د اول سموییل کتاب

پنځلسم فصل

د عمالیقیانو سره جګړه

۱ سموییل شاوول ته وویل: «زه څښتن راولېږلم چې تا غوره کړم چې د هغه په قوم اسراییلو باندې پاچا شې. نو اوس د څښتن پیغام ته غوږ ونیسه. ۲ مطلق قادر څښتن داسې وایي: زه به عمالیقیانو ته د هغه کار سزا ورکړم چې دوی پخوا د اسراییلو سره کړی ؤ. ځکه په هغه وخت کې چې اسراییلیان د مصر څخه راوتل د هغوی لاره یې نیولې وه. ۳ اوس لاړ شه په عمالیقیانو باندې حمله وکړه او هرڅه چې د دوی سره دي هغه ټول په پوره توګه له منځه یوسه، په هغوی باندې زړه ونه سوځوې. یو شی هم ژوندی مه پرېږده. سړي، ښځې، ماشومان او تي رودونکي ماشومان، غویان، پسونه، اوښان او خره یې ووژنه.»

۴ شاوول خپل ځواکونه سره راغونډ کړل او په طلایم کې یې د هغوی څخه لیدنه وکړه. په هغو کې د اسراییلو څخه دوه لکه او د یهودا څخه لس زره پیاده عسکر وو. ۵ بیا هغه د خپلو عسکرو سره د عمالیق ښار ته ورغی او په یو وچ خوړ کې یې کمین ونیوه. ۶ بیا شاوول قینیانو ته اخطار ورکړ: «د عمالیقیانو څخه لېرې شئ، ترڅو تاسو د هغوی سره یوځای تباه نه کړم. ځکه کله چې اسراییلیان له مصر څخه راوتل تاسو په هغوی باندې مهرباني او ښه سلوک کاوه.» نو قینیان له عمالیقیانو څخه لېرې شول.

۷ شاوول د حویله څخه تر شور پورې چې د مصر په ختیځ کې دی جنګ وکړ او عمالیقیانو ته یې ماتې ورکړه. ۸ هغه د عمالیق پاچا اجاج ژوندی ونیوه او ټول خلک یې ووژل. ۹ خو شاوول او د هغه نفرو د اجاج ژوند وژغوره. هغوی ښه پسونه، غویان، ښه خوسي، وري یا نور هغه څه چې ښه وو هغه یې ونه وژل. دوی یوازې هغه څاروي ووژل چې کمزوري یا بې ارزښته وو.

څښتن شاوول ردوي

۱۰ څښتن سموییل ته داسې وویل: ۱۱ «زه پښېمان یم چې شاوول مې پاچا کړ. هغه زما څخه ګرځېدلی دی او زما د حکمونو څخه یې سرغړونه وکړه.» سموییل په قهر شو او ټوله شپه یې څښتن ته زاري وکړه. ۱۲ سموییل سهار وختي راپاڅېد او لاړ چې د شاوول سره ملاقات وکړي. خو هغه خبر شو چې شاوول د کرمل ښار ته تللی دی، د خپل ځان د عزت په خاطر یې یو یادګاري برج جوړ کړی دی او جلجال ته تللی دی. ۱۳ کله چې سموییل شاوول پیدا کړ، شاوول هغه ته وویل: «ای سموییله! څښتن دې تاته برکت درکړي. وګوره، ما د څښتن حکم سرته ورساوه.»

۱۴ سموییل پوښتنه وکړه: «نو بیا ولې زه د غویانو او پسونو رمباړې اورم؟»

۱۵ شاوول ځواب ورکړ: «زما عسکرو دا د عمالیقیانو څخه راوستلي دي، هغوی ډېر ښه پسونه او غویان ساتلي دي چې ستا د څښتن خدای دپاره یې قرباني کړي. پاتې موپه پوره توګه له منځه وړي دي.»

۱۶ سموییل شاوول ته وویل: «غلی شه! غوږ ونیسه، ترڅو د څښتن خبره چې تېره شپه یې ماته کړې وه درته ووایم.»

شاوول ځواب ورکړ: «ووایه.»

