورې د یهودا او اسراییلو کورنۍ د خپلو تاکونو او انځرو د ونو د سیوري لاندې په امن کې کښېناستلې. ۲۶ سلیمان د خپلو جنګي ګاډیو د اسونو دپاره څلوېښت زره غوجلې او دولس زره سپاره عسکر درلودل. ۲۷ د هغه د دولسو سیمو والیانو هر یو په خپله ټاکلې شوې میاشت کې د سلیمان پاچا او هر هغه چا دپاره چې په ماڼۍ کې یې ډوډۍ خوړله، خوراک تیاراوه. هغوی به تل د اړتیا وړ شیان پوره کول. ۲۸ همدارنګه هغوی به د جنګي ګاډیو د اسونو او نورو اسونو دپاره هم د اوربشو او بوسو خپله برخه هغه ځای ته راوړله چې ورته اړتیا وه.

۲۹ سلیمان ته خدای لوی حکمت، ځیرکتیا او بې‌اندازې زیاته پوهه ورکړې وه. ۳۰ د سلیمان حکمت د ختیځ د پوهانو او د مصر د پوهانو د حکمت څخه هم زیات ؤ. ۳۱ هغه د ټولو خلکو څخه ډېر زیات پوه ؤ. هغه د ازراحي ایتان او د ماحول د زامنو یعنې حیمان، کلکول او دردع څخه هم ډېر پوه ؤ او د هغه شهرت په ټولو ګاونډیو هېوادونو کې خپور شو. ۳۲ هغه درې زره متلونه ویلي دي او د سندرو شمېر یې یو زر او پنځو ته رسېده. ۳۳ هغه د ونو او بوټو په اړه د لبنان د سبر د ونو څخه نیولې د هغه وېلني پورې چې په دېوالونو باندې شنه کیږي، خبرې کړې دي. هغه د څارویو، مرغانو، خزندو او ماهیانو په اړه خبرې کړې دي. ۳۴ د ټولې نړۍ پاچاهانو د هغه د حکمت په هکله واورېدل او استازي یې ورولېږل چې د هغه خبرو ته غوږ ونیسي.