Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د پاچاهانو لومړی کتاب
لسم فصل
د سلیمان او د شیبا د ملکې لیدنه او کتنه
(دوهم تواریخ ۹:۱-۱۲)
۱ کله چې د شیبا ملکې د سلیمان د شهرت په اړه واورېدل، هغه شهرت چې څښتن سلیمان ته ورکړی ؤ، نو هغه راغله چې په سختو پوښتنو سره هغه وازمایي. ۲ هغه د یو لوی کاروان او اوښانو سره چې د خوشبویۍ مسالې، ډېر سره زر او قیمتي تیږې ورباندې بار وې، اورشلیم ته راورسېدله. هغه سلیمان ته راغله او د هغو ټولو شیانو په هکله چې د هغې په ذهن کې وو، د هغه سره یې خبرې وکړې. ۳ سلیمان د هغې ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړ، داسې یوه پوښتنه نه وه چې پاچا یې بېځوابه پریښې وي. ۴ کله چې د شیبا ملکې د سلیمان حکمت او هغه ماڼۍ چې هغه جوړه کړې وه، ۵ هغه خواړه چې په دسترخوان باندې وو، د هغه د درباریانو د کښېناستلو ترتیب، د خدمتګارانو ښه تنظیم او د هغوی کالي، د هغه ساقیان او هغه سوځېدونکې قربانۍ چې هغه د څښتن په کور کې وړاندې کولې ولیدلې، نو ډېره حیرانه شوه.
۶ هغې پاچا ته وویل: «هغه څه چې ما په خپل هېواد کې ستاسو د کارونو او حکمت په اړه اورېدلي وو، هغه رښتیا دي! ۷ خو ما تر هغې پورې په دې باندې باور نه کاوه ترڅو چې راغلم او دا هر څه مې په خپلو سترګو ولیدل. خو حتی ما د دې په نیمایي هم نه وو اورېدلي، ستاسو حکمت او شتمني د هغې څخه هم ډېره زیاته ده، څه چې ما اورېدلي وو. ۸ ستاسو خلک به څومره خوشحاله وي! او ستاسو درباریان به څومره خوښ وي چې تل ستاسو په حضور کې ولاړ وي او ستاسو د حکمت خبرې واوري! ۹ ثنا دې وي ستاسو څښتن خدای ته چې ستاسو څخه ډېر خوشحاله دی او تاسو یې د اسراییلو په تخت باندې کښېنولي یئ. د اسراییلو سره د څښتن د تلپاتې مینې په خاطر یې تاسو پاچا کړي یئ چې عدالت او انصاف وکړئ.»
۱۰ د شیبا ملکې سلیمان پاچا ته د څلورو ټنو څخه زیات سره زر، زیاته اندازه خوشبویه مسالې او قیمتي تیږې ورکړې. څومره زیاتې خوشبویه مسالې چې د شیبا ملکې سلیمان پاچا ته ورکړل دومره هېڅکله نه وو راوړل شوي.
۱۱ د حیرام کشتۍګانو د اوفیر څخه پرته له سرو زرو ډېر زیات د نښتر لرګي او قیمتي تیږې هم راوړلې. ۱۲ پاچا د دې لرګیو څخه د څښتن د کور او شاهي ماڼۍ دپاره زینې او د ساز غږوونکو دپاره ربابونه او چنګونه جوړ کړل. د هغې ورځې څخه تراوسه پورې دومره زیات د نښتر لرګي هېڅکله نه وو راوړل شوي او نه هم لیدل شوي وو.
۱۳ سلیمان پاچا د شیبا ملکې ته برسېره په هغو شیانو چې هغې غوښتي وو، د خپل شاهانه سخاوت له مخې نور سوغاتونه هم ورکړل. له هغې وروسته ملکه د خپلو خدمتګارانو سره خپل هېواد یعنې شیبا ته ستنه شوه.
