0:00 / 0:00

د بادشاهانو اول کِتاب

يوولسم باب

د حضرت سليمان د خُدائ پاک تابعدارى نۀ کول

۱ او سليمان د پردى مُلک د ډېرو ښځو سره مينه کوله. د فِرعون د لور نه علاوه هغۀ حِتۍ، موآبۍ، عمونۍ، ادومۍ او صيدانۍ ښځې وادۀ کړې. ۲ مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له دا حُکم ورکړے وو چې د دې قومونو سره ودونه مۀ کوئ ځکه چې د دې په وجه به د بنى اِسرائيلو زړونه نورو خُدايانو ته واوړى، خو سليمان د غېرو قومو ښځو مينه نۀ پرېښودله. ۳ سليمان اووۀ سوه شهزادګۍ وادۀ کړې او درې سوه وينځې يې هم وې. نو هغوئ د هغۀ زړۀ د خُدائ پاک نه واړولو ۴ او چې سليمان بوډا شو نو هغوئ د هغۀ زړۀ پردو خُدايانو ته واړولو او هغه د خپل پلار داؤد په شان د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک پوره وفادار پاتې نۀ شو. ۵ هغۀ د صيدان عستارات مجسمې او د عمون د پليت مولک بُت عبادت يې وکړو. ۶ نو سليمان هغه څۀ وکړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې بد وُو او هغۀ د مالِک خُدائ پوره تابعدارى نۀ کوله، لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد کړې وه. ۷ هغۀ د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته په غرۀ باندې د موآب د پليت معبود کموس او د عمون د پليت مولک بُت د عبادت دپاره يوه عبادتخانه جوړه کړه. ۸ هغۀ د عبادت ځايونه هم جوړ کړل چرته به چې د هغۀ د پردى مُلک ټولو ښځو خوشبوئى سوزوله او خپلو خُدايانو ته به يې نذرانې پېش کولې. ۹‏-۱۰ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دوه ځل سليمان ته څرګند شوے وو او دا حُکم يې ورکړے وو چې د پردو خُدايانو عبادت مۀ کوه، خو سليمان د مالِک خُدائ تابعدارى ونۀ کړه او د هغۀ نه واوړېدو. نو مالِک خُدائ سليمان ته په قهر شو ۱۱ او ورته يې وفرمائيل، ”تا قصداً ما سره خپل لوظ مات کړے دے او زما د حُکمونو نافرمانى دې کړې ده، نو زۀ به خامخا ستا نه بادشاهى اخلم او ستا يو نوکر له به يې ورکوم. ۱۲ خو ستا د پلار داؤد په خاطر زۀ به داسې ستا په ژوند کښې نۀ کوم، خو ستا د زوئ په بادشاهۍ کښې به يې وکړم. ۱۳ خو زۀ به د هغۀ نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم، زۀ به د خپل خِدمت کوونکى داؤد او د خپل خوښ شوى ښار يروشلم د خاطره يوه قبيله هغۀ ته پرېږدم.“

د حضرت سليمان دشمنان

۱۴ نو مالِک خُدائ د ادوم شاهى خاندان حدد راوچت کړو چې د سليمان خِلاف شى. ۱۵‏-۱۶ د دې نه ډېر وخت وړاندې، کله چې داؤد ادوم فتح کړو او د هغۀ د لښکر مشر يوآب د مړو ښخولو له تلے وو نو داؤد او د هغۀ سړى په ادوم کښې شپږ مياشتې پاتې شول او په دې دوران کښې هغوئ په ادوم کښې ټول نران ووژل ۱۷ خو حدد او د هغۀ د پلار څۀ ادوميان نوکران مِصر ته تښتېدلى وُو. (په هغه وخت کښې حدد ماشوم وو.) ۱۸ هغوئ ميديان پرېښودو او فاران ته لاړل، چې هلته يو څو نور سړى ورسره ملګرى شول. بيا هغوئ مِصر ته سفر وکړو او فِرعون له لاړل، هغۀ حدد له لږه زمکه او کور ورکړو او د خوراک بندوبست يې ورله وکړو. ۱۹ او د فِرعون حدد دومره خوښ شو چې هغۀ له يې د خپلې ښځې يعنې د مَلِکې تحفنحيس خور وکړه، چې حدد يې وادۀ کړى. ۲۰ د هغې نه يې يو زوئ جنوبت پېدا شو، چې هغه مَلِکې د فِرعون په محل کښې ساتلو او هلته د فِرعون د زامنو سره اوسېدو. ۲۱ کله چې په مِصر کښې حدد ته دا پېغام ورسېدو چې داؤد او د لښکر مشر يوآب مړۀ شوى دى، نو حدد فِرعون ته ووئيل، ”ما پرېږده چې زۀ واپس خپل مُلک ته لاړ شم.“ ۲۲ فِرعون ترې نه تپوس وکړو، ”دلته تا ته د څۀ کمے دے؟ چې واپس خپل کور ته تلل غواړې.“ حدد فِرعون له جواب ورکړو، ”نه، بس ما له د تلو اجازت راکړه.“ ۲۳ خُدائ پاک د اليدع زوئ رِزون هم د سليمان خِلاف کړو. رِزون د خپل نېک يعنې د ضوباه بادشاه هدد‌عزر نه تښتېدلے وو، ۲۴ او هغه د بدمعاشانو د يوې قبيلې مشر شوے وو. دا د هغې نه پس شوى وُو چې کله داؤد هدد‌عزر له شکست ورکړو. رِزون او د هغۀ سړى لاړل او په دمشق کښې اوسېدل، چې هلته خپلو سړو هغه په دمشق کښې بادشاه جوړ کړو. ۲۵ د سليمان په ټول ژوند کښې رِزون د بنى اِسرائيلو دشمن وو او د حدد په شان يې هغوئ په تکليف کول، هغۀ د بنى اِسرائيلو نه نفرت کولو خو په خپله يې په شام بادشاهى کوله.

