د اول سموییل کتاب

شپاړسم فصل

سموییل داود د پاچا په توګه غوره کوي

۱ یوه ورځ څښتن سموییل ته وویل: «ترڅو پورې به ته د شاوول دپاره ویر کوې؟ هغه مې په اسراییلو باندې د پاچا په توګه رد کړی دی. یو ښکر راواخله، د زیتون د تېلو څخه یې ډک کړه او په بیت لحم کې د یسي کور ته ورشه، ځکه چې د هغه د زامنو څخه مې یو تن غوره کړی دی چې پاچا شي.»

۲ خو سموییل پوښتنه وکړه: «زه څنګه لاړ شم؟ که شاوول په دې هکله څه واوري ما به ووژني.»

څښتن ځواب ورکړ: «یوه خوسۍ درسره واخله او ووایه: زه د دې دپاره راغلی یم چې د څښتن دپاره قرباني وړاندې کړم. ۳ یسي ته بلنه ورکړه چې قربانۍ ته راشي، زه به دروښایم چې څه باید وکړې. هغه څوک چې زه یې درته ښایم زما دپاره به یې سر په تېلو غوړ کړې.»

۴ هغه څه چې څښتن سموییل ته ویلي وو هغه هماغسې وکړل. کله چې هغه بیت لحم ته ورسېده، د ښار سپین ږیري د وېرې او لړزې سره د هغه ملاقات ته راغلل. هغوی پوښتنه وکړه: «خیریت خو دی؟ په څه خاطر راغلی یې؟»

۵ هغه ځواب ورکړ: «هو، زه راغلی یم چې څښتن ته قرباني وړاندې کړم، خپل ځانونه پاک کړئ او زما سره راشئ.» هغه د پاکوالی د مراسمو په سرته رسولو کې د یسي او د هغه د زامنو سره مرسته وکړه او هغوی ته یې هم په قربانۍ کې بلنه ورکړه.

۶ کله چې دوی راغلل، سموییل د یسي زوی الیاب ولید او د خپل ځان سره یې وویل: «هغه سړی چې دلته د څښتن په حضور کې ولاړ دی په یقین سره دا هماغه دی چې هغه غوره کړی دی.» ۷ خو څښتن هغه ته وویل: «د هغه ښکلا او لوړ قد ته مه ګوره، ما هغه رد کړی دی، ځکه چې زه د انسان په شان قضاوت نه کوم. هغوی ظاهر ته ګوري خو زه زړه ته ګورم.»

۸ بیا یسي خپل زوی ابیناداب راوغوښت چې د سموییل په مخکې تېر شي. خو سموییل وویل: «نه، څښتن دا هم نه دی غوره کړی.» ۹ یسي بیا شمه راوغوښت چې د سموییل په مخکې تېر شي، خو هغه وویل: «څښتن دا هم نه دی غوره کړی.» ۱۰ په دې ډول د یسي اووه زامن د سموییل په مخکې تېر شول، خو سموییل هغه ته وویل: «څښتن د دوی څخه یو هم نه دی غوره کړی.» ۱۱ بیا سموییل د یسي څخه پوښتنه وکړه: «ایا نور زامن لرې؟»

یسي ځواب ورکړ: «کشر لا تر اوسه پاتې دی، خو هغه پسونه څروي.»

سموییل وویل: «هغه راوغواړه چې دلته راشي، ترڅو پورې چې هغه رانه شي مونږ به نه کښېنو.» ۱۲ نو یسي هغه راوغوښت. هغه روغ رمټ، ښایسته ځوان ؤ او ښکلې سترګې یې درلودلې. څښتن سموییل ته وویل: «هغه همدا دی، د هغه سر په تېلو غوړ کړه!» ۱۳ سموییل د زیتون د تېلو ښکر راواخیست او د هغه سر یې د خپلو ورونو په مخکې غوړ کړ. د څښتن روح ناڅاپه د قدرت سره د هغې ورځې څخه په داود باندې نازل شو. وروسته له هغې سموییل رامې ته ستون شو.

داود د شاوول په دربار کې

۱۴ د څښتن روح د شاوول څخه لېرې شو او د هغه په ځای بد روح د هغه د ځورلو دپاره د څښتن له خوا په هغه باندې نازل شول. ۱۵ د شاوول خدمتګارانو هغه ته وویل: «وګوره، د خدای له خوا پېریان تا ځوروي. ۱۶ نو باداره! مونږ ته حکم وکړه، مونږ به داسې یو سړی ولټوو چې د رباب په غږولو باندې ښه پوهیږي. نو کله چې په تا باندې پېریان راشي، هغه سړی به رباب وغږوي او ستا حال به بېرته ښه شي.»

۱۷ شاوول ومنله او ویې ویل: «زما دپاره داسې یو سړی راپیدا کړئ چې ښه ساز غږوونکی وي او ماته یې راولئ.»

۱۸ یو خدمتګار ځواب ورکړ: «ما د یسي یو زوی چې د بیت لحم څخه دی لیدلی دی چې هغه د ساز په غږولو باندې ښه پوهیږي. هغه زړور، ښکلی او هوښیار سړی او همدارنګه یو قوي عسکر دی. د هغه ښه صفت دا دی چې څښتن د هغه سره مل دی.»

۱۹ نو شاوول یسي ته استازي واستول چې ورته ووایې: «خپل زوی داود چې د پسونو ساتنه کوي ماته راولېږه.» ۲۰ یسي داود د یو سېرلي، یو خر چې په ډوډیو باندې بار ؤ او د شرابو څخه ډک ژي سره یوځای شاوول ته واستاوه. ۲۱ داود شاوول ته راغی او د هغه خدمت یې شروع کړ. په شاوول باندې هغه ډېر ګران ؤ او هغه یې د خپل وسله وړونکي په توګه غوره کړ. ۲۲ نو شاوول یسي ته پیغام واستاوه: «داود مې ډېر خوښیږي، پرېږده چې هغه زما خدمت وکړي.» ۲۳ هرکله چې د خدای له خوا په شاوول باندې پېریان راتلل، داود به رباب واخېست او غږاوه به یې. نو شاوول به ښه کېده، هغه به خپل ځان ښه احساساوه او د هغه څخه به پېریان لېرې کېدل.