د پاچاهانو لومړی کتاب

نولسم فصل

الیاس د سینا غره ته تښتي

۱ نو بیا اخاب خپلې ښځې ایزابل ته دا ټولې خبرې وکړې چې الیاس څه کړي وو او څنګه یې د بعل نبیان ووژل. ۲ هغې الیاس ته یو استازی واستاوه چې هغه ته داسې ووایي: «زما خدایان دې ما ووژني که سبا تر دې وخته پورې ستا سره هماغسې کار ونه کړم لکه څنګه چې تا د هغو نبیانو سره کړی دی.» ۳ الیاس ووېرېده او د خپل ژوند د ژغورلو په خاطر وتښتېد. کله چې هغه بیرشبع ته چې په یهودا کې ده راغی، خپل نوکر یې هلته پرېښود.

۴ هغه په خپله یوه ورځ په دښته کې سفر وکړ. د جارو یو بوټي ته ورسېده، د هغه لاندې کښېناست او دعا یې وکړه چې مړ شي. هغه وویل: «ای څښتنه، نور بس دی! زما ژوند واخله، زه د خپلو نیکونو څخه ښه نه یم.» ۵ له هغې وروسته هغه د بوټي لاندې پرېوت او ویده شو. ناڅاپه یوې فرښتې هغه لمس کړ او ورته ویې ویل: «پاڅېږه او وخوره.» ۶ هغه شاوخوا ته وکتل او ویې لیدل چې سرته یې یوه ډوډۍ چې په تودو سکرو باندې پخه شوې وه او د اوبو یو منګی ایښی ؤ. هغه ډوډۍ وخوړله او اوبه یې وڅښلې او بېرته څملاست. ۷ د څښتن فرښته د دوهم ځل دپاره راغله، هغه یې لمس کړ او ورته ویې ویل: «پاڅېږه او وخوره، ځکه چې ډېر اوږد سفر دې مخې ته پروت دی.» ۸ نو هغه پاڅېد، ډوډۍ یې وخوړله او اوبه یې وڅښلې. د هغو خوړو په وسیله هغه قوت وموند او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې یې سفر وکړ، ترڅو سینا یعنې د خدای غره ته ورسېده. ۹ هلته یوې سمڅې ته ورننوت او شپه یې په کې تېره کړه.

څښتن الیاس ته ورښکاره کیږي

ناڅاپه څښتن د الیاس سره خبرې وکړې: «ای الیاسه، دلته څه کوې؟» ۱۰ هغه ځواب ورکړ: «مطلق قادر څښتن خدایه، ما یوازې ستا خدمت کړی دی او هغه هم د تل دپاره په شوق سره. خو اسراییلیانو تا سره خپل لوظ مات کړی دی، ستا د قربانۍ ځایونه یې وران کړي دي او ستا نبیان یې وژلي دي. یوازې زه پاتې یم او اوس هغوی هڅه کوي چې ما هم ووژني.»

۱۱ څښتن هغه ته وویل: «دباندې ووځه او زما په حضور کې په غره باندې ودرېږه.» څښتن په هغه ځای باندې تېر شو او یو سخت او قوي باد راوالوت چې غونډۍ یې سره بېلې کړې او تیږې یې میده میده کړې، خو څښتن خپله په هغه باد کې نه ؤ. باد ودرېده او له هغې وروسته زلزله وشوه، خو څښتن په خپله په زلزله کې نه ؤ. ۱۲ د زلزلې څخه وروسته اور راغی، خو څښتن خپله په اور کې نه ؤ. له اور څخه وروسته یو نرم اواز راغی. ۱۳ کله چې الیاس دا اواز واورېد، خپل مخ یې په چپنه باندې پټ کړ، دباندې ووت او د سمڅې په خوله کې ودرېده. په اواز کې ورته وویل شول: «ای الیاسه، دلته څه کوې؟» ۱۴ هغه ځواب ورکړ: «مطلق قادر څښتنه خدایه، ما یوازې ستا خدمت کړی دی او هغه هم تل په شوق سره. خو اسراییلیانو تا سره خپل لوظ مات کړی دی، ستا د قربانۍ ځایونه یې وران کړي دي او ستا نبیان یې وژلي دي. یوازې زه پاتې یم او اوس هغوی هڅه کوي چې ما هم ووژني.»

۱۵ څښتن هغه ته وویل: «په کومه لاره چې راغلی یې بېرته په هماغې لارې د دمشق دښتې ته لاړ شه. بیا ښار ته ننوځه او د حزاییل سر په تېلو غوړ کړه چې هغه د سوریې پاچا شي. ۱۶ همدارنګه د نمشي زوی ییهو د اسراییلو د پاچا په توګه وټاکه او د شافاط زوی الیشع چې د ابل محوله څخه دی هم وټاکه چې ستا په ځای نبي شي. ۱۷ هرڅوک چې د حزاییل له لاسه د وژل کېدلو څخه وژغورل شي هغه به د ییهو په لاس ووژل شي او هرڅوک چې د ییهو څخه وتښتي، نو د الیشع په لاس به ووژل شي. ۱۸ خو بیا به هم زه اووه زره کسان په اسراییلو کې ژوندي پرېږدم چې بعل ته یې سجده نه ده کړې او نه یې د هغه بت ښکل کړی دی.»

الیشع ته بلنه ورکول

۱۹ الیاس لاړ او الیشع یې وموند چې په یوه جوړه غویانو باندې یې قلبه کوله. یوولس جوړه غویان د هغه څخه مخکې وو او په دولسمې جوړې باندې هغه خپله قلبه کوله. الیاس خپله چپنه وویستله او الیشع ته یې ورواغوستله. ۲۰ الیشع خپل غویان پرېښودل، د الیاس پسې یې منډه کړه او ورته ویې ویل: «پرېږده چې خپل مور او پلار ښکل کړم او د هغوی سره خدای پاماني وکړم او بیا به درسره لاړ شم.» الیاس ځواب ورکړ: «لاړ شه، زه ستا مخه نه نیسم.» ۲۱ نو الیشع هغه پرېښود، خپل غویان یې واخیستل او هغه یې حلال کړل. هغه د قلبې سامان وسوځاوه او غوښه یې ورباندې پخه کړه. هغه یې خلکو ته ورکړه او هغوی وخوړله. بیا هغه د الیاس پسې روان شو او د هغه خدمتګار شو.