د سلیمان پاچا شتمني
(دوهم تواریخ ۹:۱۳-۲۸)
۱۴ سلیمان پاچا هر کال نژدې درویشت ټنه سره زر لاسته راوړل. ۱۵ په دې کې هغه مالیات چې د سوداګرانو له خوا ورکول کېدل، د سوداګرۍ ګټې او هغه باج چې د عربو د پاچاهانو او هغه مالیات چې د اسراییلو د والیانو له خوا ورکول کېده، شامل نه وو. ۱۶ سلیمان پاچا د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه سوه دانې لوی سپرونه جوړ کړل، په هر سپر کې نژدې اووه کیلوګرامه سره زر کارول شوي وو. ۱۷ همدارنګه هغه د ټکول شویو سرو زرو څخه درې سوه دانې کوچني سپرونه جوړ کړل، چې په هر سپر کې نژدې دوه کیلوګرامه سره زر کارول شوي وو. پاچا هغه د ماڼۍ په هغه سالون کې کېښودل چې د لبنان د ځنګل په نوم یادېده.
۱۸ پاچا د فیل د غاښونو څخه یو لوی تخت هم جوړ کړ او هغه ته یې د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ. ۱۹ تخت ته د ورختلو دپاره شپږ زینې وې او د تخت سر د شا له خوا ګرد ؤ. د تخت دواړو خواو ته بازوګان وو او د هر یو په خوا کې د زمري مجسمه وه. ۲۰ په شپږو زینو باندې د دولسو زمریانو مجسمې وې، د هرې زینې هرې خواته یوه یوه مجسمه وه. په بلې هېڅ پاچاهۍ کې داسې تخت نه ؤ جوړ شوی. ۲۱ د سلیمان پاچا هغه جامونه چې د څښلو دپاره وو، ټول د سرو زرو څخه جوړ شوي وو. د هغه د ماڼۍ هغه سالون چې د لبنان د ځنګل په نوم یادېده، ټول سامان یې د سوچه سرو زرو څخه وو. سپین زر هېڅ کارول شوي نه وو، ځکه چې د سلیمان په وخت کې سپین زر بېارزښته ګڼل کېدل. ۲۲ هغه بحري کشتۍګانې درلودلې چې د حیرام د کشتۍګانو سره یې سفر کاوه. د هغه کشتۍګانې به په هرو درېو کالو کې یوځل راستنېدلې او سره زر، سپین زر، د فیل غاښونه، بیزوګانې او د طاووس مرغان به یې راوړل.
۲۳ سلیمان پاچا د نړۍ د نورو ټولو پاچاهانو څخه ډېر شتمن او د حکمت خاوند ؤ ۲۴ او ټولې نړۍ غوښتل چې راشي او هغه حکمت وویني چې خدای ورته ورکړی ؤ. ۲۵ کال په کال به چې هرڅوک راتلل، نو د ځان سره به یې دا سوغاتونه، یعنې د سپینو او د سرو زرو شیان، چپنې، وسلې او خوشبویه مسالې، اسونه او قچرې راوړل.
۲۶ سلیمان خپلې جنګي قواوې چې د څوارلس سوه جنګي ګاډیو او دولس زره اسونو نه جوړې شوې وې، راټولې کړې. یوه برخه یې په اورشلیم او نورې یې په مختلفو ښارونو کې ځای په ځای کړلي. ۲۷ د هغه د پاچاهۍ په وخت کې سپین زر په اورشلیم کې د تیږو په شان یو عادي شی شو او د سبر د ونو لرګي لکه د یهودا د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د انځرو د ونو په شان پرېمانه وو. ۲۸ د سلیمان سوداګرانو اسونه د مصر او ترکیې څخه راوستل. بیا به شاهي سوداګرانو هغه په یوه مناسبه بیه د هغو څخه اخیستل. ۲۹ هغوی به د مصر څخه یوه جنګي ګاډۍ په شپږ سوه مثقاله سپینو زرو او یو اس به یې په یوسلو پنځوس مثقاله سپینو زرو اخیستل. همدارنګه ځینې به یې د حیتیانو او سوریایانو په پاچاهانو بېرته خرڅول.