د اول سموییل کتاب

دوه ویشتم فصل

د کاهنانو عام وژنه

۱ داود د جت څخه لاړ او د ادولام سمڅې ته وتښتېد. کله چې د هغه ورونو او د هغه پاتې کورنۍ واورېدل چې هغه هلته دی، نو دوی هلته د هغه سره یوځای شول. ۲ هغه خلک چې په تکلیف کې وو یا پوروړي وو یا شکایت یې درلود داود ته راټول شول او هغه د دوی مشر شو. شاوخوا څلور سوه سړي د هغه سره وو.

۳ داود له هغه ځای څخه د موآب مصفې ښار ته لاړ او د موآب پاچا ته یې وویل: «اعلیحضرته! ایا زما مور او پلار ته اجازه ورکوئ چې راشي او ستاسو سره پاتې شي تر هغې پورې چې زه پوه شم چې خدای به زما دپاره څه کوي؟» ۴ نو داود خپل مور او پلار د موآب پاچا ته بوتلل او دوی د هغه سره تر هغه وخته پورې پاتې شول ترڅو پورې چې داود په یو خوندي ځای کې پټ ؤ.

۵ یوه ورځ جاد نبي داود ته وویل: «دلته مه پاتې کېږه، د یهودا خاورې ته لاړ شه.» نو داود لاړ او د حارث ځنګل ته ورغی.

۶ یوه ورځ شاوول په جبعه کې په یوې غونډۍ باندې د غز د ونې لاندې نېزه په لاس ناست ؤ او ټول افسران یې د هغه په شاوخوا کې ولاړ وو. هغه ته خبر ورغی چې داود او د هغه سړي پیدا شول. ۷ هغه خپلو افسرانو ته وویل: «ای د بنیامین خلکو! واورئ، ایا د یسي زوی به تاسو ټولو ته ځمکې او د انګورو باغونه درکړي؟ ایا هغه به تاسو د زر کسیزه ډلې قوماندانان او یا د سل کسیزه ډلې قوماندانان وټاکي؟ ۸ ایا د دې دپاره تاسو زما په ضد دسیسه جوړوئ؟ تاسو یو هم ماته ونه ویل چې زما خپل زوی د داود سره لاس یو کړی دی. هېڅوک نشته چې په ما زړه وسوځي یا ماته ووایي چې زما خپل سړی داود همدا اوس زما د وژلو دپاره موقعه لټوي او زما زوی هغه هڅولی دی!»

۹ خو ادومي دواغ چې د شاوول د افسرانو سره ولاړ ؤ وویل: «ما د یسي زوی ولید چې په نوب کې د اخیتوب زوی اخیملک ته راغی. ۱۰ اخیملک د څښتن څخه پوښتنه وکړه چې داود باید څه وکړي او وروسته هغه داود ته یو څه خواړه او د فلسطیني جلیات توره ورکړه.»

۱۱ نو شاوول پاچا د اخیتوب زوی اخیملک کاهن او د هغه د پلار ټوله کورنۍ چې هغوی هم په نوب کې کاهنان وو راوغوښتل او د ده حضور ته حاضر شول. ۱۲ شاوول وویل: «ای د اخیتوب زویه، واوره!»

هغه ځواب ورکړ: «هو، ښاغلیه، زه ستاسو په خدمت کې یم.»

۱۳ شاوول د هغه څخه پوښتنه وکړه: «تا او د یسي زوی ولې زما په ضد دسیسه جوړه کړې ده؟ ولې دې هغه ته ډوډۍ او توره ورکړې ده او د هغه دپاره دې د خدای سره مشوره کړې ده؟ هغه اوس زما په ضد راپورته شوی او موقعه لټوي چې ما ووژني!»

۱۴ اخیملک په ځواب کې وویل: «ستاسو په افسرانو کې داود تر ټولو وفادار دی! هغه ستاسو زوم دی، ستاسو د ساتونکو مشر دی او په شاهي دربار کې هر یو د هغه درناوی کوي. ۱۵ هو، ما د هغه دپاره د خدای سره مشوره کړې ده او دا لومړی ځل نه دی. تر کومه ځایه چې ستاسو په ضد د دسیسې خبره ده، نو تاسو اعلیحضرت باید په ما او همدارنګه زما په کورنۍ باندې تور ونه لګوئ، د دې خبرې څخه زه هېڅ خبر نه یم!»

۱۶ پاچا وویل: «ای اخیملکه! ته او ستا د پلار ټوله کورنۍ باید ووژل شئ.» ۱۷ په دې وخت کې پاچا هغه ساتونکو ته چې د ده په څنګ کې وو حکم وکړ: «د څښتن کاهنان ووژنئ، ځکه چې دوی هم د داود پلویان دي. دوی پوهېدل چې هغه تښتي، خو بیاهم دوی زه خبر نه کړم.» خو د پاچا ساتونکو ونه غوښتل چې د څښتن په کاهنانو باندې لاس پورته کړي او هغوی ووژني. ۱۸ نو شاوول ادومي دواغ ته وویل: «ته هغوی ووژنه!» او دواغ هغوی ټول ووژل. په هغه ورځ یې پنځه اتیا کاهنان چې د کتان سپېڅلي پېشبندونه به یې اغوستل، ووژل. ۱۹ وروسته نوب د کاهنانو ښار ته لاړ او د کاهنانو کورنۍ د ښځو او سړیو نه نیولې تر کوچنیانو او تي رودونکو ماشومانو پورې یې ټول ووژل. حتی غویان، خره او د هغوی پسونه یې هم ژوندي پرېنښودل.

۲۰ خو ابیاتار چې د اخیملک د زامنو ‎څخه او د اخیتوب لمسی ؤ وتښتېد او لاړ چې د داود سره یوځای شي. ۲۱ هغه داود ته خبر ورکړ چې شاوول د څښتن کاهنان ووژل. ۲۲ داود ابیاتار ته وویل: «کله چې ما په هغه ورځ ادومي دواغ هلته ولید زه پوه شوم چې هغه به خامخا شاوول ته خبر ورکوي. نو ستا د ټولو خپلوانو د مړینې مسوولیت زما په غاړه دی. ۲۳ زما سره پاتې شه او مه وېرېږه. هغه سړی چې غواړي تا ووژني، هغه غواړي چې ما هم ووژني. ته به زما سره خوندي یې.»