د يربعام سره د خُدائ پاک لوظ

۲۶ يو بل سړے د نباط زوئ يربعام د سليمان بادشاه خِلاف شو چې هغه د سليمان خپل يو آفسر وو. يربعام په اِفرائيم کښې د صريده وو. او د يربعام د کونډې مور نوم صروعه وو. ۲۷ دا د هغۀ د بغاوت قيصه ده. سليمان د يروشلم نمرخاتۀ طرف ته بره ختلى پټى جوړول او د ښار دېوالونه يې مرمت کول. ۲۸ يربعام يو تکړه زلمے وو او کله چې سليمان ته پته ولګېده چې هغه څومره محنتى دے، نو هغه يې د منسى او اِفرائيم قبيلو په علاقه کښې د هغه مزدورانو مشر جوړ کړو. ۲۹ يوه ورځ کله چې يربعام د يروشلم نه سفر کولو نو په لاره باندې اخياه پېغمبر ورسره مِلاو شو، اخياه د سيلا وو. او په مېدان کښې د هغوئ نه بغېر نور هيڅ څوک هم نۀ وُو، اخياه نوې چُوغه اغوستې وه. ۳۰ اخياه چې کومه نوې چُوغه اغوستې وه هغه يې وويستله او دولس ټوټې يې کړه، ۳۱ او يربعام ته يې ووئيل، ”لس ټوټې د ځان دپاره واخله، ځکه مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا ته وائى چې زۀ د سليمان نه بادشاهى اخلم او تا له به لس قبيلې درکوم. ۳۲ سليمان به يوه قبيله زما د خِدمت کوونکى داؤد او د يروشلم په خاطر وساتى، دا هغه ښار دے چې د بنى اِسرائيل په ټول مُلک کښې ما خوښ کړے دے چې زما شى. ۳۳ زۀ داسې ځکه کوم چې سليمان زۀ رد کړے يم او د پردو خُدايانو عبادت يې کړے دے يعنې، د صيدان د مجسمې عستارات، د موآب بُت کموس او د عمون بُت مولک. سليمان زما نافرمانى کړې ده، هغۀ زۀ نۀ يم رضا کړے او لکه څنګه چې د هغۀ پلار داؤد زما په قانون او حُکمونو عمل کولو داسې هغۀ نۀ دے کړے. ۳۴ خو زۀ به د سليمان نه ټوله بادشاهى نۀ اخلم او چې ترڅو ژوندے وى نو هغه به بادشاه ساتم. زۀ به داسې زما خِدمت کوونکى د داؤد د خاطره کوم، کوم چې ما خوښ کړے وو او هغۀ زما قانون او حُکمونه منلى وُو. ۳۵ زۀ به د سليمان د زوئ نه بادشاهى واخلم او لس قبيلې به درته حواله کړم، ۳۶ خو زۀ به د سليمان زوئ ته يوه قبيله پرېږدم، نو چې زما د خِدمت کوونکى داؤد د اولاد نه همېشه زما يو کس وى چې په يروشلم کښې بادشاهى کوى، هغه ښار چې ما خوښ کړے دے چې چرته به زما عبادت کيږى. ۳۷ يربعامه، زۀ به تا د اِسرائيل بادشاه جوړ کړم او تۀ به په هغه ټوله علاقه بادشاهى کوې چې ستا زړۀ يې غواړى. ۳۸ کۀ تۀ زما د حُکم پوره تابعدارى کوې، زما د قانون په مطابق ژوند تېروې او زما د حُکمونو او تعليماتو په مطابق هغه کار کوې چې زما په نظر کښې ښۀ وى، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى داؤد کول، نو زۀ به همېشه ستا مل يم. زۀ به تا د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړم او ستا اولاد به ستا نه پس خامخا بادشاهى کوى، لکه څنګه چې ما د داؤد دپاره کړى دى. ۳۹ د سليمان د ګناه په وجه به زۀ د داؤد اولاد له سزا ورکوم، خو دا به د همېشه دپاره نۀ وى.“ ۴۰ سليمان د يربعام د وژلو کوشش کولو، خو يربعام د مِصر بادشاه سيساق له وتښتېدو او د سليمان تر مرګه پورې هلته ايسار وو.

د حضرت سليمان مرګ

۴۱ د سليمان کارنامې، د هغۀ حِکمت او چې نور څۀ يې هم کړى وُو هغه ټول ”د سليمان شاه نامه“ نومې کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۴۲ هغه څلوېښت کاله په ټولو بنى اِسرائيلو باندې په يروشلم کښې بادشاه وو. ۴۳ هغه مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ رحُبعام د هغۀ نه پس بادشاه شو.