۱۷ سموییل وویل: «که څه هم ته خپل ځان لوی نه ګڼې، ته د اسراییلو د قبیلو مشر یې. څښتن ته غوره کړې چې د اسراییلو پاچا شې ۱۸ او ته یې د یوې وظیفې دپاره ولېږلې ویې ویل: دا ګناهکاره قوم عمالیقیان په پوره توګه له منځه یوسه، د هغوی سره جنګ وکړه تر هغې پورې چې دوی ټول ووژل شي. ۱۹ نو بیا ولې تا د څښتن خبره ونه منله؟ ولې دې په غنیمت باندې حمله وکړه؟ ولې هغه څه چې د څښتن په نظر کې بد وو هغه دې وکړل؟»

۲۰ شاوول وویل: «خو ما د څښتن خبره منلې ده، زه په هغې وظیفې باندې لاړم چې څښتن ماته راسپارلې وه. ما عمالیقیان په پوره توګه له منځه یووړل او د هغوی پاچا اجاج مې راوست. ۲۱ عسکرو د غنیمت څخه پسونه او غویان واخیستل، یعنې تر ټولو ښه حیوانات چې خدای ته وقف شوي وو، ترڅو هغه په جلجال کې ستا څښتن خدای ته قرباني کړي.»

۲۲ سموییل وویل: «ایا څښتن په سوځېدونکو نذرانو او قربانیو باندې خوشحالیږي لکه څنګه چې د اطاعت په کولو باندې؟ ګوره! هغه ته اطاعت کول د قربانۍ څخه ښه دي او د هغه په خبره عمل کول د پسونو د وازګې د قربانۍ څخه ښه دي. ۲۳ ځکه د هغه په وړاندې یاغي توب لکه د فال کتلو په شان بد عمل دی او غرور د بت پرستۍ په شان یوه ګناه ده. په دې سبب چې تا د څښتن حکم رد کړی دی، نو ته یې د پاچا په توګه رد کړی یې.»

۲۴ شاوول ځواب ورکړ: «هو، ما ګناه کړې ده. ما د څښتن د حکم او ستا د لارښودنې څخه سرغړونه کړې ده. زه د خپلو نفرو څخه ووېرېدم او څه چې هغوی غوښتل ما هماغسې وکړل. ۲۵ خو اوس تاته سوال کوم چې زما ګناه وبخښه او زما سره بېرته لاړ شه، ترڅو د څښتن عبادت وکړم.»

۲۶ سموییل ځواب ورکړ: «زه ستا سره بېرته نه ځم. تا د څښتن حکم نه دی منلی او هغه ته د اسراییلو د پاچاهۍ څخه رد کړی یې.»

۲۷ څنګه چې سموییل وګرځېده چې لاړ شي، شاوول د هغه د چپنې څنډه ونیوله او هغه څیرې شوه. ۲۸ سموییل هغه ته وویل: «نن ورځ څښتن ستا څخه د اسراییلو پاچاهي واخیستله او هغه یې بل چاته ورکړه چې هغه د ستا څخه ښه دی. ۲۹ د اسراییلو خدای چې لوی او ابدي دی هغه دروغ نه وایي یا خپله اراده نه بدلوي. هغه انسان نه دی چې خپله اراده بدله کړي.»

۳۰ شاوول بیا زاري کوله ویل یې: «سمه ده، ما ګناه کړې ده. خو زما د قوم د سپین ږیرو او اسراییلیانو په مخکې زما عزت وکړه، بېرته زما سره لاړ شه چې ستا د څښتن خدای عبادت وکړم.» ۳۱ نو سموییل بېرته د شاوول سره لاړ او شاوول د څښتن عبادت وکړ.

۳۲ سموییل وویل: «د عمالیقیانو پاچا اجاج ماته راولئ.» اجاج په ډاډه زړه هغه ته ورغی، فکر یې کاوه چې په یقین سره د مرګ خطر تېر شوی دی. ۳۳ خو سموییل وویل: «لکه څنګه چې ستا تورې ډېرې ښځې بې اولاده کړې دي نو همدارنګه ستا مور به هم بې اولاده شي.» او سموییل اجاج په جلجال کې د څښتن په مخکې ټوټې ټوټې کړ.

۳۴ بیا سموییل رامې ته لاړ او شاوول خپل کور ته چې په جبعه کې ؤ ورستون شو. ۳۵ تر هغې پورې چې سموییل ژوندی ؤ هغه بیا هېڅکله شاوول ونه لیده. خو سموییل د شاوول دپاره ویر کاوه. څښتن په دې باندې پښېمانه شو چې شاوول یې په اسراییلو باندې پاچا کړی ؤ.