0:00 / 0:00

د بادشاهانو اول کِتاب

لسم باب

د شيبا د مَلِکه سره د حضرت سليمان ملاقات

۱ د شيبا مَلِکه د سليمان د شُهرت نه خبر شوه، نو راغله چې په مشکلو سوالونو سره هغه معلوم کړى. ۲ هغه يروشلم ته د يوې لوئې قبيلې سره راغله او د اوښانو يوه لويه قافله ورسره وه چې په مصالحو، قيمتى کاڼو او ډېر سرۀ زر ورباندې بار وُو. کله چې هغه او سليمان مِلاو شول، نو هغې ورسره هغه ټولې خبرې اترې وکړې چې د هغې په ذهن کښې وې. ۳ نو سليمان د ټولو سوالونو جواب ورکړو، داسې يو سوال هم نۀ وو چې هغۀ يې جواب نۀ شو ورکولے. ۴ د شيبا مَلِکه د سليمان په حِکمت پوهه شوه او هغه محل يې وليدو چې هغۀ جوړ کړے وو. ۵ هغې هغه خوراک وليدو چې د هغۀ په دسترخوان باندې پروت وو، د هغۀ د آفسرانو کوټې، د هغۀ د محل د نوکرانو اِنتظام او هغه لِباس چې هغوئ اغوستے وو، د هغۀ ساقيان يې وليدل او هغه پوره سوزېدونکې نذرانې يې هم وليدې چې هغۀ به د مالِک خُدائ په کور کښې پېش کولې. نو په دې هر څۀ باندې حقه حېرانه شوه. ۶ هغې سليمان بادشاه ته ووئيل، ”ما په خپل مُلک کښې چې ستا د کارنامو او حِکمت په حقله څۀ اورېدلى وُو نو هغه رښتيا دى. ۷ خو ما تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې ترڅو زۀ په خپله راغلې نۀ وم او هر څۀ مې کتلى نۀ وُو. خو زۀ د دې په نيمه هم نۀ وم خبر، ما ته چې څۀ وئيلى شوى وُو نو ستا حِکمت او دولت د هغې نه ډېر زيات دے. ۸ ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى. ۹ د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې هغۀ دا ښودلى دى چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے يې. ځکه چې د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د تل دپاره ده، نو هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار واخلې.“ ۱۰ د شيبا مَلِکه سليمان بادشاه ته هغه تُحفې پېش کړې کومې چې هغې راوړې وې، د څلور زره کېلو نه زيات سرۀ زر او په ډېر زيات مِقدار کښې مصالحې او قيمتى کاڼى هم. هغې چې کومې مصالحې ورکړې هغه دومره زياتې وې چې هيچا هم دومره بيا ورنۀ کړې. ۱۱ د حيرام سمندرى جهازونو چې کومې د اوفير نه سرۀ زر راوړى وُو، د هغه ځائ نه يې په ډېر زيات مِقدار کښې د صُندل لرګى او قيمتى کاڼى هم راوړل. ۱۲ سليمان دا لرګى د مالِک خُدائ کور او محل په ستنو کښې استعمال کړل او د دې نه يې د سندرغاړو دپاره بينجو او ربابُونه هم جوړ کړل. دا د ټولو نه ښۀ د صُندل لرګى وُو چې د بنى اِسرائيلو مُلک ته راوړے شوى وُو، د دې په شان لرګے بيا نۀ دے ليدلے شوے. ۱۳ سليمان بادشاه د شيبا مَلِکه له هغه هر څۀ ورکړل چې څۀ يې غوښتل، دا د هغه نورو شاهى تُحفو نه علاوه وُو چې هغې له يې د سخاوت سره ورکړې وې. بيا هغه او د هغې ډله د شيبا مُلک ته راواپس شوه.

د حضرت سليمان بادشاه دولت

۱۴ سليمان بادشاه ته هر کال تقريباً درويشت زره کلو سرۀ زر مِلاوېدل ۱۵ د دې نه علاوه چې سوداګرو کوم محصُول ورکولو، د تجارت ګټه او چې د بنى اِسرائيلو د مُلک د ضِلعو حاکِمانو او د عربو بادشاهانو چې کوم محصُول ورکولو هغه هم ورته مِلاوېدو. ۱۶ سليمان دوه سوه لوئ ډالونه جوړ کړل، چې په هر يو باندې تقريباً اووۀ کلو د ټکولے شوو سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. ۱۷ هغۀ درې سوه واړۀ ډالونه هم جوړ کړل، چې په هر يو باندې تقريباً دوه کلو د ټکولے شوو سرو زرو پترى خېژولے شوى وُو. هغۀ دا ټول ډالونه په هغه دربار کښې کېښودل چې نوم يې د لبنان ځنګل وو. ۱۸ هغۀ يو لوئ تخت هم جوړ کړو چې يوه حِصه يې د هاتى په غاښونو پټه وه او نور په سوچه سرو زرو باندې پټ وو. ۱۹‏-۲۰ د تخت شپږ پوړۍ وې چې بره ورختلې وې، چې د هرې پوړۍ په يو سر او بل سره باندې د ازمرو مجسمې وې، چې ټول دولس ازمرى وُو. تخت شا طرف ګول وو او د دواړو بازوګانو سره يې يو يو د ازمرى مجسمه وه. په بله يوه بادشاهۍ کښې کله هم داسې تخت موجود نۀ وو. ۲۱ د سليمان د څښلو ټولې پيالۍ د سرو زرو نه جوړې وې او د لبنان د ځنګل په دربار کښې ټول لوښى د سوچه سرو زرو وُو. سپين زر په کښې بېخى نۀ وُو استعمال شوى، ځکه چې د سليمان په وخت کښې دا قيمتى نۀ شو ګڼلے. ۲۲ هغۀ سمندرى جهازُونه لرل چې د حيرام د جهازونو سره چلېدل. هر درې کاله پس به دا راواپس کېدل، چې سرۀ زر، سپين زر، د هاتى غاښونه، شادوګان او طاؤسان به يې راوړل. ۲۳ سليمان د دُنيا د نورو ټولو بادشاهانو نه زيات مالداره او د ټولو نه زيات د حِکمت خاوند وو، ۲۴ او ټولې دُنيا به دا غوښتل چې هغۀ له راشى او د هغۀ حِکمت ته غوږ ونيسى چې خُدائ پاک هغۀ له ورکړے دے. ۲۵ چې هر څوک به هغۀ له راتلو نو هغۀ له به يې څۀ تُحفه راوړه، لکه سپين زر او سرۀ زر، چُوغې، وسلې، مصالحې، آسونه، او قچر. کال په کال به داسې کېدل. ۲۶ سليمان د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولسو زرو په آسونو سوارو فوجيانو يو لوئ لښکر جوړ کړو. هغۀ څۀ په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې دېره کړل. ۲۷ د هغۀ په بادشاهۍ کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه غرونو په لمن کښې د چِنار په شان ډېر تېر وُو. ۲۸ د سليمان سوداګرو د مِصر او قوعى نه آسونه اخستل ۲۹ هغوئ به يوه جنګى ګاډۍ د مِصر نه په شپږ سوه د سپينو زرو په سيکو او آس به يې په يو نيم سل د سپينو زرو په سيکو اخستلو او حِتى او شامى بادشاهانو له به يې د خرڅولو دپاره آسونه او جنګى ګاډۍ لېږلې.